لاهور: پاکستان کښې د ماشومانو د مړينې شرح نړۍ کښې تر ټولو زياته ده ـ د شمېر شمېرې ترمخه هر زرو ماشومانو کښې ٤١ د زېږون نه سمدستى پس مړۀ کيږي ولې حکومت د بيا بيا وعدو کولو باوجود هم د ماشومانو د مرګونو د شرح کمولو د پاره پاليسۍ جوړولوکښې ناکام شوے دے ـ

د منصوبه بندۍ او ترقۍ وفاقى وزير احسن اقبال هم په ٢٢ اګست د ماشومتوب نشوونما باندې کانفرنس کښې دا شمېر شمېره په ډاګه کړه ـ د احسن اقبال ترمخه د هغوئ حکومت د ماشومتوب د روزنې پالنې په حقله د قومى اېکشن پلان تيارولو په مرحله کښې دے چې مقصد ئې د صحت مندو ذهنونو سره غوره انساني وسيلې پېدا کول دي ـ

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت سره تړلى يو افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ، ځکه هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اتروکولو اجازت نيشته، نيوز لينزز پاکستان سره خبرو کښې ووئيل :” د ماشومتوب د نشوونما په حقله قومى اېکشن پلان تراوسه يو تصور دے او په دې بابله اوسه پورې څۀ خاص ګام پورته نۀ کړے شو ـ “

پنجاب يونيورسټۍ سره تعلق لرونکې د طبى نفسياتو ماهرې ډاکټر شهلا ظفرنيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې خپل خيالات څرګند کړل او وې وئيل :” مونږ چې کله دا خبره کوو چې ماشومان مري نو د دې مطلب دا وى چې په دغه علاقو کښې د صحت مند طرز د ژوند سخت کمے دے چرته چې د نوؤ زېږېدوونکو ماشومانو د مړېنې شرح زياته ده ـ “

هغې د نفسياتى ستونزو په حقله خبرو کولو سره ووئيل چې دې ټوله معامله کښې مور تر ټولو زياته متاثره کېږى ـ هغې ووئيل :” هغه نۀ يوازې د خپل بچى نه خلاصېږى بلکې د مړ ماشوم نه پس د هغۀ تور هم د هغې په سر ورتپلے شى لکه څنګه چې د هغې نه دې لړکښې تپوس پوښتنه کېږى د کوم نه وروستو چې دهغې د ذهنى ناروغۍ او فکرمندۍ د ښکار کېدو امکانات زياتيږي ـ “

د پاکستان د ابادياتى او صحت د کال ١٣-٢٠١٢ء د سروے ترمخه خواؤشا ٤٥ فى صده ماشومانو د ناقصه خوراک يا په ځائے پاتې شوې نشوونما څرګنده کړه ـ د سروے ترمخه ” پاکستان کښې د نشوونما څخه د پاتې ماشومانو تناسب نړۍ کښې په درېم نمبر تر ټولو زيات دے ـ ”

د ودرېدلې نشوونما تعريف د عمر په لحاظ د وړوکى قد په توګه کولے شى ـ

د يو اېن ډى پى په پاکستان کښې نمائنده نيل بوبنے په ١٧ اګست ٢٠١٦ء خپل يو بيان کښې وليکل :” پاکستان کښې په ځائے ودرېدلې نشوونما يوه لويه الميه ده ـ ” هغوئ د ودرېدلې نشوونما د اثراتو په بابله خبرو اترو کښې مخکښې وليکل چې ودرېدلې نشوونما يوازې د قد پورې محدود نۀ ده، دا د جسمانى او اعصابى نشوونما منفى مضمراتو سره تعلق لرى، د دې تعلق د ماشوم ذهنى صلاحيت او د زده کړے وړتيا ختمېدو سره دے ـ “

ډاکټرز هسپتال سره اړوند معالج ډاکټر ناياب حېدر ووئيل چې د ودرېدلې نشوونما د زياتېدوونکو پېښو مطلب دا دے چې ماشومانو ته په سم ډول خوراک ورکولے نۀ شي ـ

هغوئ زياته کړه :” د دې نه دا هم څرګندېږى چې هغوئ سره مناسب مقدار کښې پروټين نشته د کوم مطلب چې دا دے چې هغوئ يا خو د غوښې او پروټين نه د ډکو نورو څيزونو وس نۀ لري يا د هغې قلت دے ـ “

