کراچۍ: د پاکستان مذهبى جماعتونه د مدرسو د رجسټرېشن د پاره د سندهـ حکومت د مجوزه قانون خلاف احتجاج کوى څنګه چې قانون نافذوونکو ادارو عسکريت خوښو ډلو سره د تعلقاتو له وجې د ٥٣ مدرسو نوم اخستے دے او نورې ١٦٧ ئې د نۀ رجسټرډ کېدو په بنياد بندې کړې دي ـ

د سندهـ د ترهه ګرۍ د مخنيوى د محکمې يو سينئر افسر ثناء الله عباسى ټروتهـ ټريکر سره خبرو اترو کښې ووئيل :”  دسمبر ٢٠١٤ء کښې د قومى اېکشن پلان نافذېدو نه پس سندهـ پوليس ١٦٧ غېر رجسټرډ مدرسې بندې کړې دي ـ ” هغۀ زياته کړه چې پوليس به د مدرسو نه د ترهه ګرو د وتلو پورې کارروائۍ روانې ساتي ـ

ثناء الله عباسى ووئيل چې حکومت ته د ترهه ګرو د مرستې د مخنيوى د پاره د مدرسو د رجسټرېشن په حقله قوانينو کښې د اصلاحاتو کولو ضرورت دے ـ

هغۀ ووئيل :” سندهـ پوليس اوس اوس د صوبې د ٧٧٢٤ مدرسو جيوټيګنګ ترسره کړے دے چې پکښې ٣١١٠ صرف په کراچۍ کښې دي ـ ” هغۀ دا هم ووئيل چې د دې ګام له کبله به قانون نافذونکو ادارو ته مدرسو او د دې د امداد په نظام نظر ساتلو کښې لاس مرسته ترلاسه شى ـ ثناء الله عباسى ووئيل :” مونږ ته د هغو مدرسو درک لګول دي چې عسکريت خوښۍ کښې ککړې دي ـ “

د ترهه ګرۍ د مخنيوى د محکمې نه ترلاسه شوې شمېر شمېرې څخه دا په ډاګه کيږى چې د کراچۍ د ٣٠ مدرسو ترهه ګر تنظيمونو سره رابطې دي ـ دا شان د حېدرآباد د ١٢، د سکهر د شپږو، د لاړکانې د څلورو او د ګهوټکى د يوې مدرسې عسکريت خوښو تنظيمونو سره رابطې دي ـ

د ترهه ګرۍ د مخنيوى محکمه قانون نافذونکو نورو ادارو سره په شريکه د صوبې د ٣٣ مدرسو نګرانى کوى ـ

د سندهـ حکومت په ٢٠ اګست د قانون سازۍ کولو اعلان وکړو ، د سندهـ کابينې د مدرسو د پاره د مجوزه بل ډرافټ منظورى ور کړې ده ـ

د سندهـ د وزيراعلى قانونى صلاح کار بېرسټر مرتضى وهاب صديقى ووئيل :”  دا قانون د قومى اېکشن پلان مطابق دے ، کوم چې دسمبر ٢٠١٤ء کښې د وفاقى حکومت لخوا د ترهه ګرۍ د مخنيوى يوه نافذ کړے شوې پاليسى ده ـ دې بل کښې د سندهـ د مدرسو په بابله د ټولو مسلو احاطه شوې ده په کومو چې د قومى اېکشن پلان لاندې د قابو موندلو ضرورت دے ـ “

د ښى لاس مذهبى سياسى ګوندونه په دې مجوزه قانون تحفظات لري او هغوئ دا اعلان کړے دے چې هغوئ به د دې نوى قانون لاندې رجسټرېشن نۀ کوي ـ جمعيت علماء اسلام ( ف ) سندهـ د دې مجوزه قانون په ضد د احتجاج کولو اعلان کړے دے او په يکم ستمبر ٢٠١٦ء ئې کراچۍ کښې د بل خلاف احتجاجى ريلى هم ووېستله ـ

د جمعيت علماء اسلام ( ف ) سندهـ څانګې عمومى سېکتر راشد محمود سومرو ووئيل :” حکومت مدرسو ته د مشروط رجسټرېشن وېنا کړې ده ـ مونږ به د مدرسو د رجسټرېشن په حقله هيڅ قسمه شرطونه ونۀ منوو ـ دا شان مونږ د شرطونو نه بغېر مدرسو رجسټرډ کولو ته تيار يوو ـ “

