تهرپارکر، سندهـ: يو ورکوټے کرونده ګر منو مال کوهلى د خپلې لور وادۀ کولو په بابله سوچ کوى ـ هغه يوې هندى کورنۍ سره تعلق لرى، چې پاکستان تر ټولو لوے اقليت دے، دا کورنۍ د اوږدې مودې نه پس د خوشحالۍ دا لحظه نمانځى ځکه چې په تهرپارکر کښې څلور کاله  قحط سالى وه ـ

دا د بارانونو په وسيله ممکن شوې وه او ننګرپارکر کښې د ژوند رنګ يو ځل بيا په نظر راغلے دے د کوم له کبله چې ځائى کرونده ګر د پيازو د يو لوے فصل ترلاسه کولو جوګه شول ـ

د منو کوهلى تعلق د سندهـ سويلى ضلعې او د پاکستان تر ټولو لوے صحرا تهرپارکر ننګرپارکر تحصيل سره دے ـ

روان کال کښې د پيازو د فصل زيات کېدو له کبله ډېره ښه ګټه وټه شوې ده او دا شان منو کوهلى د خپل نيازبينې لور په وادۀ د يو لوے رقم لګولو جوګه شوے دے ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما ټوله کورنۍ ډېره خوشحاله ده ـ هغوي ټول دا غواړي چې هغه په کاليو کښې پټه کړى ، ښکلې روايتى جامې ګهاګهرا او چولى ورله جوړې کړي او جهېز ورکړي ـ ” د هغۀ په سترګو کښې خوشحالۍ څرګنده وه، هغۀ زياته کړه :” کۀ فصل نۀ وۀ شوے نو مونږ د دې ډول د دستورې کولو په حقله سوچ هم نۀ شو کولے ـ “

کوهلى او د هغۀ په پينځو وروڼو مشتمله شريکه کورنۍ د اتو مياشتو د اوږدې کروندې، د فصلونو د پيکنګ او د هغې د خرڅون نه وروستو اوس اوزګاره شوې ده ، هغوئ د تېر کال په اګست کښې کار پېل کړو کوم چې د روان کال په مارچ کښې ختم شو ـ دا کورنۍ کاسبو، د ننګرپارکر په رړکو کلى کښې مېشتۀ ده چا چې په پينځۀ ايکړه زمکه پياز وکرل ـ د کوهلى کورنۍ د اوسنيو کلونو په دوران د ښۀ پېداوار له کبله د پيازو کرونده زياته کړه ـ

منو کوهلى ووئيل :” مونږ څلور کاله مخکښې په دوه ايکړه زمکه پياو کرلي وو چې اووۀ سوه منه فصل ئې وکړو ـ روان کال کښې مونږ په پينځۀ ايکړه زمکه فصل وکرلو چې ١٢ سوه منه پياز ئې وکړل او داسې مونږ خواؤشا د شپږو لکو روپو بچ کولو جوګه شوي يوو ـ “

رړکو کښې يوازې هم د دوئ کورنۍ د خوشحالۍ دا لحظه نۀ نمانځى ، د دې کلى ابادى په دوو زرو کسانو مشتمله ده او د کرونده ګرو درې سوه کورنۍ پکښې ابادې دي ـ رړکو کلى او خواؤشا سيمو کښې د کرکروندې رجحان زيات شوے دے کوم چې د تهرپارکر په وچو علاقو کښې د باران د اوبو ذخيره کولو او د هغې ښۀ استعمال سره ممکن شو ے دے ـ

د ننګرپارکر د اوآن کلى د اوسېدونکى رام مال ميګهوار قيصه هم څۀ په دې څير ده، هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل شپږ کاله مخکښې مې په درې ايکړه زمکه فصل کرلے وۀ ـ روان کال کښې مې په ٢٢ ايکړه زمکه فصل وکرلو چې ورسره د اوو لکو روپو بچ کولو جوګه شوے ېم ـ “

هغۀ د نزدې راتلونکى وخت د منصوبو په بابله خبرو اترو کښې ووئيل :” زۀ د خپل کور سمولو منصوبه جوړوم ـ ” هغه د خټو او د پترۍ پلالې جوړ د خپل دوو کوټو د کور غوره کولو نه علاوه خپل بچي سکول ته لېږل او تعليم ترلاسه کول په خپلو سترګو کتل غواړى ـ رام مال ميګهوار ووئيل :” زما دوه زامن او يوه لور ده ـ د کرکيلې له کبله ولې چې خوشحالى نه ده پاتې شوې د کوم له کبله چې ورله بچو ته تعليم ورکول ممکنه نۀ وه ـ ”

