کراچۍ ( فرحانه نيازى) نوي نوي ډيزائنونه او ښائسته زړۀ راښکوونکې کپړې، کالى پترى او الېکټرانک څيزونه اوس په خپل کور کښې موجود دي ـ دا د څو مشهورو آئن شاپنګ د وېب سائټس عبارتونه دي، چې رعايت سره د نوې ورائټۍ ورکولو وړانديز کوي ـ

د پاکستان تر ټولو لوے ښار کراچۍ کښې د اختر او وادۀ ښادۍ په ورځو کښې د اخستوونکو رش زياتيږي، د هر عمر او طبقې خلق د خپلې خوښې د جامو او نورو څيزونو اخستو د پاره بازارونو ته تګ راتګ کوي خو ولې اوس زياتره مصنوعات آن لائن هم موجود دي ـ

وجيهه ناز هم هغو خلقو کښې شامله ده چې آن لائن څيزونو اخستلو ته ترجيح ورکوي ـ

ناز وائي ” آن لائن خريدارۍ سره وخت بچ کېږي او دا خبره هم باورى کېږي چې تاسو څۀ څيز اخلۍ هغه اصلى دے ځکه چې بازارونو کښې د لان د مشهور برانډز نقل خرڅېږي ـ

د آن لائن شاپنګ يوه ګټه دا هم ده چې د اخستوونکى خپله پرائويسى قائمه پاتې کېږى ـ اخستوونکے په خپل ذاتى کمپيوټر يا لېپ ټاپ مختلف څيزونه اخلي او دوکاندارانو سره د تکرار کولو ضرورت ورته هم نۀ راځي ـ
آن لائن اخستوونکې انعم منظور احمد د تېر يو کال راسې آن لائن شاپنګ کوي، د هغې ترمخه هغه په وېب سائټس د موجودو مصنوعاتو د معيار څخه مطمئن ده ـ انعم ووئيل چې هغې د يو مشهور وېب سائټ نه برانډډ چشمې، سوټ او د خپل خاوند د پاره سپرۍ واخسته چې اصلى وو ـ ممکن ده چې کۀ چرې هغې د کوم دوکان څخه دا اخستے وے نو دهوکه به ورسره کېدله ـ

پاکستان کښې دا وخت د آن ﻻئن څيزونو اخستو د پاره ګڼ وېب سائټونه جوړ شوي دي ـ خو ولې د دې کمپنيانو او د دلته نه د خريدارۍ کوونکو د شمېر اندازه نۀ کراچى چېمبر آف کامرس ته شته او نۀ هم سټېټ بېنک ته ـ

پاکستان کښې د اوسنيو څو کلونو په دوران آن لائن شاپنګ رجحان کښې ډېر زياتوالے راغلے دے ـ  ميانه او اعلى ميانه طبقې سره تعلق لروونکي سړي او ښځې د آن لائن شاپنګ سهولت نه فائده اخلي ـ

د اسټېټ بېنک آف پاکستان ترمخه د بېنک نه د کال د ٤١ کروړ اويا لکو ډالرو ټرانزېکشن کېږي چې پکښې يو کروړ او ٦٠ يا ٧٠ لکه ډالر د آن لائن شاپنګ په مد کښې کولے شي او دا رجحان وده مومى ـ

آن لائن شاپنګ کښې د پراډکټ پېسۍ هغه وخت اخستې شي کله چې دا ګاهکانو ته ورورسېږي، ځکه چې پاکستانيان په عامه توګه  آن لائن ادائېګۍ کولو زړۀ خوري چې دې کښې د ټګۍ ټورۍ اندېښنه وى او بله اهمه خبره دا هم ده چې پاکستان کښې د کرېډټ کارډز لروونکو شمېر هم ډېر لږ دے ـ

د اقتصادياتو ماهر قېصربنګالى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ” دا وخت چونکې آن لائن بزنس په لويه پېمانه نۀ کېږي د کوم له وجې چې حکومت ته له دې ډېر لږ ريونيو ترلاسه کيږى خو څنګه څنګه چې د دې حجم زياتېږي نو د ملک زرمبادله کښې به ورسره هم په يقينى توګه زياتوالے راځي ـ “