د موجوده قانون لاندې د رجسټرډ شوو مدرسو د پاره لويه مسله دا ده چې هغوي ته وئيلے شى چې دوباره دې رجسټرېشن وکړي ـ د نوى مجوزه قانون لاندې به مدرسو ته تر ټولو وړاندې د داخله محکمې د صوبائى سېکرټرى، سندهـ بلډنګ کنټرول اتهارټى او متعلقه ضلعې ډپټى کمشنر نه د نو آبجېکشن سرټيفيکېټ اخستلو ضرورت وى ـ

د مدرسې انتظاميې ته به د اېن او سى ترلاسه کولو د پاره صوبائى واکمن د مدرسې د تعمير او غېرملکى طالب علمانو د تفصيل په اړه خبرول وى ، غېر ملکى طالب علمانو ته به د خپل پلرنى ملک نه هم اېن او سى ترلاسه کول وى او د مدرسې انتظاميې ته به د ګټې وټې ذريعې هم په ډاګه کول وى ـ

راشد محمود سومرو د رجسټرېشن په دې عمل کښې د شاملېدو نه په صفا ټکو کښې انکار وکړو ، هغۀ ووئيل :” مونږ ته د مذهب د تدريس يا تبليغ د پاره د خصوصى اجازت ترلاسه کولو ضرورت نيشته ـ “

هغۀ ووئيل :” سندهـ حکومت مونږ سره دا وعده کړې وه چې قانون سازۍ ته به مذهبى جماعتونو او دينى عالمانو سره د صلاح مشورې نه پس حتمى شکل ورکولے شى ـ “

خو ولې هغۀ خبردارے ورکړو :” کۀ د سندهـ حکومت په خپله وعده عمل کولو کښې پاتې راځى نو مونږ به يو ځل بيا احتجاج کوؤ ـ “

راشد محمود سومرو کالعدم يا عسکريت خوښو تنظيمونو سره د مدرسو د رابطو نه هم انکار وکړو ـ هغۀ ووئيل :” دا ټول تورونه بې بنياده دي ـ مونږ د ترهه ګرۍ يا انتهاخوښۍ حمايت نۀ کوؤ ـ “

دا بل يو کال مخکښې سندهـ اسمبلۍ کښې پېش کړے شوے وۀ ولې د مذهبى جماعتونو د سخت مخالفت له کبله منظور شوے نۀ وۀ ـ د مذهبى چارو پخوانے صوبائى وزير ډاکټر عبدالقيوم سومرو وائي :” حکومت مذهبى ګوندونو او عالمانو سره څو ځله ليدل کتل وکړل ولې ترمينځه ئې اتفاق راغلو ـ “

د سندهـ د خزانې او صنعت د محکمې نه ترلاسه کړے شوې شمېر شمېره دا په ډاګه کوى چې صوبه کښې ١٦ زره مدرسې دي او په دې نيم په نيمه غېر رجسټرډ دي ـ

د اسلاميه يونيورسټى بهاولپور د ميډيا سټډيز شعبې لخوا ٢٠١٢ء کښې د شوې څېړنې نتيجې دا څرګندوي چې مدرسو کښې دا زياتوالے د پخوانى فوځى آمر جنرل ضياء الحق په دور کښې راغے کله چې د دې مدرسو طالب علمان په انتهاخوښو نظرياتو معموره کړے شول او د سوويت فورسز خلاف جنګېدو د پاره افغانستان ته ولېږلے شول ـ

دغه رپورټ کښې وړاندې دا وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې د مدرسو د اصلاحاتو هر کوشش ناکام شوے دے چې وجه ئې نيمګړے تفتيش او نامناسبه غېر رښتونې قانون سازى ده ـ
د تحقيقى مقالې ترمخه د ازادۍ په وخت پاکستان کښې د مدرسو شمېر ٢٤٥ وۀ کوم چې اوس خواؤشا ٥٠ زره دے ـ

رجسټرډ مدرسې پينځو بوډونو سره تړلې دي کوم چې نصاب تشکيلولو، د امتحان نګرنۍ او د فيسونو ټاکلو کښې لاس مرسته کوي ـ

د وفاق المدارس مشر مولانا حنيف جالندهرى هم مجوزه بل رد کړے دے ـ هغۀ ووئيل چې د پاکستان حکومت ٢٠٠٤ء او ٢٠١٠ء کښې دا وعده کړې وه چې هغه مدرسې، کومې چې د موجوده قانون لاندې د وړاندې راسې رجسټرډ دي، هغوي ته به دوباره د رجسټرېشن وېنا نۀ شى کولے ـ هغۀ زياته کړه چې سندهـ حکومت وفاق سره هم د مشورې کولو وعده کړې ده ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here