لاهور ( دردانه انجم ) د ميډ ان پاکستان ټيګ سره پاکستان سپر ليګ (پى ايس ايل) ترسره کول هېواد کښې پکار وو ولې په پاکستان کښې په نړيوال کرکټ د بندېز له کبله دا ټورنامنټ بهر وشو ـ
د کرکټ پخواني لوبغاړي او ماهران دا پوښتنه کوي! کۀ چرې پى ايس ايل يو بين المللى ټورنامنټ نۀ وۀ نو دې صورت کښې دا په پاکستان کښې ولې ترسره نۀ شو؟
پاکستان سپر ليګ، چې د ټى -٢٠ په فارميټ لوبېږى، کښې پينځۀ ټيمونه برخه اخلي چې پکښې لاهور قلندر، کراچۍ کنګز، کوئټه ګليډى ايټرز، پېښور زلمى او اسلام آباد يونائيټډ شامل دي ـ هره يوه لوبډله کښې ١٦ لوبغاړي شامل دي په کومو کښې چې پينځۀ بهر ملکى او ١١ پاکستانى دي ـ
پى ايس ايل کښې د کرکټ ٢٥ غيرملکى لوبغاړي لوبيږي د کوم مطلب چې دا دے چې امنيتى انديښنې نظر انداز کولے نۀ شي ـ
نيوز لينز پاکستان چې کله د لاهور ريجن کرکټ ايسوسى ايشن صدر خواجه نديم نه په دې خبره د ځان پوهولو د پاره رابطه وکړه چې د پى ايس ايل وړومبے ايډيشن په لاهور کښې اخر ولې ونۀ لوبولے شو ؟
خواجه نديم ووئيل :” پاکستان کرکټ بورډ (پى سى بى) کومې خطرې سره مخامخ کيدل نۀ غواړى ـ دا د دې طرز وړومبے ټورنامنټ دے او مونږ غوښتل چې دې کښې څۀ خنډ راولاړ نۀ شى ـ “
په څلورم مارچ ٢٠٠٩ء د پاکستان په لاهور ښار کښې قذافى سټيډيم سره نزدې په سرى لنکن کرکټ ټيم د شوې حملې نه وروستو پاکستان کښې نړيوال کرکټ باندې بنديز لګولے شوے وۀ ـ د سرى لنکا د کرکټ لوبډلې شپږ غړي او مرستيال کوچ ژوبل شول او د پاکستان شپږو پوليس افسرانو او دوو وګړيو ناتاره ډزو کښې د ژوند څخه لاس ووينځلو ـ
حکومت د ظلم په دې جرم کښې د ککړو مجرمانو نۀ يوازې په نيولو کښې بريالے شو بلکې هغوئ ته سزاګانې هم ورکړے شوې دي خو ولې دې سره پاکستان کرکټ بورډ ته څۀ مرسته په لاس ورنۀ رغله چې انټرنيشنل کرکټ کونسل (آئى سى سى) ته ئې دا باور ورکړے وے چې هغوي دې خپلو قوانينو کښې نرمى راولي ـ
د هغه وخت د لاهور د سى سى پى او پرويز راټهور د پريس کانفرنس ترمخه د دې حملې ماسټر مائنډ عقيل عرف ډاکټر عثمان وۀ چې تعلق ئې تحريک طالبان پنجاب سره وۀ ـ
د پاکستان د کرکټ نوميالى لوبغاړى جاويد ميانداد نيوز لينز پاکستان ته په ټيلى فون مرکې ورکولو کښې ووئيل چې پى سى بى بايد آئى سى سى ته دا باور ورکړے وے چې پاکستان کښې د ترهه ګرۍ د مخنيوى د پاره نړيوال کرکټ باندې بنديز پورته کول دي ، په ځائے ساتل حل نۀ دے ـ هغۀ ووئيل :” کله چې لوبې پرمختګ وکړي نو په زلمو کښې به نوے جوش، ولوله او فکر پېدا شي چې وروستو له دغې به د انتها خوښه مذهبى اقدارو لورى ته لږ پام ګرځوى ـ “
وطنوال په ترهه ګرۍ د نړيوال کرکټ پاکستان څخه د رخصتۍ تور لګوي ـ د لوبو پوهان وائي چې دا رښتيا خو دي ولې نيمګړي دي ـ
پخوانى کپتان جاويد ميانداد ووئيل :” پوره رښتيا په دې حقيقت کښې نغښتي دي چې حکومت د خپل اولس د لوبو د ضرورتونو پوره کولو په حقله د بې حسۍ څرګندونه کړې ده چې له کبله ئې پاکستان کښې د بېن المللى کرکټ د پيل د سره هډو څۀ هڅه نۀ ده شوې ـ “
هغۀ زياته کړه :” مونږ د ډوميسټک کرکټ په اړه د خپلې غير پيشه ورې رويې نه نړيوالو ډلو ته څۀ تاثر ورکوو؟ مونږ ډوميسټک کرکټ تباه کړي يو ـ دا په مهذبه ټولنو کښې عام شوي دي چې هره سيمه کښې د لوبو اسانۍ لکه پارک وغيره جوړولے شى ـ پاکستان کښې مونږ د داسې څيزونو هېڅ پرواه نۀ کوو ـ رښتيا خو دا دي چې مونږ دې اړخونو ته پاملرنه نۀ کوو بلکې الميه خو دا ده چې مونږ د لوبو ډهانچه تباه کړې ده او نن مونږ ګورو چې د لوبو د مېدانونو خواؤشا کښې لوړې ودانۍ جوړې شوې دي ـ “
خو ولې په ٢٠١٥ء کښې پى سى بى پاکستان ته د زمبابوے د کرکټ لوبډلې راوستلو کښې بريالے شوے وۀ ـ دا د لوبو ميله کاميابۍ سره روانه وه کله چې ميچونو کښې د خلل اچولو د پاره ځان وژونکې حمله وشوه کومه چې پوليس او ميډيا دواړو د اولس نه پټه وساتله ـ
