کراچۍ ( فرحانه نيازى ) د پاکستان تر ټولو لوے ښار کراچۍ کښې د ويلنټائن ډے ( د مينې نړيواله ورځ ) د راتګ نه يوازې يوه ورځ وړاندې يعنى په ١٣ فرورى د ښار په مرکزى لارو ايم اے جناح روډ او شاهراه فيصل باندې سپين پس منظر کښې د سور او تور رنګ په عبارت سينګار شوي اشتهارى بورډونه مخې ته راغلل، چې پکښې د قرآن او حديث حوالو سره د ، نو ټو ويلنټائن ډے، پېرائې ليکلې شوې وې ـ او يو ګوټ کښې د اسلامى تنظيم پېغام، د نظام خلافت قيام هم په ډاګه وۀ ـ

د تنظيم اسلامى  پاکستان بانى ډاکټر اسرار احمد وۀ ـ دا تنظيم په پاکستان کښې د خلافت د نظام راوستل غواړى ـ د کوم مرکزى دفتر چې لاهور کښې دے ـ تنظيم د دې مقصد د پاره د درس و تدريس دستورې ترسره کوي چې پکښې سړي او مېرمنې دواړه ګډون کوي ـ

کراچۍ کښې تېرو ورځو کښې د نيولو شوو شدت خوښو تېر وخت کښې نيغ په نېغه يا د چا په ذريعه تعلق تنظيم اسلامى سره پاتې شوے دے ولې اسلامى تنظيم هغوئ سره د تعلق نۀ لرلو څرګندونه کړې وه ـ

کراچۍ کښې د پوليس د ترهه ګرۍ د مخنيوى د يونټ انچارج راجه عمر خطاب د نيوز لينز پاکستان نمائنده سره مخ په مخ ليدلو کتلو کښې ووئيل چې اسلامى تنظيم اوس د خلافت نه د عسکريت خوښۍ لورى ته پام اړولے دے ـ

” دوه قسمه خلقو به د تنظيم اسلامى د پليټ فارم نه کار کولو او تبليغ به ئې کولو او د خلافت د قيام بلنه به ئې ورکوله ولې په هغوئ کښې عسکريت نۀ وۀ خو کله چې د هغوئ خپل منځى اختلافات پېدا شول نو بيا د هغوئ تندلاريتوب د خلافت رامنځته کولو د پاره د عسکريت لورى ته لاړو ـ”

ياده دې وى داعش د خلافت د قيام د پاره هلې ځلې کوى او د يو خپلواکه اسلامى رياست جوړولو هڅه کوى ـ د القاعده په شان اوس پاکستان کښې هم د دولت اسلاميه اثرات په نظر راځي ـ

د کال ٢٠١٥ء په دسمبر کښې د داعش په اړه يو بل کوټلے حقيقت مخې ته راغلو کله چې راجه عمر خطاب په کراچۍ کښې يو پريس کانفرنس کښې دعوه کړې وه چې ښار کښې داعش سره تړلې د ښځو يوه ٢٠ تنى ډله هلې ځلې کوي کومه چې د مېرمنو د ذهنونو جوړولو، چندې راغونډولو او د شدت خوښو د ودونو انتظام کوي ـ

د راجه عمر خطاب ترمخه “کۀ د کومې مېرمنې خاوند شدت خوښى تنظيم سره اړوند لرى نو په يقينى توګه د هغې مېرمنې سوچ به هم د هغۀ په شان وى له دې کبله هغه دغه تن سره دومره سخت ژوند تېرولے شى ـ”

پاکستان کښې د داعش موجودګى تر ټولو وړاندې په کراچۍ کښې هغه وخت څرګنده شوه کله چې په دېوالونو د داعش په حمايت کښې چاکنګ وکړے شو ـ د کوم نه پس چې د کراچۍ په ځينې نجى سکولونو د لاسى بم او د جناج ميډيکل اينډ ډينټل کالج په وائس پرنسپل او د امريکې په وګړى ډيبرا لوبو په ډزو ويشتلو سره د ژوبل کيدو پېښې هم رامنځته شوې ـ د دې نه وروستو په ١٣ مئى د کراچۍ په صفورا ګوټهـ سيمه کښې د اسماعيلى شيعه ورورولۍ په بس د ډزو په نتيجه کښې ٤٥ کسان وژلي شوي وو ـ دې ټولو ځايونو نه د داعش پمفلټونه ترلاسه شوي وو ـ

