پېښور: عبدالکريم د نمر د تاؤ نه بچ کېدو د پاره د خورې ورې  ونې سيورى ته ناست دے ـ د هغۀ په ٣٠ کسانو مشتمله کورنۍ هم هغۀ سره خوا کښې ناسته ده ، هغوئ سره خواؤ و شا کښې زرګونه نور افغان کډوال هم موجود دي ، ټول په خولو جب  جوب دي او د ونې خوا ته يو نيم تن د يوکلپټس سورى له راځي ـ

Afghan Refugees waiting outside the Voluntary Repatriation Centre: Photo by News Lens Pakistan/
Afghan Refugees waiting outside the Voluntary Repatriation Centre: Photo by News Lens Pakistan/

يوه هفته وشوه چې عبدالکريم او د هغۀ کورنۍ د پېښور پېوست چمکنى علاقې ته راغلي دي چرته چې سړي، ښځې او ماشومان د رضاکارانه بحالۍ مرکز ( وى آر سى ) کښې د مرستې د پاره د اندراج کولو په غرض د شين اسمان لاندې انتظارکوي، دا اداره د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د هائى کمشنر ( يو اېن اېچ سى آر ) لاندې چلولے شى کومه چې افغان کډوالو ته د هغوئ کورونو ته واپسۍ کښې مرسته ورکوي ـ

هره ورځ دلته په زرګونو مهاجرين افغانستان ته د واپس تګ نه وړاندې مالى ملاتړ او ټرانسپورټ کښې د مرستې ترلاسه کولو د پاره د خپل اندراج له راځي ځکه چې پاکستان کښې د هغوئ د قيام موده ختمېږى ـ د پاکستان واکمنو د افغان کډوالو دلته اوسېدو کښې څو ځله فراختيا کړې ده ـ دا ځل ٣١ مارچ ٢٠١٧ء حتمى تاريخ ټآکلے شوے دے ـ

عبدالکريم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” هغه او د هغوئ کورنۍ د رجسټرېشن په انتظار کښې د ځناورو په شان ژوند تېروي ـ دلته د ايسارېدو څۀ عارضى چت نيشته، د څښلو صفا اوبه شته او نۀ هم د ټټۍ څۀ سهولت شته ـ ” هغوئ په زمکه غوړولې شوې خيرنه شان چټائۍ باندې ناست وو ـ

پاکستانى حکومت دسمبر ٢٠١٤ء کښې په آرمى پبلک سکول د ترهه ګرۍ د شوې حملې نه پس د افغان کډوالو په حقله بې لچکه پاليسى خپله کړې وه په کومه کښې چې د ١٤٠ نه زيات ماشومان مړۀ شوي وو ـ دا منصوبه افغانستان کښې موجودو ترهه ګرو جوړه کړې وه او هم هغوئ د دې ذمه وارى قبوله کړې وه ـ په آرمى پبلک سکول د ترسره شوې حملې نه پس د ترهه ګرۍ د مخنيوى د پاره د تشکيل کړے شوى قومى اېکشن پلان په ٢٠ نکاتو کښې يو دا هم دے چې د افغان مهاجرينو د رجسټرېشن د پاره دې جامع پاليسى جوړه کړے شى ـ

افغان کډوالو په وړومبى ځل افغانستان کښې د روس د مداخلت نه وروستو پاکستان ته مخه کړې وه ـ تر دې چې د افغانستان څخه د روس د وتلو نه پس هم افغانستان غېرمستحکم پاتې شو او د امن او جنګ په مختلفو دورونو کښې د کډوالو پاکستان ته د راتګ او واپسۍ لړۍ جارى پاتې شوه ـ افغانستان کښې د عدم استحکام د درېو لسيزو په دوران پاکستان د ٣٠ لکو نه د زياتو کډوالو مېلمستيا وکړه ـ

:Photo by News Lens Pakistan/
:Photo by News Lens Pakistan/

د ناصر پور نه څوکنو پوليس سټېشن پورې جى ټى روډ باندې دوه سوه ټرکونه ولاړ دي کوم چې د واپس تلوونکو افغانانو د سامان څخه ډک دي، هغوئ افغانستان ته تللو د پاره د کليئرنس ترلاسه کولو او د مرستې اخستو د پاره د خپل نمبر انتظار کوى ـ کډوال د يو اېن اېچ سى آر د عملې لخوا د پېژندګلو د تصديق د پاره د سترګو سکېن او پروف آف رجسټرېشن کارډ، کوم چې دا په ډاګه کوى چې هغوئ په پاکستان کښې د کډوال په توګه رجسټرډ دي ، تصديق کولو سره افغانستان ته ځي ـ

د يو اې اېچ سى آر نه د څلور سوه ډالرو مالى مرستې ترلاسه کولو د پاره د رجسټرډ کډوالو د پاره دا کارروائى ترسره کول ضرورى ده ـ

د يو اېن اېچ سى آر ترمخه پاکستان کښې د ١٥ لکه نه زيات رجسټرډ افغان کډوال دي ـ د يو اېن اېچ سى آر د پېښور اېکسټرنل ريلېشنز اېسوسى اېټ صمد خان ووئيل چې يو اېن اېچ سى آر ته دسمبر ٢٠١٦ء پورې د ټولو افغان کډوالو واپسى عمل کښې راوستل دي ـ

