لاهور ( دردانه نجم ) د پنجاب حکومت له خوا کورنيو ملازمانو ته د قانونى خونديتوب ورکولو هڅو ته د شک شهبې په نظر کتلے شى د کوم وجه چې د طريقه کار خنډان او د موجوده ليبر قوانينو نافذولو کښې د حکومت غير سنجيدګى ده ـ

د يوې غير سرکارى اندازې ترمخه ټول پاکستان کښې ٨٥ لکه کورني ملازمان موجود دي ـ ولې هيڅ يو ځانګړے قانون هم د کورنيو ملازمانو حقونو ته تحفظ نۀ ورکوى ـ د هغوئ د حقونو په حقله يو ريفرنس د کم نه کم اجرت د ١٩٦١ء ايکټ او پراونشل ايمپلائز سوشل سکيورټى آرډيننس ١٩٦٥ء شتون لرى ـ

د کم نه کم اجرت قانون، د کورني ملازم پيژندګلو هم د ملازم په توګه کوى او د سوشل سکيورټى آرډيننس د سيکشن ٥٥ ـ اے ترمخه ” هر مالک خپلو لګښتونو باندې د خپل کور د ملازم د علاج معالجې ذمه وار دے ـ”

د تېرو پينځو لسيزو راسې وفاقى او صوبائى حکومتونه د دې قوانينو د نافذولو جوګه نۀ شول د کومو چې بره ذکر شوے دے ـ ٢٠١٠ء کښې د اتلسم بدلون د منظورۍ نه وړاندې ليبر د وفاقى حکومت موضوع وه ـ

په ١٠ دسمبر ٢٠١٥ء لاهور هائى کورټ خپله غير معمولى پريکړه کښې پنجاب حکومت ته سپارښتنه وکړه چې هغه دې د ١٩٦١ء د کم نه کم د اجرت ايکټ نافذ کړى چې دا شان کورني ملازمان هم د حکومت له لورى د ټاکلى کم نه کم اجرت د قانون څخه ګټه پورته کړے شى ـ

دا پريکړه د يو کورنى ملازم صوبے خان له خوا د دائر کړے شوى درخواست د سماعت په دوران واؤرولې شوه ، چا چې د خپل ظالم او د حد نه زيات کار اخستونکو مالکانو شکايت کړے وۀ ولې چې هغوي خپلو ملازمانو سره د غلامانو په شان سلوک کوي ـ

پنجاب حکومت تر اوسه، د پنجاب ډوميسټک ورکرز پاليسۍ ٢٠١٥ء مسودې له ترتيب ورکوى ـ

د د ويمن ډويلپمنټ ډيپارټمنټ پنجاب سيکترې آمنه امام نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې پاليسۍ به ډيره زر منظور کړے شى او د دې اعلان به په ٨ مارچ ٢٠١٦ء کولے شى ، کومه چې د ميرمنو د نړيوالې ورځ په توګه نمانځلے شى ـ

د عوامى ورکرز پارټۍ، د ستر سيکتر فاروق طارق ترمخه کورنيو ملازمانو له قانونى تحفظ ورکولو کښې د حکومت ويره د مزدور ضد حکومتى پاليسو عکاسى کوي ـ هغۀ ووئيل چې هر حکومت هسې په خلۀ خو خوارى کښو سره د همدردۍ څرګندونه کوى ولې په حقيقت کښې هر حکومت د معاوضې د کم نه کم قانونو نافذولو کښې ناکامۍ سره مخ شوے دے ـ

” نجى شعبه کښې د کم نه کم اجرت د قانون خلاف ورزۍ درز کښې روانې دي، تر دې چې استاذانو له هم په قانونى توګه ټاکلې شوې تنخواه نۀ شى ورکولے نو د کورنيو ملازمانو خبره به څۀ وکړے شى ـ” طارق ووئيل ـ

د ايشيا پيسفک فورم ان ويمن له خوا ٢٠١٣ء کښې د شوې يوې څيړنې ترمخه پنجاب کښې ٥٦ سلنه کورنۍ ملازمانې د مياشتې يوازې د ١ نه ٢ زرو روپو پورې ګټي ( خواوشا د ١٠نه ٢٠ ډالر ) ـ

د څيړنې ترمخه د کورنيو ملازمانو اکثريت په ميرمنو مشتمل دے کومې چې د بې وزلۍ او کمزروى معاشى حالاتو له کبله د کور سنبالولو د پاره ملازمت کولو باندې مجبور وي، او بې روزګاره خاوندان د کورنيو خرڅونو کښې لږه ډېره برخه اچوى او يا هغوئ سره هيڅ نۀ وى ـ