د پاکستان وفاقى داخله وزير چوهدرى نثار على خان ملک کښې د دولت اسلاميه د شتون ترديد کوي ـ د هغۀ دريځ دے چې څو شدت خوښى تنظيمونه د داعش نوم کاروي ـ

د ملټرى ان کارپوريټ مصنفې او دفاعى تجزيه نګارې ډاکټر عائشه صديقى نيوز لينز پاکستان سره په ټيليفون خبرو اترو کښې ووئيل چې ” د پاکستان د نيوکليئر اثاثو د جوګه کيدو له کبله د داعش د موجودګۍ اقرار د پاکستان د جوهرى تنصيباتو د پاره د خطرې سؤب ګرځيدے شى ـ شايد دا وجه ده چې حکومت په ډېر سوچ ګام اخلى ـ”

د ډاکټر عائشه صديقى وېنا ده چې ” د يوې تخمينې ترمخه د پاکستان نه خواؤشا د ٦٠٠ څخه ٧٠٠ پورې کسان د جنګېدو د پاره شام ته تلي دي ـ ډېر داسې خلق شته چې د زيارتونو د پاره هم عراق او شام ته ځي نو مونږ ته دا پته نيشته چې د څومره خلقو ذهنونه بدل شوي دي يا چا کښې جهاد کښې د برخې اخستو شوق پېدا شوے دے ـ “

د دې برعکس روان کال کښې د پاکستان د پنجاب صوبې د قانون وزير رانا ثناالله وئيلي وو چې تر اوسه د تحقيقاتو ترمخه د ټول هېواد نه خواؤشا سل کسان شدت خوښى تنظيم دولت اسلاميه کښې د شامليدو د پاره عراق او شام ته تلي دي ـ

د پاکستان د انګرېزۍ ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون خپل يو رپورټ کښې وئيلي دي چې تېر کال دسمبر کښې د لاهور نه درې مېرمنې د يو درځن څخه زيات بچي ځان سره کړي او شدت خوښى تنظيم دولت اسلاميه کښې د شامليدو د پاره شام ته تلې وې ـ د دغه کسانو د اغوا ايف آئى آر څو مياشتې وړاندې ټاؤن شپ، وحدت کالونۍ او د هنجروال په تاڼو کښې درج کړے شوي وو ـ

د پاکستان انسټيټيوټ آف پيس ډائريکټر عامر رانا نيوز لينز پاکستان ته په ټيلى فون خبرو اترو کښې ووئيل چې د مېرمنو اسلامى شدت خوښه تنظيمونو کښې شامليدل څۀ نوې خبره نۀ ده ـ

” د کوم کور سړي کۀ چرته شدت خوښۍ کښې ککړ دي نو د هغوئ په مېرمنو هم لازمه ده چې هغوئ هم ورله کار وکړي، پاکستان کښې دا شان ډېر ثبوتونه ترلاسه شوي دي د هغوئ شمېر ډېر زيات نۀ دے لږ شان دے ـ”

په شکمنه توګه شام ته تلونکو مېرمنو کښې د ټاؤن شپ د بشرى چيمه عرف حليمه نه علاوه فرحانه د الهدى انټرنيشنل اسلامک انسټيټيوټ نه دينى تعليم ترلاسه کړے وۀ ـ د ليدلو کتلو خبره ده چې د دې مدرسې څخه تعليم ترلاسه کوونکې مېرمنې يوازې په پاکستان کښې نه بلکې دا ښځې په امريکه کښې هم موجودې دي ـ

په ٢ دسمبر ٢٠١٥ء د امريکې په لويدېز رياست کيليفورنيا په سان برنارډينو سيمه کښې رضوان فاروق او د هغۀ کورودانې تاشفين ملک د ذهنى معذورۍ او ناروغيو د ښکار کسانو د مرستې مرکز ان لينډ ريجنل سينټر کښې روانې دستورې ته په ورننوتو ډزې کړې وې په کومو کښې چې ١٤ کسان مړۀ او ٢١ ژوبل شوي وو ـ تاشفين ملک هم د الهدى نه د اتلسو مياشتو کورس کړے وۀ ـ