د لوبو سينئر تجزيه کار او ډيلى ټائمز سره د سپورټس ايډيټر په توګه اړوند محمد على ووئيل :” د زمبابوے ډلې د پاکستان دوره ځکه ونۀ کړه ولې چې مونږه آئى سى سى يا نورو بهرنيو ملکونو سره د باور د بحالۍ د پاره ګامونه پورته کړي وو ـ رښتيا خو دا دي او لکه څنګه چې زما د وسيلو نه ما ته معلومه شوه چې مونږ د زمبابوے د کرکټ ټيم هر لوبغاړى ته ١٢،٥٠٠ ډالر ورکړي وو ـ”
محمد على نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې اخر ولې دوره کوونکې لوبډلې ته د فول پروف سکيورټى ورکولو وعدې پوره نۀ شوې ؟ هغۀ ووئيل چې د دې وجه دا ده چې خلق په مونږه باور نۀ لري ـ هغۀ زياته کړه چې بهر هېوادونو کښې ميشته ؤ پاکستانيانو ته پته ده چې د ترهه ګرو همدردان قانون نافذونکو ادارو کښې موجود دي ـ هغۀ زياته کړه :” مونږ ته دا وخت اوږد مزل کول دي ـ پاکستان کښې د بېن المللى کرکټ د بحالۍ د خواهش لرلو نه وړاندې ضرورت د دې خبرې دے چې مونږ خپلې معاملې د ترهه ګرۍ د مخنيوى کولو نه علاوه ډوميسټک کرکټ په پخو بنيادونو سمولو سره منظم کړو ـ دا غير معمولى خبره وه چې د پى سى بى د سينئر غړيو اکثريت د پاکستان د حکومت د بېن المللى کرکټ د بحالۍ په حقله شوو هڅو باندې د خيالاتو څرګندولو نه ډډه وکړه ـ
ظهير عباس، چې آئى سى سى کښې د کال ١٦-٢٠١٥ء د پاره د پاکستان د ذکر شوې ادارې د صدر په توګه استازيتوب کوى، هم د خپلې خوا په دې بابله د شوو کوششونو په اړه د خبرو کولو څخه مخ واړولو ـ
ماهران وائي چې د کرکټ په حقله دا ابهام د پوهې نه پورته دے او دې طرز عمل سره پاکستان کښې د کرکټ د بحالۍ په اړه د دې لوبې د مشرانو د ذهنى حېرانۍ څرګندونه کيږى ـ
خو ولې نيو لينز په دې معامله د پاکستانى کرکټ ټيم منيجر انتخاب عالم سره خبرو اترو کولو کښې بريالے شو ـ
هغۀ دې خبرې سره اتفاق وکړو چې پى ايس ايل پاکستان کښې لوبېدل پکار وو ولې دې لړ کښې هغه دا انکشاف هم وکړو چې د بېن المللى کرکټ پيل به د حکومت د پاره يو ګران کار وى ـ هغۀ ووئيل چې د دې باوجود نۀ يوازې په دې حقله بلکې د پاکستان د خوندى هيواد جوړولو د پاره د لاس پښې وهلو ضرورت دے ـ
نيوز لينز سره خبرو اترو کښې هغۀ د لوبغاړو د دې روحانى اذيت په لړ کښې هم وېنا وکړه کوم چې هغوئ په مستقله توګه بهر ملکونو کښې د لوبېدو له کبله تېروى ـ هغۀ زياته کړه چې کرکټران زيات وخت بهر هيوادونو کښې د خپلو کورنيو نه لرې تېروى د کوم له وجې چې د هغوئ پرفارمنس متاثره شوے دے ـ هغۀ افسوس څرګندولو سره ووئيل چې دا وخت د پاکستانى کرکټ د پاره اسان نۀ دے ـ
انتخاب عالم ووئيل :” پاکستانى کرکټ، چې پکښې انډر ١٩ هم شامل دے، ترهغه وخته غوره کارکردګى ښکاره کولے نۀ شى تر کومه چې بېن المللى لوبغاړو د ډوميسټک کرکټ لورى ته پام رااړولے نۀ وي ـ” خو ولې هغۀ د دې د څۀ حل ښودلو نه مخ واړولو او وې وئيل چې دا د هغۀ کار نۀ دے ـ
په پى سى بى تېر وخت کښې د غير مهذبه ګامونو اخستو او په ځانګړى توګه لوړو څوکيو باندې د غلطو خلقو د تعيناتۍ يا اداره کښې د کار کوونکو ماهرانو نه ګټه پورته کولو کښې د ناکامۍ تورونه لګولے شوي دي ـ
جاويد ميانداد دې تور سره سل فى صده اتفاق وکړو او وې وئيل چې نجم سيټهى، څوک چې د پى سى بى پخوانے مشر پاتې شوے دے او د پى ايس ايل چيئرمين دے ، د کرکټ په لړ کښې څۀ پيژني؟ هغۀ دليل وړاندې کړو چې نجم سيټهى يو ښۀ تجزيه کار کيدے شى ولې هغه د کرکټ د ګورو جوړېدو په معيار پورا نۀ خيژى ـ
هغۀ زياته کړه :” کۀ چرې پى سى بى سم تن ته موزون ذمه وارى نۀ ورکوى او د ماهرانو نه ګټې پورته کولو کښې پاتې راځى کوم چې ورسره موجود دي نو دې صورت کښې په لازمى ډول د دې ادراک کولو ضرورت دے چې د کرکټ د پوره ډهانچې بيا د سره جوړول اهم شوي دي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here