اسلام آباد ( رحمت محسود ) نيوز لينز پاکستان ته د ترلاسه شوو ثبوتونو نه دا انکشاف شوے دے چې پاکستان جنګ ځپلى هېواد افغانستان ته د نيم بلين ډالرو د مرستې په ورکولو د خپل تشخص ښۀ کولو طمع لرى ـ

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقى وزير احسن اقبال افغانستان ته د صحت او تعليم د شعبو د ودې او ځاندرې ښۀ کولو د پاره د پينځو سوو ملين ډالرو ورکولو اراده ښکاره کړې ده ـ

نور دا چې، ياد وفاقى وزير دا هم وائي چې پاکستان افغان طالبعلمانو ته د ملک په بيلابيلو پوهنتونونو کښې د زده کړو کولو د پاره د دريو زرو سکالر شپونو وړانديز کوى ـ

خواؤشا سل زده کوونکي به د ملک څرګنده تعليمى اداره لاهور يونيورسټى آف مينجمنټ سائنسز کښې تعليم کوي ـ دې دستاويزاتو کښې د ذکر شوى وفاقى وزير دا بيان هم شامل دے:” پاکستان ټولو ګاونډى ملکونو په ځانګړى توګه افغانستان سره دوه اړخيزه تعلقات غوره کول غواړى ـ “

هغۀ زياته کړه چې د فنکارانو، کاروبارى خلقو او سکالرانو د ډلو د تبادلې سخت ضرورت دے چې دا شان د پاکستان او افغانستان دوه اړخيزه تعلقات مضبوط کړے شى ـ

کابل کښې د پاکستان د سفارتخانې پريس قونصلر افتخار منير د اى ميل د لارې خبرو اترو کښې ووئيل چې د پاکستان ” د افغانستان د تباه شوې انفراسټرکچر لکه تعليم، صحت ، کميونيکيشن او سړکونو د شعبو بحالۍ ” په اړه اهم کردار پاتې شوے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” پاکستان په کابل کښې څلور سوو کټونو باندې مشتمل جناح هسپتال، نشتر کډنى سنټر جلال آباد او ٢٠٠ کټونو باندې مشتمل نائب امين الله هسپتال لوګر د پاره نۀ يوازې فنډنګ ورکوى بلکې د افغانستان حکومت ته ٤٥ ايمبولنسې هم ورکړے شوي دي ـ “

افتخار منير ووئيل چې پاکستان د لوئيديزې صوبې ننګرهار دارالحکومت جلال آباد کښې د يوې هفتې پورې د سترګو د علاج د پاره وېړيا کيمپ ولګولو چې پکښې د ٤،٨١٨ ناروغانو علاج وکړے شو، د سترګو ٣٥٧ اپرېشنونه وکړے شول او د نظر ٤،١٢٦ چشمې ووېشلے شوې ـ

انټرنېشنل اسلامک يونيورسټى اسلام اباد کښې تعليم ترلاسه کوونکى يو افغان زده کوونکى عبدالوکيل نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پاکستان د افغان زده کوونکو د پاره ټولو شعبو کښې د اعلى تعليم ترلاسه کولو په خاطر تر ټولو ارزان هېواد دے ـ

هغۀ تبصرې کولو سره ووئيل :” د ډېرو لاملونو له کبله د دې دواړو ملکونو ترمنځه تعلقات غوره نۀ دي ولې پاکستان په هره حواله د افغان وګړيو د پاره مرستيال ثابت شوے دے ـ “

افتخار منير ووئيل چې په سلګونو افغان زده کوونکي د انټرنېشنل اسلامک يونيورسټى، اسلام آباد په بيلابيلو شعبو کښې زده کړې کوي ، هغۀ زياته کړه چې پاکستان د تعليم د شعبې نه علاوه کابل ته د تلوونکو سړکونو جوړولو د پاره هم لويه پېمانه باندې فنډز ورکوي ـ

د منطقې او د نړۍ ډېر هيوادونه لکه انډيا او امريکه، په افغانستان کښې د ځاندرې د بحالۍ د پاره په لويه پېمانه سرمايه کارى کوي،

د افغانستان له خوا په پاکستان دا تور لګولے شى چې پاکستان د هغوي په ملک کښې پرمختيائى هلو ځلو کښې د برخې اخستو په ځائے زيات پام د زور زياتى زياتولو لورى ته اړولے شوے دے ـ

مېډيا کښې د راغلو رپورټونو ترمخه په ٢٨ مارچ د افغانستان د نېشنل ډائرېکټورېټ آف سکيورټى لنډ مهاله مشر مسعود اندرابى خپل پارليمان ته د خطاب کولو په وخت ووئيل چې د پاکستان عسکريت خوښو سره تړلي ترهه ګر د افغان حکومت خلاف هلې ځلې کوي ـ هغۀ د پاکستان په خفيه ايجنسو افغانستان کښې د عسکريت خوښه کارروائيو د دائرې غزولو تور هم ولګولو ـ