فرزانه بيګم سکيم موړ لاهور سره نزدې يو کور کښې کل وقتى ( فل ټائم ) ملازمه ده ـ هغه د مياشتې ٤ زره روپۍ ګټي ـ

” ما ته يو کوراټر راکړے شوے دے ځکه نو زما مالکه طمع لرى چې زۀ دې د هغې هر کار وکړم ـ تر دې چې زما ١٦ کلنې لور نه هم طمع کولے شى چې هغه دې د کور په کارونو کښې زما لاس مرسته وکړى ـ ” فرزانه نيوز لينز پاکستان ته ووئيل ـ

١٥ کلنه روما راشد دوو بيلا بيلو کورونو کښې لوخى وينځي او د دواړو کورونو څخه په ګرانه ٤٢٠٠ روپۍ ګټه کوى ـ ” زۀ يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرم ـ زما مور پلار حق رسيدلي دي ځکه نو زما په سر د خپل ځان د پاره پخپله ګټه وټه کول وى ـ زۀ چرته سکول ته نۀ يم تلې په دې وجه ما سره د کورنۍ ملازمې جوړيدو نه علاوه بله کومه لاره نۀ وه ـ”

نيوز لينز پاکستان چې د کورنيو هر څومره ملازمانو سره خبره وکړه په هغوئ کښې يو ته هم د کورنيو ملازمانو په حقونو د شوې قانون سازۍ په حقله څۀ پته نۀ وه ـ

د آل پاکستان ويمنز ايسوسى ايشن ( اپوا )، اپريټنګ چيف آفيسر درشهوار، نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې ممکن ده چې پنجاب اسمبلۍ نه قانونو پاس کيدو کښې څو کلونه ولګى ـ

” دا يوه اهمه معامله ده، دا کوم کورنى ملازم ته د مکمل ملازم درجه ورکولو معامله نۀ ده ـ تر کومه چې د رجسټريشن يو پوره تربيتى نظام ورکړه او ملازمتونه پيدا کړے شوي نۀ وي ، تر هغې به د ټولو قوانينو باوجود د کورنيو ملازمانو څۀ پيژندګلو نۀ وى ـ” شهوار ووئيل ـ

د هغوئ وينا وه چې ٩٠ سلنه کورنيو ملازمانو سره، چا سره چې هغوئ د ټريننګ په لړ کښې کار وکړو، سره قومى شناختى کارډونه نۀ وو ـ

اپوا ١٠٠٠ ميرمنو ته د هنر ښودلو او سنديافته کورنيو ملازمانو جوړولو د پاره تربيت ورکوي ، دا تربيت د پنجاب حکومت د ويمن ايکچ ايمپاورنمنټ لاندې ورکولے شى چا ته چې د کينيډا د بهرنيو چارو د وزارت او د ټريډ اينډ ډويلپمنټ ( ډى ټى اے ايف ډى ) مالى مرسته ترلاسه ده ـ

تربيتى پروګرام کښې شاملې يوې بلې ميرمنې کارمندې د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ووئيل چې حکومت کورنيو ملازمانو ته په تربيت پيسې لګولو نه ډډه کوى ـ

د هغې وينا وه چې ” پيل کښې به مونږ يو کورنى ملازم ته په تربيت ورکولو ٢٤ زره روپۍ لګولې ولې تېره مياشت دا رقم ١٣ زره روپۍ کړے شو ـ زياتره پيسې د نورو منصوبو د پاره ځانګړې کړے شوې دي لکه ليپ ټاپ سکيم ـ”

خو ولې ټول سټيک هولډرز په دې خبره اتفاق لرى چې ليبر ډيپارټمنټ کښې د قانون نافذولو وړتيا نيشته ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله د ډائريکټوريټ جنرل آف ليبر ويلفيئر پنجاب کښې ډائريکټر لا اينډ پاليسى غلام عباس چيمه سره رابطه وکړه نو هغۀ تصديق وکړو چې محکمې سره ، د فنډز ، سټاف او نورو ضرورى اسانيو لکه ټرانسپورټ وغيره کمے دے ـ

” د تېرو ٢٠ کالو په دوران پنجاب کښې د فيکټريو شمير د ٤ زرو نه ١٦ زرو ته رسيدلے دے ولې د ليبر افسرانو شمير هم ٨٣ دے کوم چې وړاندې هم دومره وۀ ـ معامله د ليبر انسپکټرانو هم ده، هر څوک دا اندازه لګولے شى چې ټول پنجاب کښې به څومره دوکانونه وي ولې د هغې د کره کتنې د پاره د انسپکټرانو شمير يوازې ٧٣ دے ـ “

