لاهور ( دردانه نجم ) محسن د کراچۍ په بولټن مارکيټ کښې د خپل پلار د مصنوعى کاليو د دوکان نګرانى کوى ـ هر څو کۀ هغه زلمے او له جوشه ډک دے ولې هغه د خپل کاروبار فراخه کولو په حقله وېريږى او د خپل پلار په وړوکى شان دوکان مطمئن دے کوم چې هغۀ ته د خپل پلار نه ٤٠ کاله وړاندې مېراث کښې ترلاسه شوے وۀ ـ

Mohsin’s artificial jewelry shop : Photo by News Lens Pakistan/ Durdana Najam
Mohsin’s artificial jewelry shop : Photo by News Lens Pakistan/ Durdana Najam

محسن ووئيل :” پاکستان کښې ژوند ډېر ګران دے ـ زۀ به د خپل کاروبار فراخه کولو د پاره پېسه د چرته نه راؤړمه ؟ “

هغۀ ووئيل :” زۀ ويرېږم چې کۀ چرې زۀ معاشى ستونزو سره مخامخ شم نو بيا به زۀ دوباره د خپل کاروبار پېل کولو جوګه پاتې نۀ شم ـ ” محسن يوې مذهبى کورنۍ سره تعلق لرى ـ هغه د هيڅ کوم بنک نه په سود قرضه نۀ شى اخستے ـ هغه په اسلامى بنکونو هم باور نۀ لرى کوم چې د محسن کورنۍ يو دهوکه ګڼي ـ

محسن زلمے او پرجوش دے ولې د هغۀ په سترګو کښې هېڅ خوب نشته ـ هغه د فوځ د پخوانى مشر جنرل پروېز مشرف احترام کوي او کراچۍ کښې په امن قائمولو ځان د رېنجرز احسان مند ګڼى ـ هغه د متحده قومى مووومنټ ( ايم کيو ايم ) د پاره په خپله ناخوښۍ پړده نۀ اچوي ـ هغه پاکستان پيپلز پارټى هم د سره نۀ خوښوي ـ

محسن وائي :” رېنجرز چې د کله نه د کراچۍ کنټرول سمبال کړے دے ، معاملات ښۀ شوي دي ـ زۀ خو د ايم کيو ايم نوم اورېدل هم نۀ غواړم ـ د رېنجرز د کارروائۍ نه پس زمونږ کاروبار ښۀ شوے دے ـ “

محسن دا ګڼي چې د پاکستان فوځ له ستونزو خلق اوباسي ـ هغه دا باور لرى چې هم فوځ پاکستان د ډوبېدو نه بچ کولے شى ـ هغۀ وائي چې د سندهـ موجوده حکومت د سندهـ د اولس د پاره هېڅ ونۀ کړل ـ
د هغۀ دوکان ته راتلوونکي ګاهکان په دې حالاتو بيخى ناخوښه دي ـ

مقصود احمد د سټال د پاره سامان اخستو له راغلے دے کوم چې هغه خپل ١٥ کلن زوئ حسېن احمد د پاره لګول غواړى ـ

مقصود احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما کورنۍ په شپږو غړيو مشتمل ده، زۀ په يوه فېکټرۍ کښې کار کوم ـ زما نيمه تنخواه شپږ زره روپۍ د کور کرايه کښې لګي ـ زۀ يو مرستيال ته ضرورت لرم ـ “

حسېن احمد د سکول تعليم په نيمه کښې پرېښودے دے ـ د پرائمرۍ په سطح ٥٠ فى صده ماشومان پينځم جماعت ته د رسېدو نه هم وړاندې سکول پرېښودلے شى ـ مور پلار په عام ډول دا محسوسوي چې ماشومان د ١٠ کالو عمر ته د رسېدو نه پس د هغوئ د مرستې د پاره تيار وي ـ

مقصود احمد وائي چې غربت د هغوئ په ژوند، جوش و جذبه او خوب لېدلو په صلاحيت غلبه موندلې ده ـ
هغۀ ووئيل :” حکومت به زمونږ د پاره هيڅ ونۀ کړي ـ دا د هيڅ کار نۀ دے ـ د مصنوعاتو او خدماتو نرخونه زياتېږي او د اخستو په توان کښې کمے راروان دے ـ “