د الهدى داعش سره د نسبت په اړه متضاد خبرې خورې دي ـ د الهدى په اړه څيړنه کوونکى يو اسکالر د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې الهدى يوازې د دين په حقله مېرمنو ته د تعليم او خبرتيا ورکولو کار کوى او په دوئ کښې د ميانه طبقې نه واخله تر لاندې طبقې پورې ښځې شاملې وي ـ

” د دوئ تعليمي د قرآن د تفسير او حديث په حواله وي، دوئ بيخى په کومو سياسى مسلو خبرې نۀ کوي، د زور زياتى ډکې خبرې نۀ کوي ـ تاشفين ملک يا فرحانه د الهدى د کلاس څخه زده کړه نۀ ده کړې بلکې هغوئ له دې ځايه د فارغېدو نه پس هر څۀ چې وکړل هغه د هغوئ خپل عمل وۀ ـ “

پاکستان کښې دا وخت يوازې د وفاق المدارس د انتظام لاندې مدرسو کښې ٣٠ لکو پورې طالبعلمان زده کړې کوي، چې پکښې په دريو کښې يوه برخه جينکۍ دي ـ حکومت هېواد کښې د شدت خوښۍ په ضد روان نيشنل ايکشن پلان کښې د مدرسو رجسټريشن د لازمى کولو او د شکمنو مدرسو د بندولو پريکړه کړې وه ـ

نيوز لينز پاکستان چې د جامعه بنوريه العالميه مهتمم مفتى نعيم الرحمان سره په ټيلى فون خبرې وکړې نو د هغۀ وېنا وه چې ” کۀ مدرسې ترهه ګرى کوي نو راولئ دلته هم دوه درې ګاډي کنه؟ ټوله سکيورټى يونيورسټيو ته ولې ورکولے شى ـ هلته د سټوډنټ او استاذ هم تلاشى اخستے شى دلته راشئ دلته هم داسې وکړئ ولې نۀ کوېئ؟ دا فضول پروپيګنډا ده دا رښتياؤ سره هيڅ تعلق نۀ لرى ـ”

کراچۍ کښې د مېرمنو په مذهبى رجحان کښې چټکتيا راغلې ده، چې د هغوئ په کړۀ وړۀ او ناسته پاسته ئې هم اثر غورځولے دے ـ ښار کښې په هفته کښې په څو ځايونو د درس و تدريس محفلونه کولے شى ـ

د راجه عمر خطاب وېنا ده چې ښار کښې فعال شدت خوښې ډله کښې شاملې مېرمنې هم د درس و تدريس د محفلونو نه خپل کار پيل کوي او کله چې په مزه مزه ښځې په دې کښې دلچسپى واخلي او هغوئ ورته خپل اصل مقصد هم په ګوته کوي ـ

کراچۍ کښې د اسماعيلى ورورولۍ په بس د حملې په تور نيولو شوو ملزمانو کښې ځينې د ښار د اهمو جامعاتو څخه فارغ التحصيل وو د کوم نه وروستو چې د تحقيقاتى ادارو اندازه ده چې دې ادارو کښې هم د شدت خوښۍ اثرات موجود دي ـ تېرو ورځو کښې د زيبسټ نومې ادارې يو استاذ هم ولقه کښې واخستے شو د چا تعلق چې حزب التحرير نومې تنظيم سره وښودلے شو دا تنظيم هم د خلافت د قيام د پاره هلې ځلې کوى ـ

نيوز لينز پاکستان د کراچۍ جامعاتو کښې تعليم کوونکو ځينو ښځينه طالبعلمانو سره خبرې اترې وکړې ـ د يوې طالبعلمې عائشه وېنا ده چې طالباتو کښې مذهبى رجحان زيات شوے دے خو ولې هغوئ شدت خوښى نۀ خوښوي ـ

” اسلام دا بيخى نۀ وائي چې څوک ووژنئ، د چا برين واش وکړيئ يا د هغۀ څخه غلط کار کولو سره دې دين ته څېرمه کړے شى ـ مونږ چا له د دين لورى ته د پاملرنې کولو د پاره تبليغ ارومرو کولے شى ولې زور ورسره نۀ شو کولے ـ “

د ساره نومې يوې بلې طالبعلمې وېنا وه چې ” پاکستان کښې فعال شدت خوښى تنظيمونه يوازې د اسلام نوم کاروي هغوي بې ګناه خلق وژني کومه چې غلطه ده چې زمونږ مذهب ئې بيخى اجازت نۀ ورکوي ـ “

