اسلام آباد ( رحمت محسود ) د پاکستان د ذاتى مد سکولونو په فيس کښې د ” غيرمعمولى ” زياتوالى له کبله مور پلار فکرمندۍ سره مخ شوي دي ـ

د انکم ټېک ګروپ اړوند د ګرېډ ١٩ سى ايس پى افسر، چا چې د نوم نۀ ښکاره کولو په خواهش ځکه چې سرکارى ملازمان مېډيا سره د خبرو کولو اجازت نۀ لري، ووئيل چې کله چې د نجى سکولونو د يو لوے چين انتظاميې هغۀ ته د هغۀ د د دوو بچو د دوو مياشتو د دوو لکو روپو فيس جمع کولو غږ وکړو نو هغۀ ورته وېنا وکړه چې د هغۀ بچي دې د سکول نه لرې کړي ـ

ياد افسر د سکول انتظاميې سره په فون خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ تاسو ( د سکول انتظاميه ) ته د يو لک روپو فيس درکولو وس نۀ لرم ـ او مهربانى وکړئي زما بچي د سکول نه لرې کړئي ـ ” دا خبرې اترې نيوز لېنز پاکستان هم واؤرېدې ـ

وروستو بيا خفه افسر د خپلې تفصيلى مرکې په خبرو اترو کښې ووئيل چې هغه مايوسه شوے دے ولې چې د سکول انتظاميه هره مياشت د هغۀ د بچو نه د موسيقۍ د دستورې، د پکنک پارټۍ، د نوى کال د پارټۍ او د والدېنو د ورځ د پارټۍ د پاره د فيس ورکولو غوښتنه کوي ـ

هغۀ افسوس څرګندولو سره ووئيل :” زما په خيال د ذاتى مد سکولونه د پېسې جوړولو مشينونه ګرځيدلي دي او د فيسونو زياتېدو له کبله پاکستان کښې د تعليم شعبه په ښکاره يرغمال شوې ده ـ د نجى سکولونو اجاره دارى قائمه شوې ده ځکه چې مور پلار يو بل سره څۀ رابطه نۀ لري ـ “

د اسلام آباد د يو سرکارى سکول او کالج اړوند اسسټنټ پروفېسر الطاف نورى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې سرکارى سکولونو کښې د مېټرک او لېول پورې بې  معاوضې تعليم ورکولے شى ـ

هغۀ زياته کړه :” سرکارى سکول او کالج د ذاتى مد د تعليمى ادارو په نسبت ښې نتيجې ورکوي ـ “

الطاف نورى ووئيل چې سرکارى سکولونو کښې تعليم ترلاسه کوونکي طالب علمان هر کال د هېواد د نجى تعليمى ادارو د زده کړه کوونکو په نسبت غوره نتيجې ورکوي ـ

هغۀ زياته کړه چې تر دې چې د ذاتى مد د تعليمى دارو د يو لوے چېن روټس انټرنېشنل سکول و کالجز مالک هم خپل بچي په سرکارى سکول کښې داخل کړي دي ـ

الطاف نورى ووئيل چې سرکارى سکولونو کښې د طالب علمانو د تعليمى هلو ځلو نه علاوه د هغوئ اخلاقى قدرونو ښۀ کولو ته هم خاص پاملرنه کولے شى ـ

د هغۀ وېنا وه چې په ځينو نجى سکولونو لکه بيکن هاؤس، سټى سکول، فروئبل، دى ايجوکېټرز وغېره کښې ” د تعليم په نسبت غېر نصابى هلو ځلو ته زياته پاملرنه کولے شى ـ “

هغۀ ووئيل :” د ذاتى مد سکولونه د مور پلار مالى حالت په نظر کښې نۀ ساتى او درانۀ فيسونه اخلي ـ “

ايچى سن کالج لاهور، لاهور ګرامر سکول، بيکن هاؤس سکول سسټم، دى سټى سکول او لکاس په پاکستان کښې د نجى سکولونو په پينځو لوے چېنز کښې شمېرلے شي ـ

د اسلام آباد د يو سرکارى سکول اړوند يو بل لېکچرار شکيل احمد ووئيل چې هغه مور پلار د چا بچي چې د ذاتى مد په تعليمى ادارو کښې سبق وائي، هغوئ ډېر زيات دباؤ سره مخامخ وي ځکه چې هغوئ ورځ په ورځ زياتېدوونکي فيسونه ورکولے نۀ شي ـ