د ننګرپارکر تحصيل ايډمنسټريټر غلام ياسين پنهور ترمخه روان کال کښې په دوه زره ايکړه زمکه د پيازو فصل وکرلے شو کوم چې په ٢٠١٢ء کښې د زر ايکړه زمکه نه هم په لږه کرلے شوے وۀ ـ هغۀ زياته کړه :” هر څو کۀ د دې نرخ په ټول سيزن کښې د پينځو سوو نه زر روپۍ من پورې وۀ ولې د دې اوسط قيمت يو نيم کروړ روپۍ وۀ ـ ” د غلام ياسين پنهور وېنا وه :” د باران د اوبو د غوره کارؤلو له کبله د ننګر پارکر کلى والو سيمو لکه کرن جهار، کاسبو او ادهى غام وغېره کښې د سبزيانو کرونده زياته شوې ده ـ “

ننګر پارکر د سندهـ په سويلى ختيز کښې او د صوبائى دارالحکومت کراچۍ نه د ٥٣٠ کلوميټرو په مزل پروت دے ـ د يوې اندازې ترمخه د ننګرپارکر ابادى په ٨٠ زره کسانو مشتمله ده چې د بيخى زياتې بې وزلۍ ژوند تېروي لکه چې ٩٠ سلنه ابادى د غربت د کرښې نه لاندې ژوند تېروي ـ

د سندهـ حکومت ننګرپارکر يوه داسې سيمه ګرځوى چرته چې د اوبۀ خور نظام موجود نۀ دے ولې هغوي دا ” د ډيمونو جوړولو د پاره مناسبه ګڼى چې دا شان د باران د اوبو په کارؤلو فصلونه وکرلے شي ـ “

سماجى کارمند بهارومل عمرانى وائي :” د تهرپارکر بيخى زرخېزه او شګلوړه پټي د پيازو د کروندې د پاره بيخى سمه ده ځکه چې دې د پاره د لږو اوبو ضرورت پېښيږى ـ ” دا باور لرلے شى چې تهرپارکر د نړۍ د ټولو نه سمسوره صحرا ده ـ

هغۀ زياته کړه :” د پيازو د کروندې نه علاوه دې پټو کښې د حکومت په سرپرستۍ کښې الو، زيره او ټماټر هم کرل پکار دي ځکه چې دې ته د لږو اوبو ضرورت وي ـ دې سره به نۀ يوازې د غربت ځپلو کرونده ګرو معاشى حالت ښۀ شى بلکې تازه سبزۍ به هم شتون ولري چې ورسره به له قحطه پېدا کېدونکے غذائى قلت ختم کړے شى ـ “

بهارومل عمرانى ووئيل :” دا باور لرلے شى چې ننګرپارکر کښې کرلے کېدونکي نسرپورى پياز په سندهـ کښې د کرلے کېدونکو پيازو د نور قسمونو نه زياته موده تازه پاتې کيږي ـ “

د سندهـ حکومت د شمېر شمېرې ترمخه :” د موجود ډېټا په اساس د ننګر پارکر په بيلابيلو سيمو کښې کليز ورېدوونکے اوسطاَ باران د ١٩٢٦ء نه د ٢٠٠٩ء ترمنځه ٣٤٠ ملى ميټر يا ١٣ اعشاريه ٤ انچ وۀ ـ د سرکارى شمېر شمېرې څخه دا هم په ډاګه کيږى چې د تېرو څلورو کالو د ٢٠١٢ء نه تر ٢٠١٥ء د وچ کالۍ په دوران ننګرپارکر کښې په ترتيب ٣٦٥، ٧٤١ ، ١٥٥ او ٣٥٠ ملى ميټر د کال په حساب باران وشو ـ ماهران وائي چې په وچ کالۍ قابو موندلو د پاره له بارانونو ترلاسه کيدونکې اوبه زيات نه زيات کارؤل پکار دي ځکه چې د وچ کالۍ له کبله دا سيمه ځپلے شى ـ دا سيمه د تېرو دريو لسيزو راسې په مستقله توګه وچ کالۍ سره مخامخ پاتې شوې ده ـ

په سيمه کښې د کار کونکى غيرسرکارى تنظيم بانهـ بيلى استازے خان محمد مرى وائي :” تهرپارکر کښې باران او يا د زمکې دننه اوبۀ کارؤلے شى ـ دا اندازه مرتب کړے شوې ده چې د هغو کلولو په دوران کله چې بارانونه په مناسب مقدار کښې وشي، تهرپارکر صحرا کښې د کروندې د پاره زيات نه زيات موجودې اوبۀ د ١٢ لکه خلقو او ٤٠ لکه څاروو د ټول کال استعمال د پاره پوره وى ـ زياتى اوبۀ په يو نيم لک ايکړه زمکه د کروندې د پاره کارولے کيدے شي ـ “