٢٥ کلن محمد سلېمان، چې پاکستان کښې وزېږېدو او لوئې شو، وائي چې هغه او د هغوئ کورنۍ د تېرو اتو ورځو راسې انتهائى سختو حالاتو کښې د وى آر سى نه بهر انتظار کوي ـ

په خولو جب جوب محمد سلېمان اوښکو بهېولو سره ووئيل :” پاکستان کښې د ژوند د پرسکونه مياشتو او کلونو تېرولو نه پس هغۀ کله هم دا سوچ نۀ وۀ کړے چې په ژوند کښې به بيا چرته داسې پرېشانۍ سره مخ شى ـ ” هغۀ ووئيل چې هغوئ د خوراک په عارضى تېلو خرڅېدونکي غېر معيارى څيزونه په ګرانه بېعه اخستل ځکه چې هغوئ د دې ځائے نه چرته نۀ شى تللے ـ

محمد سلېمان وائي :” تر دې چې هغوئ د واکمنو د پام راګرځولو د پاره احتجاج هم نۀ شى کولے ځکه هغوئ پوليس سره د جګړې تاب نۀ لر لکه څنګه چې هغوئ خپلې کورنۍ سره دي ـ “

عبدالکريم ووئيل د هغوئ انتظار دا وخت اوږدېږى ځکه چې په وى آر سى تعينات پوليس اهلکار او ګارډ د بيلابلو کورنيو څخه ١٠ زره روپۍ رشوت اخستو سره هغوئ په قطار کښې مخکښې ودروي او وى آى سى تللو ته ئې پرېږدي ـ هغۀ زياته کړه :” پاکستان کښې واکمن دا د افغانانو څخه د رقم تروړلو د اخرى موقعې په توګه ويني ـ “

خو ولې پوليس اهلکارو ا و ګارډز دا تورونه رد کړي دي ـ يو ګارډ، د خپل نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ولې چې هغۀ ته مېډيا سره دخبرو اترو کولو اجازت نيشته، ووئيل :” هغوئ داسې بې څوکه او بې وزله خلقو سره د داسې کولو سوچ هم نۀ شي کولے ـ”

محمد سلېمان ووئيل په وى آر سى د تعينات واکمنو دا رويه هم ” نامناسب ” ده ـ هغۀ ووئيل چې په هغوئ کښې ډېر د هغوئ د خپل ملک دي ـ د محمد سلېمان وړاندې وېنا وه :” د يو اېن اېچ سى آر يا افغان سفارت خانې کوم اهلکار د دې اتو ورځو په دوران د هغوئ د ستونزو په حقله هډو څۀ پوښتنه ونۀ کړه ـ ”

 هغه ووئيل چې په وى آر سى ځنډ سره د بحالۍ د عمل له کبله په زرګونو افغان کډوال د څو ورځو راسې د مرکز نه بهر د شين اسمان لاندې په اوسېدو مجبور دي ـ

Voluntary Repatriation Centre in Chamkani/ Photo by News Lens Pakistan/
Voluntary Repatriation Centre in Chamkani/ Photo by News Lens Pakistan/

څوکنو، پېښور کښې موجود وى آر سى د خېبرپښتونخوا صوبې يوازينے د بحالۍ مرکز دے ـ سرحدى صوبه بلوچستان کښې يو بل قائم دے او هغه هم د افغان کډوالو مېلمستيا کوى ـ پېښور کښې قائم وى آر سى ته د خېبرپښتونخوا، ازاد کشمير او تر دې چې د پنجاب نه هم افغان مهاجرين راځي ـ

صمد خان ووئيل چې يو اېن اېچ سي آر د کډوالو دومره زيات شمېر نۀ وۀ لېدلے ـ هغۀ زياته کړه چې :” د يو اېن اېچ سي آر لخوا د مرستې د رقم د دوو سوو ډالرو نه څلور سوه ډالر کولو او د پاکستان د حکومت د افغان کډوالو په حقله د بې لچکه پاليسۍ له کبله د واپس تلوونکو کډوالو شمېر زيات شوے دے ـ “

صمد خان ووئيل چې د يکم جنورى ٢٠١٦ء نه تر اوسه ١٠،١٩٨ کورنۍ ( ٥٠،٠٣٣ کسان ) مرکز کښې رجسټرډ شوي دي چې پکښې  ٨،٨٤٢ ( ٤٣،٧٧٣ کسان ) د ١٨ جولائى نه تر اوسه رجسټرډ شوي دي چې د روزانه په حساب پينځۀ سوه کورنۍ جوړېږي ـ

صمد خان ووئيل چې د کډوالو د زياتېدونکى شمېر په رڼا کښې يو اېن اېچ سي آر په نوښار کښې د يو بل وى ار سى قائمولو منصوبه بندى کوى ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې يو اېن اېچ سى آر د واپس تلوونکو افغان کډوالو د مرستې د پاره د کار په وخت زياتولو او د هفته وارى چوټۍ په ختمولو هم غور کوى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here