هغۀ ووئيل :” د نجى سکولونو يو لوے چين دى فروئبل سکولز به دوه کاله وړاندې د اے ليول د طالب علم نه ٢٥ زره روپۍ مياشت فيس اخستو ـ” له دې رښتياؤ يو خوا ته چې د سرکارى او نجى سکولونو په نصاب کښې څۀ خاص توپېر نشته ـ

مېوه خرڅوونکے دلاور نعيم، د چا چې دوه لوڼه په يو سرکارى سکول کښې تعليم کوى ، دا غواړى چې د هغۀ بچي دې د ذاتى مد په لوے سکول کښې تعليم وکړى خو هغه دومره دروند فيس نۀ شى ورکولے ـ

هغۀ ووئيل :” هر کله چې د ښې ګټې وټې باوجود خلق په خپلو بچو نجى سکولونو کښې سبق نۀ شي وئيلے نو يو عام سړے د ښۀ تعليم په کاليو د بچو سينګارولو په بابله سوچ هم نۀ شى کولے ـ ”

د ٤٠ کالو سليم عباسى پېنډۍ کښې ګارمنټس سټور چلوي، هغۀ خپل درې بچي د نجى سکول نه ووېستي دي او سرکارى سکول کښې ئې داخل کړي دي ـ هغه وائي :” ما به ايجوکېټر سکول کښې د يو ماشوم د مياشتې درې زره روپۍ فيس ورکولو او سرکارى سکول کښې د ماشومانو هېڅ فيس نشته ـ “

د پنجاب حکومت او آل پاکستان پرائيويټ سکولز فيډريشن ( اے پى پى ايس ايف ) او د ايليټ سکولونو د نمائنده تنظيم پاکستان ايجوکيشن کونسل ( پى اى سى ) ترمنځه د فيسونو زياتولو په بابله کشاله پاتې ده کومه چې د تېرې څۀ مودې په دوران زياته شوې ده ـ اے پى پى ايس سى او پى اى سى په حکومت د دې دباؤ زياتولو د پاره چې هغه دې د نجى سکولونو په معاملاتو کښې لاسوهنه نۀ کوى، پنجاب صوبه کښې په اتم او نهم مارچ ټول سکولونه بند کړي وو ـ

پرته له دې ، اے پى پى ايس سى او پى اى سى د ذاتى مد د تعليمى ادارو د بل خلاف احتجاج هم وکړو د کوم لاندې چې نجى سکولونه د کال د پينځۀ سلنه څخه زيات فيس غزولے نۀ شي خو کۀ هغوي ( نجى سکولونه ) د فيس زياتولو ضرورت محسوسوي نو هغوي ته به دې د پاره له حکومته اجازت اخستل وى ـ

د اسلام آباد يو نجى سکول کښې د تعليم ترلاسه کوونکو دريو بچو پلار ابراهيم انيس نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د والدېنو اکثريت د ذاتى مد د سکولونو له خوا د فيسونو زياتېدو له کبله پرېشانه دے خو مسله دا ده چې مور پلار د پاره په اجتماعى توګه د خپل اواز اوچتولو په خاطر څۀ پليټ فارم شتون نۀ لرى ـ

د آل پاکستان پرائيويټ سکولز فېډريشن ( اے پى پى ايس ايف ) صدر کاشف مرزا د اى ميل له لارې خبرو اترو کښې ووئيل :” اے پى پى ايس ايف د پنجاب پرائيويټ ايجوکيشنل انسټى ټيوشنز ( پروموشن اينډ ريګوليشن ) بل ( ترميم شوے ) ٢٠١٥ء رد کوى ـ هغۀ ووئيل :” دا بل پنجاب اسمبلۍ منظور کړے وۀ ـ “

نيوز لينز پاکستان ته د اے پى پى ايس ايف له لورى ترلاسه شوو ثبوتونو کښې وئيلي شوي دي چې د ټول پاکستان ٥٠ سلنه او د ټول پنجاب ٦٠ سلنه طالب علمان د ذاتى مد په سکولونو کښې سبق وائي ـ