د محسن پلار نور محمد د بولټن مارکيټ د سامان نه برجق يو وړوکى شان دوکان کښې د تېرو ٤٠ کالو راسې مصنوعى کالي خرڅوي ـ

نور محمد دا باور لرى چې د سندهـ حکومت معاشى پاليسيو ټول ملک کښې د وړو کاروبارونو خلق متاثره کړي دي ـ

هغۀ زياته کړه چې د هغوئ د ډيلرانو اکثريت چونکې لاهور سره تعلق لري د کوم له کبله چې هغۀ د نرخونو ټاکنه هم د لاهور ترمخه کوى ـ د نور محمد ترمخه لاهور کښې په مزدورۍ راغلے لګښت د کراچۍ په نسبت کم دے ـ

هغۀ ووئيل :” کۀ په کراچۍ کښې د واليو د ١٢ جوړو قيمت ٨٠ روپۍ دے نو لاهور کښې په ٤٠ روپۍ دا ښۀ په اسانه موجود وي ـ “

نور محمد وائي چې د سياسى بدامنۍ له کبله کراچۍ کښې د دې د سپلائي کوونکو اکثريت خپل کاروبار بند کړے دے ـ د چين د مصنوعاتو د درز له وجې هم مارکيټ تباه شوے دے ـ

نور محمد، مقصود احمد او محسن د خپلو ضرورتونو پوره کولو کوششونه کوي نو د سندهـ حکومت د دوبۍ په عالى شان کورونو کښې ناسته باندې د کراچۍ د دوو کروړو خلقو د ګڼې ګوڼې مشرى کوي ـ

د آل کراچى تاجر اتحاد چېئرمين عتيق مير د ٣٠ کالو د ګندګۍ دريو کالو کښې صفا کولو باندې د رېنجرز کردار وستائيلو ـ هغۀ وائي چې کراچۍ کښې د پوليس په مشرۍ کښې د رېنجرز اپرېشن پاکستان کښې د جرمونه کوونکو عناصرو او ټګانو خلاف کېدونکې د ټولو نه کاميابه کارروائي ده ـ

خو ولې هغۀ د جرموونه کوونکو عناصرو نه د کراچۍ صاف کولو په بابله د خپل کرېډټ اخستو په حواله هم د څۀ چفه چپتيا څرګندونه ونۀ کړه ـ عتيق مير ووئيل چې تاجر ورورولۍ نۀ يوازې جرموونه کوونکي عناصر په ګوته کړل بلکې د هغو خلقو درکونه ئې هم ورکړل چې په کراچۍ کښې په قلنګ اخستو او د اغوا پېښو کښې ککړ وو ـ

هغۀ هر څو کۀ د رېنجرز اپرېشن سره مخ شوے دے ، ولې هغه د صوبائى او وفاقى حکومتونو د معاشى پالېسۍ په اړه وېرېږى ـ هغۀ د خپلې مايوسۍ ښکاره کولو د پاره د کراچۍ د کاروبارى ورورولۍ د تېر کال او روان کال د اختر په دوران د کېدونکې ګټې وټې تقابلى جائزه وړاندې کړه ـ

عتيق مير نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ٢٠١٥ء کښې د کراچۍ تاجرانو د رمضان المبارک په دوران ٧٠ اربه روپۍ وګټلې ـ ٢٠١٦ء کښې هغوئ يوازې ٤٥ ارب روپۍ وګټلے شوې ـ “

هغۀ ووئيل د ګټې وټې کمېدو وجه د حکومت لخوا بنکونو نه د پېسو په راوېستلو لګولے شوے ودهولډنګ ټېکس دے ـ “

هغه وائي چې سرمايه کار د حکومت د بې ضابطه معاشى پالېسيو له کبله محتاط شوي دي ـ

عتيق مير زياته کړه :” د تېلو په نرخونو کښې کمے د افراط زر کمى کښې بدلولے کېدے نۀ شى ـ تر کومه چې د بجلۍ نرخونه کم کړے شوے نۀ وى، د مصنوعاتو په قيمتونو کښې اصل کمے نۀ شى راتللے ـ “

هغۀ ووئيل چې د توانائۍ بحران او د سندهـ حکومت غلطو پالېسيو د وړو تاجرانو ژوند بيخى ګران کړے دے د کوم له وجې چې هغوئ خپل کاروبار فراخه کولو او د خطرې زغمولو په حقله ويرېدلي دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here