لاهور ( دردانه نجم ) پاکستان تحريک انصاف او حکومت په اسلام آباد، لاهور او بنو کښې د تحريک انصاف د پلوى مېرمنو د سپکاوى کوونکو عناصرو د پېژندګلو په بابله حېرانۍ سره مخ دي او ښځينه لارښودانو اعلى قيادت نۀ يوازې د ليدلو کتلو د لارې بلکې ليکلى ډول باندې هم خبر کړے دے چې په اسلام آباد کښې هم د پى ټى آئى کارمندانو د مېرمنو سپکاوے وکړو ـ

PTI-1PTI-2PTI-3د اسلام آباد په ايف نائن پارک کښې په ٢٤ اپريل ٢٠١٦ء ترسره شوې سياسى جلسه کښې د پاکستان تحريک انصاف د مېرمنو پلويانو سپکاوے شوے وۀ ـ په يکم مئى د لاهور په چيئرنګ کراس شوې جلسه کښې هم د دې بڼې پېښه وشوه ولې د دې زور څۀ قدرے کم وۀ ـ د خېبرپښتونخوا په ښار کښې هم د سپکاوى دغسې پېښه وشوه ـ د لاهور لاريون نه علاوه ، کوم کښې چې پى ټى آئى د مېرمنو کارمندانو د سپکاوى تور پاکستان مسلم ليګ نواز باندې ولګولو، پى ټى آئى په نورو لاريونونو کښې ښځو سره د بدسلوکۍ په پېښو کښې د پارټۍ د نارينه کارمندانو ککړېدو تصديق وکړو ـ

اسلام آباد کښې د پى ټى آئى مېډيا ونګ سره اړوند يوې سينئر مېرمن مشرې، د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ، نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د اسلام آباد په لاريون کښې چې ښځو سره څۀ وشول، د هغې په سېر کښې پوڼۍ هم مېډيا کښې رپورټ نۀ شول ـ

هغې ووئيل چې په روايتى توګه د مېرمنو انکلوژر سټېج سره نزدې جوړولے شي ولې دا ځل دا د جلسې د ځائے په اخر کښې هغه مقام باندې جوړ کړے شول چرته چې د اسلام آباد د ځنګل حدوونه ايف نائن پارک سره لګي ـ

د هغې وړاندې وېنا وه :” ښځو سره ټوونګې ټانګې اچول هغه وخت يو عام شان جرم معلوميږى کله چې د ګډون کوونکو مېرمنو تر قميصونو وشلولے شول ـ د ډېرو ښځو هسپتال ته تلل په سر شول ـ ” دغه مېرمن مشرې زياته کړه چې الميه خو دا ده چې سټېج نه هر څۀ ښکارېدل ولې هېچا څۀ کارروائى ونۀ کړه ـ انتظاميې په شکايتونو بيخى ځان کوڼ کړو ـ

د اسلام آباد نه د پى ټى آئى د قامى اسمبلۍ منتخب غړى اسد عمر د دې لاريون انتظامى چارې ترسره کولې ـ

دغه مېرمن مشرې ووئيل :” عمران خان د دې پېښې نه پس انصاف ټائيګر فورس تحليل کړے وۀ کوم چې د لاريونونو منتظم کولو او د هغې د څارنې ذمه وار دے ـ خو ولې بنيادى ذمه وار توصيف احمد او زبير نيازى، د چا د سترګو په وړاندې چې دا ډېره زياته ناوړه پېښه مخې ته راغله، ګوښه کړے شوي دي ـ “

هغې زياته کړه :” توصيف احمد، د اسد عمر خاص سړے وۀ او پارټۍ کښې هغۀ ته څۀ ذمه وارۍ ورکړے شوې نۀ وې ـ زبير نيازى د يوتهـ ونګ پنجاب صدر پاتې شوے دے ـ “

هغې په واضحه توګه ووئيل :” د اسلام آباد په لاريون کښې موجود ټول هلکان د پى ټى آئى سپورټران وو ـ هغوئ د بهر څخه نۀ وو راغلي ـ هغه هم زمونږه کارمندان وو چا چې د مېرمنو سپکاوے وکړو ـ “