دې دستاويزاتو کښې وئيلي شوي دي :” ټول پاکستان کښې ١٧٣،١١٠ نجى سکولونه دي چې پکښې خواؤشا ٢٣،٨٣٩،٤٣١ طالب علمان زده کړه کوي ـ “

دې دستاويزاتو کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې دې سکولونو کښې ١٥ لکه استاذان ذمه وارۍ ترسره کوي ـ کاشف مرزا وائي چې حکومت نجى سکولونو سره د يوې کاروبارى ادارې په ډول اړيکې لري چې ٣٣ سلنه انکم ټيکس، ١٧ سلنه جى ايس ټى، درې سلنه سپر ټيکس، شپږ سلنه سوشل سکيورټى او په خپله پراپرټۍ لېدلے ډېر دروند کمرشلائزيشن فيس هم ورکوي ـ

خو ولې ابراهيم انيس وائي چې حکومت د اړونده محکمې لکه د تعليم محکمې ” د نجى سکولونو د طاقتورې مافيا ” په ضد د کارروائۍ کولو په حقله د حېرانۍ ښکار دے ـ

د پى اى سى استازى کامران ملک په رابطه کولو ووئيل چې پنجاب حکومت ياد بل ٢٠١٥ء د ذاتى مد د سکولونو د معاملاتو د جائزې اخستلو د پاره د جوړې کړے شوې کميټۍ له خوا د تجويز کړے شوو بدلونونو نه هم بغېر منظور کړو ـ هغۀ زياته کړه :” حکومت د بل پاس کولو په موقع د نجى سکولونو له خوا د فيس د معاملاتو په بابله وړاندې کړے شوى تجويزونه په نظر کښې ونۀ ساتل ـ ”

د کامران ملک وېنا وه :” حکومت دا بل د د زمکنيو حقيقتونو په رڼا کښې پاس نۀ کړو ـ “

د ذاتى مد د سکولونو دوو نمائنده تنظيمونو خبردارے ورکړو چې کۀ حکومت په قانون کښې ترميم او په هغې کښې د هغوي د تحفظاتو په شاملولو کښې ناکام پاتې کيږى نو هغوي به خپل احتجاج له دوام ورکوي ـ

اسلام آباد سره تعلق لرونکى د تعليم يو ماهر مجيب شيخ ووئيل چې د حکومت او نجى سکولونو د تنظيم ترمنځه د روانې اوسنۍ کشالې څخه يوازې مور پلار او د هغوئ بچي متاثره کيږي ـ

هغۀ ووئيل :” حکومت ته نجى سکولونو سره د معاملاتو فيصله کولو په حقله د مناسبې کړنلارې ټاکنې ته ضرورت دے ځکه چې وروستو پاتې سيمو کښې د مور پلار د پاره د تعليم په کاليو د بچو سينګارولو له د ذاتى مد سکولونو کښې د داخلولو نه علاوه هېڅ لاره نۀ وي ـ “

خو ولې کاشف مرزا وائي چې د ذاتى مد د سکولونو فيسونه په اوسط ډول د ١٠ نه ٢٠ سلنه پورې زياتولے شى ـ هغۀ ووئيل چې د مثال په توګه د اګست، ستمبر ٢٠١٥ء  فيس په حقيقت کښې د طالب علمانو د پرى پرائمرى نه پرائمرى، د پرائمرى نه مډل، يا د مډل نه سکينډرى او يا د هائر سکينډرى کچ ته د تللو له کبله زيات کړے شو ـ

ذکر شوو ثبوتونو کښې وئيلي شوي دي چې په ملک کښې قائم ١٧٣،٠٠٠ نجى سکولونو پرائيويټ شعبه کښې تر ټول زيات مېرمنو ته ملازمت ورکړے دے ـ

د پنجاب د تعليم وزير رانا مشهود سره په دې بابله د رابطې کولو څو وارې هڅې وکړے شوې ولې هغۀ څۀ تبصره ونۀ کړه ـ

خو ولې کاشف مرزا خبردارے ورکړو چې کۀ حکومت په مثبت ګامونو پورته کولو کښې ناکامۍ سره مخ کيږى نو د دې به د ذاتى مد تعليمى ادارو باندې او په ځانګړى توګه طالب علمانو باندې بيخى زيات منفى اثرات غورځيږي ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here