لاهور: د انسانى حقونو ادارو او کارکنانو مشاهده کړې ده چې پاکستان کښې خواؤشا ٩٣ فى صده ښځې د جنسى مايوسۍ مختلفو کارونو سره مخامخ دي ولې د هغوئ اکثريت د شکايت درج کولو په حقله وېريږى ځکه چې په هغې څۀ کارروائي نۀ کېږي ـ

٢٠١٠ء کښې دفترونو کښې د مايوسه کولو د پېښو د مخنيوى او د مېرمنو د تحفظ د پاره د قانون د منظورۍ نه پس پنجاب کښې صرف هم ٧٩ مېرمنو د سړو خلاف د ښځينه محتسب په دفتر کښې درخواستونه جمع کړل ـ د پنجاب ښځينه محتسب دفتر سره اړوند د قانون مشير عاصم على صادق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” ٤٤ شکايتونه ترسره شوي دي او په ٣٥ باندې کارروائي روانه ده ـ ”

هغۀ ووئيل چې ١٤ مجرمانو ته سزا اورولې شوې ده او اتو ته خبردارے ورکړے شو او ١٩ شکايتونه واپس واخستے شول ځکه چې شکايت کوونکو خپلو کښې پرېکړه کړې وه ـ درېو شکايت کوونکو کارروائى ؤنۀ کړه کوم چې د قانون لاندې خارج کړے شول ـ

د زنانه ؤ د حقونو کارمنده فرزانه بارى وائي چې د مايوسه کولو خلاف قانون سازى يو سنګ ميل دے ولې د قانون وزارت او د ښځينه محتسب دفتر ته ښځو له تحفظ ورکولو د پاره د سخت محنت ضرورت دے ـ هغې زياته کړه :” د دفترونو ماحول د ښځو د پاره مناسب نۀ دے او د کار کولو په ځايونو کښې عموماَ د ملازمت پېشه مېرمنو مايوسه کولو پېښې مخې ته راځي ـ “

د غېر سرکارى تنظيم آشا ( اېلنيئنس اګېنسټ سېکسوول هارسمېنټ آشا) لخوا ٢٠٠٩ء کښې ترسره شوې بيخى تازه څېړنه دا په ډاګه کوى چې خواؤ شا ٩٣ فى صده ښځې نجى او سرکارى ادارو کښې د جنسى مايوسه کېدو مختلفو پېښو سره مخ دي ـ

د منصوبه بندۍ او پرمختګ د وزارت څخه د ترلاسه کړے شوې شمېر شمېرې ترمخه د مجموعى ابادۍ ٥١ فى صده په ښځو مشتمله ده او خواؤشا ٢٢ اعشاريه ٧ فى صده مېرمنې د افرادي قوت برخه ده ـ
د ٢٠١٢ء په انډېکس ( د هيومن ډوېلپمنټ د پاره د انسانى حقونو د ٢٠١٢ء رپورټ) کښې د صنفى ناهموارۍ په ١٤٨ ملکونو کښې پاکستان په ١٢٣ نمبر دے ـ

د عورت فاؤنډېشن لاهور رېذېډنټ ډائرېکټر ممتاز مغل ووئيل چې نجى شعبه کښې د کار ماحول څۀ لږ ډېر ښۀ دے ولې په سرکارى دفترونو کښې حالات بيخى اندېښمن دي ـ هغوئ زياته کړه :” د سرکارى دفترونو د ښځو ملازمانو اکثريت د کار په ځائے کښې د جنسى زور زياتى پېښو سره مخامخ کيږي او تر دې چې هغوئ د دې خلاف اواز هم نۀ شي پورته کولے ـ “

عاصم على صادق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې زمونږ په ټولنه کښې د داسې قوانينو نافذېدل ګران دي ـ ښځې هم داسې معاملاتو کښې د شاملېدو نه ډډه کوي ـ هغوئ زياته کړه :” په عمومى توګه تعليم يافته ښځې شکايت کوي خو ولې پسمانده سيمو سره تعلق لروونکې کم تعليم يافته مېرمنې د سماج نه وېريږي ـ هغوئ مايوسۍ سره د تړلې بدنامۍ له وجې کارروائي نۀ کوي ـ “

د پنجاب يونيورسټۍ د انسټى ټيوټ آف اپلائيډ سائيکالوجى د ډائرېکټرې رخسانه کوثر وېنا ده چې ملازمت پېښه ښځې د خپلو ملازمت ختمېدو له وېرې د مايوسه کېدو د پېښو خلاف د قانونى کارروائۍ کولو نه ډډه کوي ـ هغې نيوز لينز پاکستان سره په مرکه کښې ووئيل :” زنانه ؤ ته د شکايت جمع کولو نه وروسته هم د دغه انتظاميې په ماتحتۍ کښې کار کول وي ـ ادارو کښې قائم کړے شوې کميټۍ په دفترونو کښې د مايوسه کولو پېښو باندې د کارروائۍ د پاره په مناسبه توګه تربيت يافته نۀ دي ـ گ