هغې ووئيل چې هغه تر څۀ حده دا باور لرى چې لاهور کښې چې د پى ټى آئى په لاريون کښې څۀ وشول، هغه د پاکستان مسلم ليګ نواز چال وۀ ـ

نيوز لينز پاکستان اسد عمر سره د هغۀ د دريځ معلومولو د پاره رابطه وکړه ـ هغۀ د زبير نيازى پېژندګلو ونۀ کړه ـ خو ولې هغۀ ووئيل چې توصيف احمد د اسلام آباد د ريلى انتظامى چارو سره څۀ تعلق نۀ لرلو ـ

اسد عمر ووئيل :” د لاهور نه منتخب شوى د صوبائى اسمبلۍ غړى شعيب صديقى د ريلى نظامت کولو او د پى ټى آئى لارښود او اسلام آباد د يو يونين کونسل چيئرمين على اعوان د لاريون د سکيورټى او لاجسټکس چارو څارنه کوله ـ “

هغۀ د دې خبرې د منلو نه هم مخ واړولو چې د مېرمنو د پاره د پنډال په شا بندوبست شوے وۀ، هغۀ ووئيل چې رښتيا خو دا دي چې ښځې سټيج سره بيخى نزدې ناستې وې ـ هغۀ ومنله چې هلکانو ښځو له ديکې ورکړې تر دې چې سټېج ته د نزدې ورتللو د پاره خنډان ئې هم مات ګوډ کړل ـ

د اسد عمر ترمخه د دې ټولې پېښې د جائزې اخستو د پاره انکوائرى کميټى جوړه کړے شوې وه چې خپل رپورټ ئې جمع کړے دے او د ملزمانو د ټاکنې نه وروستو به پارټى د هغوي خلاف قانونى کارروائى کوى ـ خو هغۀ خبردارے ورکړو چې اخر به هم په حکومت دا ذمه وارى راځى چې ملزمان د انصاف منګولو ته راولي ـ

د مېرمنو د حقونو د پاره کار کوونکي ډېر مصنفين ښځو سره ټوونګې ټاګې هم د ” ريپ ” يو شکل ګرځوي ـ

د سياسياتو ماهر سعيد شفقت وائي چې د مېرمنو په سياسى جلسو کښې ګډون د پاکستان د سياسى ثقافت برخه پاتې شوې ده ـ خو ولې په دغه جلسو کښې چې به کومو مېرمنو ګډون کولو، هغه به په عمومى ډول د ګوند کارمندانې وې ـ هغۀ ووئيل چې د دغه مېرمنو به سړو سره اوږه په اوږه تربيت کېدلو چې په داسې لاريونونو کښې د څنګه رويې خپلولو ضرورت وى ـ هغوئ به نارينه ؤ سره ګډه کوله خو د دې باوجود به ئې ځان خوندى ګڼلو ـ

سعيد شفقت زياته کړه چې پاکستان پيپلز پارټۍ او متحده قومى موومنټ سره تعلق لرونکې مېرمنې دومره بهادرې وې چې کۀ په هغوئ به داسې څۀ حمله کېده نو سړي به ئې د قانون منګلو ته راوستل ـ دا هر څۀ به د تربيت په برکت ممکن کېدل کوم چې به ښځو او نارينه ؤ له په يو شان توګه ورکړے کېدلو ـ

هغۀ ووئيل :” د پاکستان تحريک انصاف د مقبوليت يوه لويه وجه د برنۍ ميانه طبقې د باغيتوب رويه هم ده ـ خو ولې د هغې څۀ تربيت ونۀ کړے شو کوم چې د سياسى کارمندانو د پاره ضرورى وى ـ د پى ټى آئى په لاريونونو کښې ښځې هډو د سره کارمندانې ګڼلے نۀ شي ـ “

سماجى کارمندې او د لوک ورثه ايګزيکټو ډائريکټرې ډاکټر فوزيه شفقت د قوانينو او راتلونکى وخت کښې د داسې پېښو د مخنيوى د پاره د کړنلارې د ټاکنې په بابله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په اولسى ځايونو د مېرمنو د سپکاوى د پېښو د مخنيوى د پاره دوه قوانين موجود دي ـ ” د ملازمت په ځائے کښې د مېرمنو د تحفظ ايکټ ٢٠١٠ء ښځو ته د ملازمت په ځائے کښې د ورپېښو ستونزو احاطه کوى او د تعزيرات پاکستان شق ٥٠٩ په اولسى ځايون، چې پکښې بازار، پبلک ټرانسپورټ، لارې او پارکوونه وغيره شامل دي ، باندې تحفظ ورکوى ـ “

