کابل( ثناء اعجاز ) يو کال وړاندې افغانستان ته د راتللو نه پس عاصمه د کابل په يو پوهنتون کښې داخله واخسته ـ هغه وائي چې هغې د پولې پورې غاړې د پاکستان په پېښور ښار کښې تعليم ترلاسه کړو د کوم له کبله چې د خپل هېواد په پوهنتون کښې د اخلې اخستو جوګه شوه ـ

٢٠ کلنې عاصمه نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” تاسو مونږ له پېښوره خو وېستلے شئ ولې دا ښار زمونږ له زړۀ نۀ شئ وېستلے ـ “

د هغې پلار ٢٠ کالو پورې پېښور کښې د يو کډوال په توګه ژوند تېرولو نه وروستو خپله کورنۍ کابل ته واپس راوستلې ده ـ د هغۀ اووۀ واړه بچي هم پاکستان کښې وزېږېدل ـ

٥٧ کلن سراج الدين نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ هلته اوسېدلي يو، زمونږ بچو هم له هغه ځايه تعليم ترلاسه کړو او ملګري ئې جوړ کړل خو واکمنو به زمونږ د پاره پرېشنانى پېدا کوله، هغوئ به د ثبوتونو په بابله پوښتنې کولې دې د پاره نو کابل ته راتګ مې په سر شو ـ”

د پاکستان د بې لچکه رويې له کبله د افغان کډوالو فکرمندى زياته شوې ده ځکه چې د دواړو هېوادونو ترمنځه اړيکې کړکېچنې شوې دي ـ ګاونډى هېوادونه په يو بل د خپل ملک د حالاتو خرابېدو ذمه وارى وراچوى ـ

پاکستان نۀ يوازې افغان کډوال له هېوده لرې کړي دي بلکې د پېښور په خواؤشا کښې د کچا ګړهۍ او جلوزئۍ د کډوالو کېمپونه ئې بند کړي دي ځکه چې دا اندېښنې څرګندې کړے شوې وې چې دا د ترهه ګرو د پاره د خوندى مرکزونو کردار ترسره کوي ـ

افغانستان هيومېنيټېرين نيډز اوورويو د پاره د ٢٠١٦ء کښې وئيلي شوي دي :” واپس تللو باندې د مجبوره کړے شوو کډوالو په فکرمندۍ زياتوالے راغلے دے ـ “

دې رپورټ کښې زياته کړے شوې ده :” واپس تلونکو کډوالو ته په ټرانزټ سنټرو ورکړے کېدونکې د مرستې پېکيجز په عمومى توګه هم له دوو مياشتو کمه مودې پورې رسېږى ـ واپس تلونکي کسان ځائى ابادۍ کښې د همغږى کېدو په بابله څرګندو چېلنجونو سره مخ دي ـ د دې ترڅنګ له کاغذونو پرته د واپسۍ له کبله نۀ يوازې د هغوئ ستونزې زياتې شوې دي بلکې قانونى کړمو سره هم مخامخ دي ـ “

Girls on the streets of Kabul: Photo by News Lens Pakistan/
Girls on the streets of Kabul: Photo by News Lens Pakistan/

د ملګرو ملتونو د کډوالو د هائى کمشنر ( يو اين اېچ سى آر ) ترمخه د عاصمه کورنۍ په هغو ٥٨ زره رجسټرډ کډوالو کښې يوه ده کوم چې تېر کال د پاکستان څخه بې دخله کړے شوې ـ

د تېرو ٣٥ کالو نه زياتې مودې څخه پاکستان د کډوالو د تر ټولو زيات شمېر کوربتوب کړے دے ـ

د افغان جنګ نه وروستو د کډوالو د بحران د عروج په ورځو کښې او دې نه پس افغانستان کښې د راپورپه شوى تاؤتريخوالى له کبله د ٤٠ لکو نه زيات افغانان ټول پاکستان کښې او په ځانګړې توګه پوله ايزه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کښې د کډوالو په کېمپونو کښې مېشتۀ پاتې شوې دي ـ

د سيفران د وزارت ترمخه د ٢٠٠٢ء نه تر اوسه د ٣٩ لکو څخه زيات کډوال په رضاکارانه توګه واپس تللي دي ـ د کډوالو په دومره لوے شمېر کښې د واپسۍ باوجود د يو اين اېچ سى آر د يوې اندازې ترمخه خواؤشا ١٥ لکه رجسټرډ کډوال اوس هم پاکستان کښې مېشتۀ دي چا ته چې د پاکستان ، افغانستان او يو اين اېچ سى آر ترمنځه د درې اړخيز بندوبست لاندې دسمبر ٢٠١٧ء پورې پاکستان کښې د اوسېدو اجازه ورکړے شوې ده

The former Afghans refugees who are returned to the outskirts of Kabul live in slums and have no improvement in life: Photo by News Lens Pakistan/
The former Afghans refugees who are returned to the outskirts of Kabul live in slums and have no improvement in life: Photo by News Lens Pakistan/

افغانستان کښې د پاکستان سفير سيد ابرار حسېن نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د ١٦ لکه رجسټرډ مهاجرينو نه علاوه پاکستان کښې ١٠ لکه غير رجسټرډ افغان کډوال هم استوګنه کوي ـ

د ملګرو ملتونو د آفس فار کوارډينيشن آف هيومنټيرين افيئرز ( يو اين اېچ سى آر ) د ٢٠١٤ء د پاره په هيومېنيټېرين نيډ اوورويو کښې وئيلي شوي دي چې کډوالو واپسى ” د هېواد د پاره د سختې بڼې چېلنج ” راولاړوى ـ