د آن لائن شاپنګ د ودې د پاره هم ادارې جوړې شوې دي، هم دغه شان د يو ډيجيټل مارکيټنګ اکېډمۍ مشر حارث غورى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ” ټوله جنوبى اېشيا کښې د آن لائن بزنس د پاره تر ټولو زيات سازګار ماحول پاکستان کښې دے او دې کاروبار سره د مېرمنو ډېر لوے شمېر تړلے دے ـ “

د حارث غورى اداره کښې د طالبعلمانو پشمو مختلفو کمپنيو ته هم د آن لائن بزنس ټرېننګ ورکولے شى، د هغۀ وېنا ده چې د څلورو مياشتو په تربيت د مياشتې شل زره روپۍ لګښت راځي ـ

فرحين عاطف د ملازمت سره سره د تېرو درېو کالو سره پارټ ټائم آن لائن بزنس سره تړون لرى او کپړې او بېډ شيټس وغېره خرڅوي ـ فرحين وائي چې هغه صرف د ښځو د دلچسپۍ مصنوعات خرڅوي د کوم له کبله چې د ګاهکانو لوے شمېر هم په ښځو مشتمل دے ـ

شاهين عتيق يوه طالب علمه ده او پارټ ټائم ملازمت هم کوى ـ هغې د خپل يو کورس د پراجېکټ په لړ کښې آن لائن بزنس شروع کړو او اوس هغه خپل يو وېب سائټ چلوي ـ هغې ووئيل چې په آن لائن بزنس دومره زيات خرڅ نۀ راځي او د دې برعکس دوکان باندې زيات لګښت راځى ـ

د مشهورې آن لائن کمپنۍ کنټرى منيجر على زين شيخ نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې ” د سړو په مقابله کښې چونکې آن لائن سودا اخستوونکې ښځې دي ځکه نو د ښځو آن لائن مصنوعات زيات خرڅېږي ـ “

د کور د يوې مېرمنې عائشه عامر د آن لائن شاپنګ تجربه ښۀ نۀ وه ـ د هغې ترمخه هغه آن لائن شاپنګ نۀ کوي ځکه چې دې کښې زياتره دهوکه کېږى او خرڅونه هم ډېر زيات دي ـ” ما يو سوټ د عام دوکان نه په ٢٢٠٠ واخستو خو ولې يو آن لائن هغه د څلور زره او شپږ سوه وۀ ـ زما خاوند پېزار راوغوښتلو چې بېخى غېر معيارى وۀ د کوم له کبله چې ئې هغه واپس کړو ـ “

د مشهورې آن لائن کمپنۍ کنټرى منيجر على زېن شېخ دا خبره منى چې د مارکيټ په مقابله کښې په نرخونو کښې لږ ډېر فرق ضرور وى او دا فرق ځکه وى چې تاسو په خپل کور کښې يو څېز ترلاسه کېږى ـ ” تر اوسه د کوالټۍ په بابله خو هېڅ شکايت نۀ دے راغلے خو کۀ يو تن هم شکايت وکړى نو هغوئ ورته ډېر اهميت ورکوي ـ “

د اقتصادياتو ماهر قېصر بنګالى ترمخه دې کاروبار کښې تر ټولو اهم عنصر د باور دے  کوم چې د پاکستان آن لائن بزنس کښې نيشته ـ اخستوونکى او دوکاندار کښې د اعتماد رشته موجود نۀ ده ـ

په موبائل فون د تهرى جى او فور جى اسانيو ترلاسه کېدو سره لکونو کسانو ته د موبائل فون په ذريعه د انټرنېټ سهولت په لاس ورغلے دے او دا پرمختګ د آن لائن خرېدارۍ د پاره ډېر ګټور ګڼلے شى ـ

د مشهورې کمپنۍ د کنټرى هېډ ترمخه آن لائن خرېدارۍ کښې د جامو ، جيولرى، ميک اپ او موبائل فونز اخستلو رجحان فراخه کيږى ـ

آن لائن بزنس د عامو دوکاندارانو پام هم خپل لورى ته رااړوي ـ د ناظم آباد يو دوکاندار عطاالله وائي ” زما په خيال دې کښې زياته فائده ده او تاسو خپل کور کښې په ناسته ټول ملک کښې کاروبار کولے شئ ـ ”  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here