د تعزيرات پاکستان د شق ٥٠٩ ترمخه: ” هر څوک کۀ د مېرمنو عزت ولوټى، يا د دې مقصد د پاره څۀ ټکے ادا کړى، اواز وکړى يا هر کوم څيز وکارؤى، او داسې ټکي يا اواز مېرمنې واؤري، يا داسې حرکت وويني د کوم چې د مېرمنو په ذاتى ژوند کښې لاس وهنه مقصد وى، نو دا يو جرم دے ـ”

ډاکټر فوزيه شفقت ووئيل چې د تعزيرات پاکستان د شق ٥٠٩ لاندې ځپلې شوې ډلې ذمه وار کسان د انصاف منګولو ته راوستے شي ـ هغې د افسوس څرګندونه وکړه چې د پاکستان سياسى ګوندونو د ملازمت په ځائے د مېرمنو د تحفظ ايکټ خپلو دفترونو کښې نافذولو کښې څۀ دلچسپى ښکاره نۀ کړه ـ

هغې خفګان ښکاره کولو سره ووئيل چې کۀ د دې قانون په بابله سنجيدګى ونۀ ښودلے شى نو هيڅوک د دې سياسى ګوندونو نه دا طمعه نۀ شى لرلے چې هغوي به د تعزيرات پاکستان د شق ٥٠٩ په حقله سنجيدګى ښکاره کړي ـ هغې دعوه وکړه چې داسې په وړومبى ځله نۀ ده شوې چې د پى ټى ائى په لاريونونو کښې د ښځو سپکاوے شوے وى ـ ډاکټ فوزيه شفقت ووئيل :” زمونږ د دهرنې په دوران هم قريباَ هره ورځ هم داسې خبرونه تر غوږو شوي دي ـ “

هغې زياته کړه :” تر اوسه هېڅوک ؤنۀ نيولے شول ـ دا اهمه ده چې پى ټى آئى ذمه وار کسان ونيسي ـ تر کومه چې په خپله توګه د انکوائرۍ کولو تعلق دے نو دا په دې معامله د پړدې اچولو تر ټولو زياته اسانه طريقه ده ـ قانون دې خپل کار ته پرېښودے شى ـ دا وخت مېرمنو باندې د دهرنې د تور نۀ دے بلکې د ملزمانو خلاف د کارروائۍ کولو دے ـ “

په مسلم ليګ نواز د لاهور لاريون کښې د مېرمنو د سپکاوى په تور د پنجاب اسمبلۍ غړې عظمى بخارى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پى ټى آئى ته په خپل ګرېوان کښې د کتلو ضرورت دے ـ هغې ووئيل چې د پى ټى آئى پلويان په فطرى ډول د ښځو د سپکاوى عادت دي ـ

د هغې وړاندې وېنا وه :” لاهور کښې د ښځو سپکاوى سره مونږ څۀ تعلق نۀ لرو ـ عمران خان او د هغۀ ټيم بايد په مسلم ليګ نواز د تورونو لګولو په ځائے د خپلو کارمندانو سياسى تربيت وکړي ـ

پنجاب حکومت په دې بابله تحقيقات پيل کړي دي او سب انسپکټرې بشرى د شکايت کوونکې په توګه ايف آئى آر درج کړے دے ـ

اربن ډويلپر او فارمن کرسچن کالج سره اړوند اسسټنټ پروفېسر ډاکټر امداد حسېن وائي چې سړي د اخلاقى ديواليه پن ښکار شوي دي ـ

هغۀ ووئيل چې مېرمنې کله راسې خپلواکه شوې دي او هغوئ نارينه حاکميت څخه ډډه کړې ده نو د سړو د پاره، په ځانګړې توګه اولسى ځايونو کښې ورته په دې ماحول کښې ځان ورسمول ګران ثابت شوي دي ـ  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here