ډېره اسماعيل خان ( رحمت محسود ) واکمنو او قبائلو وئيلي دي چې د پاکستان شمال مغربى قبائلي سيمو کښې د عسکرى کارروائيو له کبله د عسکريت خوښو د وتلو نه پس جينکو د طالبانو پخوانيو مرکزونو کښې سکول ته تلل پيل کړي دي ـ

تر دې چې د تحريک طالبان پاکستان د پخوانى مشر مرحوم حکيم الله محسود پلرنى کلى هم د جينکو د يو لوے شمير سکول ته د مخې کولو مشاهده کړې ده ـ د قبائلى علاقې سويلى وزيرستان د ايجوکيشن افسر خليل داوړ ترمخه د کوټ کائى پرائمرى سکول کښې اوس د درېو سوو نه زياتې طالبعلمانې تعليم کوي ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت ته د کډو کوونکو کورنيو د واپسۍ نه وروستو د داخلو په رڼا کښې مډل سکول د هائى سکول په توګه اپ ګرېډ کول په سر شول ـ “

د پينځم جماعت طالبه ګل ناز، چې خپل پورا نوم استعمالول نۀ غواړى، ډاکټره جوړېدل غواړى ـ

هغې نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” حکومت ته بې معاوضې تعليم ورکول پکار دي ـ “

٢٠٠٩ء کښې د پاکستان فوځ جنوبى وزيرستان کښې د طالبانو خلاف راه نجات اپرېشن شروع کړو، دا د پاکستاني طالبانو د راڅرګندېدو ورځې شپې وې، د چا د ظالمانه کارروائيو له وجې چې زرګونه کورنۍ په کډه کولو مجبور شوې ـ

د فاټا ريسرچ سنټر د رپورټ ترمخه د وفاق د انتظام لاندې قبائلي سيمو ( فاټا )، کومې چې په اوو قبائلي ايجنسيو او شپږ فرنټيئر ريجنز مشتمل دي، کښې په تعليم کيدونکي کليز خرڅونه، ٢٠٠٤ء او ٢٠٠٥ء کښې د ٢٠٠١ء د سطح نه يو په دوه زياتولو سره ٢ اعشاريه ٧ ارب کړے شول ـ

رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې مقامي طالبانو به په سکولونو، په خاص توګه د ښځو په تعليم، تش د نوم مذهبى تناظر کښې سختې نيوکې کول ـ

خليل داوړ ووئيل :” دوه کاله وړاندې سويلى وزيرستان کښې د کورنيو د واپسۍ نه پس مونږ ٢٣ زره ماشومانو له د داخلې ورکولو هدف وټاکلو ـ د خوش بختۍ نه تر اوسه مونږ ١٨ زره جينکو او هلکانو طالبعلمانو ته داخلې ورکړې دي ـ “

د آل ټرائبل ټيچرز ايسوسى ايشن صدر خان ملک ووئيل چې هغوئ د جينکو رد عمل ته حيران دي ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” باور وکړيئ، زۀ د جينکو په تعليم دې دې اضافې کتلو سره حق دق حيران شوے ؤم ـ “

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” د تعليم محکمې د فوځ، سياسى انتظاميې او مقامي قبائلو په مرسته عسکريت خوښۍ سره متاثره د دې سيمې د ټولو ماشومانو د تعليم په کاليو سينګارولو هڅې تندې کړې دي ـ “

قبائلى مشر محمد اعظم ووئيل :” مونږ اووۀ اوږدۀ کلونه په بې وزلۍ کښې تير کړي دي ولې حکومت او نۀ هم کومې نړيوالې ادارې لکه يونيسيف زمونږ د بچو د تعليم په حقله د ځان خبرولو څۀ کړاؤ وکړو ـ “

فاټآ ريسرچ سنټر وائي چې خطه کښې د ليک لوست شرح ١٧ اعشاريه ٤٢ فى صده ده کومه چې وفاق او صوبائى سطح باندې په مجموعى توګه ٥٩ اعشاريه ٦ فى صده ده ـ

د فاټا ريسرچ سنټر ترمخه فاټا کښې په مجموعى توګه ٦٧٤،٥٦٧ تعليمي ادارې او ٢٢،٤٠٤ استاذان دي ـ
خليل داوړ ووئيل چې د هغوئ محکمې ٢٣ زره پرائمرى طالب علمانو ته د داخلو ورکولو د پاره په دوو مرحلو مشتمل تند رفتاره مهم پيل کړے دے ـ

د تعليم محکمې سکول ته د تللو د پاره د ډاډګيرنې په غرض ټولو طالب علمانو له بې معاوضې د سکول بيګونه، کتابونه او سټيشنري ورکړې ده ـ

د تعليم محکمه د عسکريت خوښو خلاف د فوځي کارروائيو له وجې سکولونو ته د رسيدونکى زيان د مرمت کولو منصوبه هم لرى ـ

ملک شاه جن ووئيل چې ډېرو سکولونو کښې فرنيچر او د بهر ديوالونه نيشته ـ

فاټا ريسرچ سنټر وئيلي دي چې تباه شوو ٤٥٨ تعليمي ادارو ( پرائمري، مډل، هائي او هائر سيکنډري سکولونه او کالجونه ) کښې عسکريت خوښو د جينکو ١٤١ سکولونه تباه کړل ـ

رپورټ وائي چې ٣٤٣ تعليمي ادارې په پوره توګه، ٧٩ په جزوى توګه تباه شوې او ٣٦ ته زيان ورسيدو ـ صرف په سويلى وزيرستان کښې ٢٧ مکمل او اتۀ په جزوى توګه تباه شوي سکولونه رجسټرډ کړے شول ـ

محمد اعظم ووئيل څنګه چې د کورنيو د واپسۍ عمل جارى دے، مور پلار خپلو بچو له تعليم ورکولو ته زيات پام ګرځولے دے ـ

هغۀ ووئيل :” مونږ اوس قائله شوي يوو چې موجوده دور کښې خپلې لوڼه او خوېندې د تعليم په کالى د سينګارولو ډېر زيات اهميت دے ـ “

قبائلى مشر زياته کړه :” حکومت ته ټولو ماشومانو له د يونيفارم ، کتابونو او سټيشنرۍ بې معاوضې ورکړه يقينى کولو د پاره کوششونه چټک کول پکار دي کوم سره چې به يوه لسيزه کښې دننه دننه مجموعى صورت حال باندې ګټور اثرات پريوځي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here