کراچۍ کښې چې چرته لوے لوے د نوموړى برانډز اشتهارى بورډونه په نظر راځي هلته د مېرمنو د ستر او اسکارف په حقله بل بورډز هم د بيلابيلو لارو سينګار دے ـ او د څۀ مودې په دوران ښار کښې د عبايا او اسکارف کلچر هم تندۍ سره وده مومى دا رجحان په مذهبى سوچ کښې د زياتوالى راتلو اشاره ورکوى ـ

په دې حقله نيوز لينز پاکستان د جماعت اسلامى د سندهـ سيکټر د مېرمنو د څانګې يوې ذمه وارې افشا نويد سره په ټيليفون خبرو اترې وکړې نو د هغې وېنا وه چې په ظاهره په ښار کښې عبايا، اسکارف کلچر وده مومى او د ښودنې او زده کړې دستورې هم زياتې شوې دي ـ هغې ووئيل چې هغه پخپله هم له مياشت کښې د لسو نه دولسو پورې دستورو له ځي او خپلو خلقو کښې شاملو مېرمنو ته هم د ګډون بلنه ورکوي ـ

افشا نويد پاکستان کښې د شريعت د نظام پلوى ده او وائي چې ” پاکستان وطن جوړ هم په نظرياتى بنيادونو وۀ دا د څۀ زمکې، غرونو، سيندونو ويشل نۀ وو او اوس کۀ پاکستان مونږ ووايو چې پاکستان دې سيکولر وى د اسلامى جمهوريه نوم دې ترې لرې کړے شى نو دا د نظريې څخه سرغړونه ده ـ”

د پنجاب پشمول ټول ملک کښې داعش سره اړونده مېرمنې موجودې دي خو ولې داسې محسوسيږى چې د هغوئ ترمنځه اړيکې نشته ـ

د راجه عمر خطاب وېنا ده چې ” مونږ سره د موجودو معلوماتو ترمخه د دې مېرمنو اثر يوازې هم تر کراچۍ دے ولې د کراچۍ هم ټولو سيمو کښې نۀ دے بلکې په څو ځانګړو علاقو کښې په کومو کښې چې ګلشن اقبال، ګلستان جوهر، سرجانى ټاؤن، نارتهـ کراچۍ، ديفنس دي د دې نه علاوه يو دوه نورې داسې سيمې دي چرته چې د دې نيټ ورک ميرمنې کارکوي ـ “

کراچۍ کښې د دې ښځو د فعاليت د کوټلو اطلاعاتو باوجود ښار کښې د درس و تدريس د محفلونو لړۍ هم دغه شان جارى ده او د دې نګرانى هم په نظر نۀ راځي ـ

خو ولې د راجه عمر خطاب دعوه ده چې د هغوئ د اطلاعاتو ترمخه اوس داسې محفلونه نۀ کيږي ـ

چرته چرته چې مونږ ته پته وه چې دغه شان د زده کړې دستورې ترسره کيږي هلته ډېره سخته څارنه کولے شى او زمونږ د اطلاع ترمخه د هغې نه پس بيا داسې کومه دستوره ونۀ کړے شوه ـ “

ولې بلخوا د هغۀ دا وېنا هم ده چې چې کيدے شى چې داسې محفلونه ترسره کيږي خو هغوئ ته ئې اطلاع نۀ وى ـ

اوسنى تېر وخت کښې د الهدى نه علاوه نورې هم اسلامى ادارې شته د کومو نومونه چې داعش يا شدت خوښو تنظيمونو سره تړلے شوي ښودلے شوي دي ـ پوليس دسمبر ٢٠١٥ء کښې وئيلي وو چې صفورا بس حمله کښې ککړ ملزم خالد يوسف د تفتيش په دوران انکشاف کړے وۀ چې د هغۀ کورودانې د الذکره اکيډمى په نوم يوه اداره چلوى چې هيڅ دفتر ئې نشته ـ

د ايس ايس پى راجه عمر خطاب وېنا ده چې ” کراچۍ کښې چې د داعش کومې سترې او فعال مېرمنې وې په ځانګړى توګه د خالد يوسف بارى ښځه  ناهيد باجى تر اوسه پټه ده ـ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here