د ملګرو ملتونو د پاکستان د پاره د ترقياتى پروګرام ( يو اېن ډى پى ) پخوانى ډائرېکټر مارک آندرے فرانچ د پاکستان په اړه خپله حتمى تجزيه کښې وليکل چې دا يو داسې ملک دے چې ٣٨ فى صده خلق ئې غريب دي او رياستى اداره ئې د پخوانى دور ده ـ هغۀ د ملک په اشرافيه طبقه د خلقو د غريب ساتلو د پاره د هغوئ د حقونو تروړلو تور ولګولو ـ

فارمين کرسچن کالج لاهور سره تړلى پاليسى تجزيه کار سعيد شفقت نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ په دې حېران نۀ ېم چې د منصوبه بندۍ او ترقۍ وزارت يا يو اېن ډى پى ته د څۀ پته ولګېدلې ده ـ د اوږدې مودې نه هم دغسې ده ـ پاکستان خپلې انسانى وسيلې نظر انداز کوى ـ د دې نه دا څرګندېږى چې مونږ د خپلو راتلونکى وخت نسل ته څومره اهميت ورکړے دے چا ته چې اخر ملک په وړاندې بوتلل دي ـ “

هغۀ زياته کړه :” ستاسو بچي مري او بدصورته کېږي اوتاسو قومى اېکشن پلان جوړويئ ـ له وړاندې راسې موجود هسپتالونه او د مائنونو د خيال ساتلو مرکزونه ښۀ کولے ولې نۀ شي ؟ “

سعيد شفقت د لېډى هېلتهـ ورکرز په حقله خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ سره د تربيت يافته لېډى هېلتهـ ورکرز پوره فوځ دے ـ د مور او بچو د صحت ښۀ کولو او سلامتيا ذمه وارى هغوئ ته سپارلے کېدے شى ـ “

د ماهرانو ترمخه بيخى د حېرانتيا خبره ده چې پاکستان د کر کيلې ملک کېدو سره هم خپلو بچو او ښځو ته د خوراک ورکولو جوګه نۀ دے ـ

د معاشياتو ماهر او د خزانې پخوانے وزير سلمان شاه وائي :” دا په ملک کښې د غربت څرګندونه ده ـ د پاکستان ٨٠ فى صده غريبه ابادى په کلى والو سيمو کښې اوسېږى کومه چې په کرکيله اډاڼه لري ـ “

هغۀ هغو علاقو ، چرته چې ناقصه غذائيت زيات دے، په حقله خبرو اترو کښې ووئيل چې د زراعت اشاريې د ډاډګيرنې وړ نۀ دي ـ سلمان شاه ووئيل :” تهر، چولستان، بهاولپور، لکى مروت، بلوچستان او سويلى خېبرپښتونخوا کښې د ماشومانو د مرګونو شرح زياته ده ـ په دې کښې زياتې سيمې په سندهـ طاس مرکز کښې موجودې دي خو ولې مونږ دې سيمې پورې د اوبۀ خور د نظام فراخه کولو کښې ناکام پاتې شوي يوو ـ ”

هغۀ د حکومت د بې غورۍ د اندېښمن رخ په بابله خبرو اترو کښې ووئيل چې د تېرو ٤٠ کالو راسې خواؤشا ٢٠ زره ايکړه زمکه شاړه او د اوبۀ خور د نظام نه محرومه ده ـ

هغۀ د حکومت په تساهل خوښه رويه رڼا اچولو سره ووئيل :” مونږ د زميدارو په حقله هم دغسې بې غورى کړې ده ـ د فى ايکړ پېداوار زياتولو د پاره خو نۀ څۀ د زرعى اصلاحات او نۀ هم پاليسى جوړه کړے شوې ده چې پکښې د زيات پېداوار ورکوونکي تخم جوړول، د پټو نه منډۍ پورې د انفراسټرکچر جوړول او د زميدارانو د پاره د قرضې نظام اسانول او د کرکيلې په آلات باندې رعايت ورکول شامل دي ـ په دې تناظر کښې کلي والو سيمو کښې اوسېدوونکي خلق د ناقصه غذائيت ښکار کېدو او په ټپه ولاړ نشوونما وړ بچوپېدا کولو باندې مجبور دي ـ

د پاکستان د معاشى سروے ترمخه د مالى کال ٢٠١٦ء په دوران د کرکيلې د شعبې کاردګى ٠ اعشاريه ١٩ فى صده منفى شرح نمو ته راو رسېده ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here