د افغان پارليمان ښکته ايوان د افغانستان د موجوده صورتحال په حقله د خبرتيا ترلاسه کولو د پاره ځيني سينئر واکمن غوښتي وو،

مسعود اندرابى قانون سازانو سره خبرو اترو کښې ووئيل :” امن د ټولو افغانانو خواهش دے ـ “

ولې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقى وزير احسن اقبال وائي :” مونږ ته د پاکستان او افغانستان په تعلقاتو کښې يو نوے سفر پيل کول دي او معاشى او سماجى ستونزو ته پاملرنه ګرځول دي ـ “

هغۀ ووئيل چې يو هېواد د ملګرو ټاکنه خو کولے شى خو د ګاونډيانو نه او د دواړو ملکونو د پاره دوه اړخيزه تعلقات ښۀ کول ډېر زيات اهم دي ـ

انټرنېشنل اسلامک يونيورسټى، اسلام آباد کښې زده کړه کوونکى يو بل طالب علم حميد جان ووئيل چې هر څو کۀ د حکومتونو په کچ د دواړو ملکونو ترمنځه تعلقات ښۀ نۀ دي ولې د پاکستان له خوا زرګونو زده کړه کوونکو ته اعلى تعليمى ادارو کښې داخله ورکول د ستائينې وړ ده ـ

هغۀ زياته کړه :” زۀ به غواړم چې د پاکستان حکومت افغان طالب علمانو د پاره ميډيکل او انجينئرنګ يونيورسټيو کښې هم د چوکيو شمېر زيات کړى ـ “

د يادو دستاويزاتو ترمخه پاکستان د افغانستان په بيلابيلو تعليمى ادارو لکه د کابل يونيورسټۍ د علامه اقبال فيکلټى آف آرټس، د ننګرهار يونيورسټۍ د سرسيد فيکلټى آف سائنسز، لياقت على خان انجينئرنګ يونيورسټى بلخ، رحمان بابا سکول کابل او د رحمان بابا هاسټل کابل د پاره فنډنګ کړے دے ـ

افتخار منير وائي :” پاکستان د افغان طالب علمانو اعلى تعليم د پاره دريو زرو سکالر شپونو له ټول فنډنګ کړے دے ـ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د تېرو درېو لسيزو په دوران ٣٥ زره افغان زده کوونکيو د پاکستان څخه ګرېجويشن او ماسټرز کړے دے ـ

افتخار منير ووئيل چې پينځۀ لکه کډوال زده کوونکي د ټول پاکستان په بيلابيلو سکولونو کښې تعليم کوي ـ له دې ثبوتونو دا انکشاف هم کيږى چې پاکستان  پوليس او د نشو د مخنيوى اوو سوو افسرانو ، ډاکټرانو او پېرا ميډيکل سټاف، سفارت کارو، عدالتى افسرانو، د کسټم افسرانو، د کرکيلې ماهرانو، د ائيرلائن عملې او بېنکرانو ته تربيت ورکړے دے ـ

د پرمختيائى هلو ځلو او د سړکونو جوړولو په اړه دې دستاويزاتو کښې وئيلي شوي دي چې پاکستان ٧٥ کلوميټره اوږد تورخم، جلال آباد روډ نه علاوه تورخم، جلال آباد سړک فراخه کولو، جلال آباد کښې دريو سړکونو جوړولو او د کابل او پېښور ترمنځه د ډيجيټل ريډيو لنک قائمولو د پاره فنډنګ کړے دے ـ

دې دستاويزاتو کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې پاکستان، د افغانستان حکومت ته د پبلک ټرانسپورټ د پاره سل بسونه او دوه سوه ټرکونه هم ورکړي دي ـ

د ذکر شوو ثبوتونو ترمخه د ٣٠ لکه نه زيات افغان کډوال د تېرو دريو لسيزو څخه د زياتې مودې راسې پاکستان کښې مېشتۀ دي چې نۀ يوازې د تعليم او صحت اسانۍ بلکې معاشى ګټې وټې هم ترلاسه کوي ـ

پاکستان باندې د سيمې د نورو هېوادونو لکه انډيا او تر دې چې د افغانستان له لورى په دې حقله ډېر سخت ټکونه کيږي چې هغه جنګ ځپلى ملک کښې د ترقۍ په هلو ځلو کښې فعال انداز سره برخه نۀ اخلى ـ

د مېډيا رپورټونو ترمخه افغان صدر اشرف غنى په څو موقعو پاکستان ته د طالبانو خلاف د کارروائۍ تندولو وېنا کړې ده ـ

ولې د منصوبه بندۍ د وزارت يو سينئر افسر هيله لرى چې نوې منصوبه به د پاکستان تاثر ښۀ کولو کښې اهم کردار ترسره کړي ـ