هر څو کۀ د ٢٠٠٧ء او ٢٠٠٨ء نه وروستو وطن ته واپس د مخه کوونکو مهاجرينو په شمېر کښې څرګند کمے راغلے دے کله چې پاکستان خېبرپښتونخوا کښې د کډوالو لوئې کيمپونه بند کړي وو ، افغان حکومت پاکستانى واکمنو ته څو وارې دا غږ کړے دے چې وطن کښې مرکزى دائره کښې د کډوالو شاملولو د محدود صلاحيت له کبله دې د پاکستان حکومت د افغانانو قيام وغزوى ـ

د روان کال په اپرېل کښې د افغانستان د کډوالو او بحالۍ د چارو وزير سيد حسين عالمى بلخى حکومت ته د فراختيا د غږ کولو د پاره د پاکستان دوره وکړه  ـ

د بحالۍ د عمل پائېداره کولو د پاره واپس راتلونکو کډوالو ته د اسانيو ورکولو اړتيا ده او يا بيا د افغان صدر اشرف غنى په لفظونو کښې کډوالو ته دې زمکې، ملازمتونه او اساسى خدمتونه ورکړے شي ـ

تر اوسه واپس راتلونکي کډوال، څوک چې د يو اين ايچ سى آر ترمخه د افغانستان د موجوده ابادۍ څلورمه برخه باندې مشتمل دي، له دې اسانيو بې برخې دي د کوم له کبله چې هغوئ پاکستان ته د واپس راتګ يا د مرستې ترلاسه کولو او د خوراک د لټون د پاره د هېواد دننه په کډه کولو مجبور شوي دي ـ

Water scarcity in Kabul, a child is filling his pots with a hand pump in Kabul city : Photo by News Lens Pakistan/
Water scarcity in Kabul, a child is filling his pots with a hand pump in Kabul city : Photo by News Lens Pakistan/

مرستندويه ادارې وائي چې د واپس راتلونکو کډوالو حالات د تاؤ تريخوالى له کبله د افغانستان په بيلابيلو سيمو کښې د هجرت کوونکو مهاجرينو څخه بدل نۀ دي ـ د تېرو څو لسيزو پورې د خپلو کليو او کورونو څخه د لرې پاتې کېدو له کبله د دوئ په زمکو قبضه شوې ده او دوئ ته ملازمت او يا د کرکيلې موقعې په نظر نۀ راځي ـ

ډېر داسې کډوال چې د جنګ د کلونو په دوران د افغانستان د کلى والو سيمو څخه د کډه کولو مجبور شوي وو، هغوئ پاکستان کښې په ښارى ماحول کښې د اوسېدو عادت شوي دي ـ

هغوئ په واپسۍ باندې هم ښارى مرکزونو سره نزدې استوګنه خوښه کړه چې پکښې د کابل او جلال آباد خواؤشا سيمې شاملې دي کوم چې د واپس راتلونکيو کډوالو د اباديو شکل خپلوى ـ

سراج الدين افغانستان ته واپس د راتللو نه وروستو يو نړيوال غير سرکارى تنظيم کښې ملازمت ترلاسه کړے دے ـ د هغۀ بچي د چوټيانو تېرولو د پاره تل پېښور ته د تللو د پاره ضد کوى ـ

سراج الدين وائي :” زمونږ خلق په پاکستانى ټولنه کښې هغږى شوي دي ځکه چې هغوئ خواؤشا څلورو لسيزو پورې هلته پاتې شوي دي ـ کابل کښې د ژوند رنګونو سره اشنا کېدو د پاره به څۀ وخت پکار وى ـ “
هغه وائي چې امنيت او بنيادى اسانۍ لکه تعليم، صحت او د تحفظ نيشتوالے هغه اساسى لاملونه دي چې ” واپس راتلونکي افغان کډوال پرېشانۍ سره مخ کوي ـ “

د بره ذکر شوو ستونزو نه علاوه پاکستان کښې مېشتۀ ډېر کډوال افغانستان ته واپس تګ نۀ غواړي ـ جواد احمد، په کالج کښې تعليم کوى او د څۀ وخت په توګه درزيتوب کوى، د پاره افغانستان کښې د سکيورټى د نۀ شتون له کبله هم پاکستان کښې پاتې کېدل وړومبے انتخاب دے ـ

د ٢٧ کلونو جواد احمد ووئيل :” تاؤتريخوالے او د طالبانو بريدونه دا په ډاګه کوى چې په افغانستان کښې به مونږ امنناکه ژوند تېر نۀ کړے شو ـ د صورتحال غوره کېدو پورې پاکستان کښې استوګنه زياته مناسب ده ـ “
د پېښور يونيورسټۍ د ډيپارټمنټ آف پيس اېنډ کنفلکټ سټډيز اړونده څېړنکار ظهور رحمان ترمخه جنګ ځپلى هېواد ته واپس تلل د هغو کډوالو د پاره اسانه پرېکړه نۀ ده چې د تېرو څو لسيزو راسې په پاکستان کښې مېشتۀ دي ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ ( پاکستان ) بايد افغان کډوال د واپس تللو د پاره مجبور نۀ کړو ځکه چې هغوي ته نړيوالو کنونشنونو او قانون لاندې تحفظ ترلاسه دے ـ “

1 COMMENT

  1. I appreciate effort of Sana Ejaz. Peshawar was the winter capital of Afghanistan till 19th century. The royal gravy yard of Afghanistan at Peshawar is another solid proof.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here