” مونږ د کورنيو ملازمانو په مسله کار کوو ـ معاملاتو فيصله کيدو کښې به وخت لګى ـ زمونږ عمله تربيت يافته نۀ ده او معامله د کورونو د خيال ساتلو ده چې چيلنج ثابتيدے شى ـ” د چيمه وينا وه ـ

د سپريم کورټ آف پاکستان ايډووکيټ شميم الرحمان، د کورنيو ملازمانو د خونديتوب د پاره د پنجاب حکومت هڅې زياتې وړاندې تلونکې نۀ وينى ـ

نيوز لينز پاکستان سره په فون خبرو اترو کښې د هغۀ وينا وه چې حکومت د صلاح مشورې په عمل باور نۀ لرى ، د دې په ځائے هغه د مسلې سمدستى هوارے غواړى ، هغه کۀ پاکستان کښې د کار ماحول سره يو شان والے لرى يا نۀ لرى ـ

هغۀ زياته کړه چې د وقتى انتظام په توګه حکومت په قانونى ژبه کښې د کورنيو ملازمانو منلو د پاره هغوئ د پوره ملازم په درجه کښې شاملولے شى ـ ” زۀ باور لرم چې ستونزه د قانون سازانو ذهينت دے ـ تر کومه چې هغوئ د کورنيو ملازمانو د حالت ښۀ کيدو په معامله کښې حساس شوے نۀ وي تر هغې هيڅ يو قانون بدلون نۀ شى پيدا کولے ـ”

په ٢٠ دسمبر ٢٠١٤ء په وړومبى ځل د پنجاب انډسټريل ريليشن ايکټ ٢٠١٠ء، لاندې د کورنيو ملازمانو يونين ډيپارټمنټ آف ليبر پنجاب کښې رجسټرډ کړے شو ـ

دا وخت د يونين ٢٣٥ غړي دي چې پکښې ٢٢٥ ميرمنې دي، د يونين صدره روما او نائب صدره ثمينه فاروق ده ـ ثمينې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې قانون سازى به ډير اوږد وخت اخلى ـ ” مونږ په دې پوهيږو چې دا يو د توقع په ضد سفر دے ـ مونږ تر اوسه د پاليسۍ په کچ يو ولې مونږ کم نه کم د کورنيو ملازمانو د منلو د پاره هيله مندې يو ـ”

هغې ووئيل چې د کورنيو ملازمانو د تربيت د پاره جارى کيدونکى فنډز دې نيغ په نيغه اړونده کسانو ته ورکړے شي ، اين جى اوز لکه اپوا ته دې ورنۀ کړے شى ځکه چې دلته زياتره فنډونه په ټګۍ ټورۍ وهلے شى او يا په بل کوم پراجيکټ لګولے شى ـ

” ما اپوا سره خبره کړې وه چې د تربيت مرکزونه دې په بيلابيلو ځايونو کښې جوړ کړے شي چې دا شان دې مرکزونو ته رسد اسان وى، ولې هغوي دا خبره رد کړه او اوس ميرمنې په څو څو ميله مزل کولو اپوا ته رسيږي او هغوئ ته د تګ راتګ کرايه هم نۀ شى ورکولے د کومې چې هغوئ سره وعده شوې وه ـ”

د انټى ګريټډ پراجيکټ ګورنمنټ آف پنجاب، پراجيکټ ډائريکټر ډاکټر جاويد ګل ووئيل چې په څرګنده توګه د يو لوے سيکټر کيدو له کبله کورنيو ملازمانو منظم کولو سره هغوئ د غربت د کشالې نه بهر ويستلے کيدے شي ـ

د هغۀ وينا وه چې کۀ د کم نه کم اجرت قانون نافذ شو نو د زياتره مالکانو د پاره به کورني ملازمان ډير ګران ثابت شي چې ورسره به د دغه ملازمانو ډيمانډ په رښتياؤ معنو کښې کم شى ـ د کار نه د ويستلو په صورت کښې حکومت دغو ملازمانو ته د وړو قرضو په ورکولو د خپل کاروبار غږ ورکولے شى ـ

شميم الرحمان ووئيل چې تر اوسه کورنيو ملازمانو د خپل باوقاره افرادى قوت په توګه د منظم کيدو خيال نۀ دے کړے ـ د دې جذبې په نۀ شتون کښې هيڅ يو قانون د هغوئ په ژوند کښې بدلون نۀ شى راوستے ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here