قائداعظم يونيورسټى اسلام آباد کښې زده کړه کوونکے يو پاکستانے طالب علم زاهد شاه وائي چې پاکستان ته به د بهرنيو ملکونو او په خاص توګه د افغان زده کوونکو د پاره سکالر شپ زياتول وى چې ورسره به د اوږدې مودې په رڼا کښې د افغانانو په غصه قابو موندلو کښې مرسته ترلاسه شى ـ

هغۀ زياته کړه :” ډېر افغان وګړي د خپل هيواد د ټولو خرابيو ذمه وارى په پاکستان وراچوى ـ “

کابل سره اړوند فرى لانس صحافى او تجزيه کار حکمت صافى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پاکستان ته د تباه کيدونکې ځاندرې د بحالۍ د پاره د افغانستان مرسته پکار ده خو دې سره سره د پاکستان په افغانستان کښې د امن قائمولو د پاره کردار ډېر زيات اهميت لرى ـ

هغۀ زياته کړه :” پاکستان کۀ څۀ تحفظات لري نو افغانستان ته پکار دي چې هغه لرې کړي ځکه چې دواړو هيوادونو کښې نۀ يوازې د امن بلکې د تاؤژن صورتحال هم خپلمنځى ژور تعلق دے ـ ” د حکمت صافى وېنا وه چې پاکستان هر څو که په افغانستان کښې د خپلو ګټو وټو خوندى کولو د پاره سرمايه کارى کوى ولې د دې سرمايه کارۍ يو مقصد د عامو افغانانو د ژوند معيار ښۀ کول هم دي ـ

 ولې هغۀ ووئيل چې د پاکستان له خوا چې د کومو منصوبو د پاره فنډنګ شوے دے، په هغې ځنډ سره کار پرمختګ کوى لکه د لوګر هسپتال د نور ځنډ څخه پرته زر تر زره بايد ترسره کړے شى ـ

خو اسلام آباد کښې د افغانستان له سفارتخانې په دې حقله خبرتيا اخستو د پاره څو ځله د هڅو کولو باوجود هم رابطه ونۀ شوه ـ

افغانستان کښې د پاکستان پخوانے سفارت کار او د قبائلى او افغان چارو ماهر رستم شاه مومند وائي چې د پاکستان له لورى پورته کړے شوي ګامونه ” د ستائينې وړ ” دي ولې پاکستان ته د دواړو هېوادونو ترمنځه د اعتماد د بحالۍ د پاره دا وخت د ډېر څۀ کولو ضرورت دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د بې باورۍ فضاء دواړو هيوادونو باندې اثرات غورځوي ـ پاکستان او افغانستان ته د باور د نيشتوالى دې ماحوال ختمولو د پاره ټولو مسلو باندې په واضحه ډول د خبرو اترو کولو ضرورت دے ـ “

رستم شاه مومند ووئيل چې د پاکستان د افغانستان په ستونزو قابو موندو د پاره د معاشى مرستې زياتول د نيک شګون دے ولې پاکستان بايد د څو کلونو د اوږد جنګ له کبله د تباه شوى انفراسټرکچر بحالى ته هم پاملرنه وکړى ـ

د ورلډ فوډ پروګرام ( ډبليو ايف پى ) د يو رپورټ ترمخه د افغانستان د ابادۍ خواؤشا په دريو کښې يوه برخه د خوارک د کمى ښکار ده د کوم مطلب چې دا دے چې هغوئ دومره طاقت ورکوونکے خوراک ترلاسه کولے نۀ شى چې ورسره هغوئ د يو فعال او صحت مند طرز ژوند خپل کړے شى ـ

د اوسنى پرمختګ باوجود په لکونو افغان وګړي د ډېرې سختې بې وزلۍ ژوند تېروي چې خوراک او نورو بنيادى ضرورتونو ته ئې رسد د نيشت برابر دے ـ

قبائلى سيمو کښې تعليمى هلو ځلو ته د ودې ورکولو د پاره د کار کوونکى غيرسرکارى تنظيم ” ټيچ فار فاټا ” مشر عبدالسلام افريدے د پاکستان د افغانستان د پاره د مرستې ستائينې کولو سره وائي چې پاکستان ته د خپلې تباه شوې ځاندرې بحالۍ ته هم د پام راګرځولو ضرورت دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د يو امنناکه سباؤن د پاره بدلون هغه صورت کښې راتلے شى کله چې دواړو هيوادونو کښې د سړو او ښځو تعليم ته د ودې ورکولو د پاره ګامونه پورته کړے شي ـ “

عبدالسلام افريدى ووئيل :” د ماشومانو تعليم دواړو ملکونو کښې د خوشحالۍ د پاره اکسير حېثيت لرى ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here