٢٠٠٧ء کښې د سندهـ حکومت د اوبۀ خور محکمې سندهـ سمال ډيمز آرګنائزيشن ( ايس ډى او ) جوړ کړو کوم چې تهرپارکر کښې د وړو ډيمونو او اوبو ذخيرې جوړول پيل کړل ـ

د ننګرپارکر د ايګزيکټو انجينئر خالد نواز داهر ترمخه اوو بندونه رن پور بند، خرورو بند، مالجى بند، بهورے سربند، ټانک بند، ټوبريو بند او لخى جو واډيو بند مکمل کړے شوي دي او په څلورو منصوبو کار روان دے ـ

د حکومت نه علاوه غيرسرکارى تنظيمونه هم ننګرپارکر او خواؤشا سيمو کښې د اوبو د ذخيرو جوړولو د پاره کار کوي ـ د کرن جهار غرونو په خواؤشا علاقو کښې ١٣ واړۀ ډيمونه جوړ کړے شوي دي چې پکښې څلور بانهـ بيلى جوړ کړي دي ـ محمد خان مرى ووئيل :” د تهرپارکر ٨٥ سلنه د زمکې دننه اوبۀ ترخې دي ـ د کرن جهار غرونو خواؤشا جوړ شوى ډېمونه د زمکې دننه د اوبو د کچ زياتولو يوه لويه وسيله ده د کوم له کبله چې د باران په اوبو اډاڼه زياتېږي ـ” د سماجى کارمندانو ترمخه تېر کال د ورېدلو بارانونو له کبله کرن جهار کښې کوهي راډک شوي وو او د ډېمونو سطح لوړه شوې وه ـ

دا شان دې سيمه کښې کار کوونکى يو بل غېر سرکارى تنظيم تهرديپ رورل ډويلپمنټ پروګرام ( ټى آر ډى پى ) ٢٠١٢ء او ٢٠١٣ء کښې د ننګر پارکر په کليو کاسبو، سکهـ پور او سابوسان کښې درې ډېمونه جوړ کړي وو ـ

د ټى آر ډى پى استازے على جونيجو وائي :” د تېرو دوو کالو په دوران د هغوي د ادارې له لورى د جوړو شوو ډېمونو په خواؤشا سيمو کښې د زمکې دننه د اوبو سطح ښۀ شوې ده ، هر څو کۀ د دې مودې په دوران ډېر زيات بارانونه نۀ دي شوي ـ “

رام مال ميګهوار، د على جونيجو او محمد خان مرى نقطه نظر سره متفق دي ـ هغۀ ووئيل :” اووۀ کاله وړاندې د زمکې دننه د اوبو کچ ٧٠ فټه ژورتيا کښې وۀ ـ د تېرو بارانونو له کبله اوس دا کوهے ډک شوے دے ـ “

سياسى او انتظامى واکمن د بارانونو د اوبو کارؤلو سره کرکيلې ته د ودې ورکولو د تصور پلوي نۀ دي ـ د صوبائى تهرپارکر ريليف کميټۍ، چې خلقو ته د اوبو، صحت او بنيادى اسانيو د نۀ ورکولو له کبله نيوکو سره مخامخ ده، کوارډينيټر او اقتدار کښې د راغلې پاکستان پيپلز پارټۍ لارښود سينيټر تاج حيدر د حکومت لخوا د سيمې خلقو ته د باران د اوبو د استعمال په ذريعه لويه پيمانه باندې د کروندې د پاره د انفراسټرکچر نۀ ورکولو حمايت کوي ـ

هغه وائي :” د بارانونو د اوبو په استعمال کښې راوستل د کر کروندې ټول عمرى هوارے نۀ دے ځکه چې د بارانونو اوبۀ د اوبۀ خور مستنده وسيله نۀ ده ـ د هغۀ ترمخه تهرپارکر کښې د زمکې دننه اوبۀ لږې نۀ دي د کومو له کبله چې په ترخو اوبو کرکروندې ته د ودې ورکولو ضرورت دے ـ د سينيټر تاج حيدر وړاندې وېنا وه:” مونږ په اسلام کوټ ( د تهرپارکر يو بل تحصيل ) کښې په ترخو اوبو کرکرونده تر يو حده کاميابۍ باندې ليدلې ده ـ مونږ بايد دغه لورى ته پاملرنه وکړو ځکه چې دا طريقه کار بريالے شوے دے ـ “

د پيازو د غوره فصل پېدا کېدو له کبله د کرن جهار او خواؤشا سيمو څخه کډې کول کم شوي دي ـ منو کوهلى وائي :” رړکو نه اوس کډې نۀ کيږي ـ خلقو به د سندهـ د سمسورو ضلعو لورى ته کډې کولې چرته چې به هغوئ په پټو کښې د مزارع  په توګه کار کولو ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here