رخسانه کوثر تجويز کړه :” هغه ښځې چې په جنسى توګه د تشدد ښکار کېدو سره هم شکايت درج نۀ کړے شي، هغوئ د سنجيده بڼې نفسياتى ستونزې سره مخامخ کېږي ـ د ښځو اکثريت د ذهنى رنځونو ښکار کېږي ـ ډېرو معاملاتو کښې ځپلو مېرمنو ته د علاج کولو ضرورت وى ـ “

ناديه على ( د پېژندګلو محفوظ ساتلو د پاره نوم بدل کړے شوے دے ) نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هغې به لاهور کښې غېر سرکارى اداره کښې د فيلډ ورکرې په توګه کار کولو ـ هغې زياته کړه :” يوه ورځ چې کله زۀ د فيلډ ورک نه واپس کور ته راغلم، زما ډائرېکټر زۀ خپلې کمرې ته راوغوښتم او دې خبرې کولو سره ئې راته د انتظامى عهدې راکولو وړانديز وکړو چې فيلډ ورک ډېر ګران دے ـ “

ناديه على ووئيل :” ما چې د خپلې ترقۍ په حقله غږ واؤرېدو نو خوشحاله شوم ولې د دې نه سمدستى وروستو ډائرېکټر زما خاص اندامونه چېړل شروع کړل ـ ما د منعې کولو کوشش وکړو خو هغۀ زۀ په خپله ولقه کښې واخستم ـ زۀ تر څۀ حده محفوظ پاتې شوم او ډېر په ګرانه بچ کېدو کښې بريالۍ شوم ـ”

هغې ووئيل چې ډائرېکټر زما د کارکردګۍ په بابله اسلام آباد کښې هېډ آفس ته منفى رپورټ ولېږلو ـ ” ما شکايت وکړو خو څۀ رنګ ئې رانۀ وړو او ما استعفى ورکړه ـ “

ناديه على په ډاګه کړه چې د هغوئ په دفتر کښې هېڅ انکوائرى کميټۍ جوړه کړے شوې نۀ وه ـ هغې اوښکو څڅولو سره ووئيل :” زۀ يوې غريبې کورنۍ سره تعلق لرم او تر اوسه بې روزګاره يم ـ زۀ د بل کوم روزګار لټولو په حقله وېريدلے يم ـ د دې پېښې له وجې زۀ د اعتماد نه بې برخې شوې يم ـ “

عاصم على صادق ووئيل چې قانون تر اوسه په لاهور کښې هم په صحيح ډول نافذ نۀ شو ځکه چې د اړونده مشرانو اکثريت خپلو دفترونو کښې انکوائرى کميټۍ جوړې نۀ کړې ، د دې باوجود چې د قانون لاندې داسې کول ضرورى دي ـ

د ښځينه محتسب پنجاب د دفتر سېکرټرى ډاکټر احمد افنان ووئيل :”مونږ د انکوائرى کميټيو د پاره څو څو واره نوټيفيکېشن جارے کړے دے ـ کۀ چرې کومه اداره په قانون عمل نۀ کوي نو د ٥٠ زره نه يو لک روپو پورې جرمانه کېدے شي ـ “

د انسانى حقونو د وزارت لخوا د جارى کړے شوې شمېر شمېرې ترمخه ملک کښې د جنورى ٢٠١٢ء نه ١٥ ستمبر ٢٠١٥ء پورې د بشرى حقونو د خلاف ورزيو ٨،٦٤٨ پېښې رپورټ شوې چې پکښې ٢٦٨ د جنسى حملو يا مايوسه کولو متعلق وې ـ

ممتاز مغل ووئيل :” مېرمنې تر اوسه د دې مسلې په حقله په پوره ډول خبر نۀ دي ، تر دې چې حکومت هم د دې په هوارولو کښې سنجيده نۀ ښکارى ـ د ښځينه محتسب دفتر قائمولو هم کافى نۀ دي ـ د فنډز ضرورت هم دے ـ “

ډاکټر احمد افنان ووئيل :” د پنجاب د ښځينه محتسب دفتر د زنانه ؤ د کار په ځايونو د مايوسه کولو د قانون په حقله د خبرتيا ورکولو د پاره اوس اوس په مېډيا يو لوے عوامى مهم شروع کړے وۀ ـ ” هغوئ زياته کړه :” مونږ د پنجاب حکومت نه د مهم د پاره درې کروړه ٢٠ لکه روپۍ غوښتې وې ولې صرف يو نيم کروړ روپۍ جاري کړے شوې ـ مونږ د عملې څلور غړي او ٢٢ لکه ١٠ زره روپو کليز بجټ سره د خپل لورى نه پوره پوره کوشش کوو ـ “

ډاکټر رخسانه کوثر ووئيل چې دې جديد دور کښې هغه ښځې، چې سړو سره اوږه په اوږه معاشى منډه کښې برخه اخلي ، هغوئ يو تجارتى جنس ګڼلے شى ـ هغې د حېرانۍ څرګندولو سره ووئيل :”مايوسه کېدونکې ښځه د بد چلند وړ ګڼلے شى او دا د مېرمنو د شکايتونو واپس اخستو تر ټولو لويه وجه ده ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here