کيدي شي سنده د اوبو څخه پيدا شوي ناروغو سره مخامخ شي

0
1303

کراچي: په سنده کي د نفوسو لويه بر خه کيدي شي د اوبو د زيږيدلو ناروغيو سره مخامخ شي،طبعۍ ماهرين د قضايي تحقيقاتو د راپور له مخي څګندوي چي د پاکستان په سنده ولايت کي شاو خوا ۷۵ فيصده خلک د ناپاکو څښاک اوبه کاروي

۲۲ کلنه سارنګ حسين ګبول په کراچي کي د جګر جراح کړي.د هغوي مور او پلار هم د هيپټائټس بي(ايچ بي وي( او هيپاټائټس سي) ايچ سي وي) سره مخا مخ دي

د سارنګ پلار ،شبير حسين ګبول حقيقت تعقبقنکي ته وويل چي ، د هغوي زوئي اول د هيپټائټس اے وائرس( ايچ اے وي) نه په اثر شو او وروسته بيا د ايچ بي وي سره مخ شو

ګبول وويل چي دوئي د ګهوټکي ولسوالي د يوي پر محللي سيمي مير خان ګبول سره تعلق لري چي د کراچي څخه ۶۰۰ کيلو ميټره لري دي

هغه وويل، د څښاکپاکو اوبو سرچينه نشته او تقريبا ۹۸ فيصده نفوس د جګر او د معدي ناروغيو سره مخامخ دي.په ورته ډول ۸۰ فيصده خلک په ايچ بي وي يا ايچ سي وي اخته شوي دي

هغه وويل چي په ۲۰۱۴ کال په ميرو خان کلي کي د طبي کيمپ په دوران کي پورته شوي نيټه معلومه شوه
ګبول زياتوي”يوازي زموږ د کلي لپاره ستونزه نه ده تقريبا د ګهوټکي ټول کلي د دي آفت سره مخامخ دي “
په دسمبر مياشت ۲۰۱۶ کي د پاکستان سپريم کورټ د شکار پور نه قانوني سلاکار شهادت اوستو په درخواست يو د قضائي تحقياقاتو کميشن ( جے اي سي) مقرر کړو چي په سنده کي د اوبو رسولو او حفظ الصحدې خدماتو د غير قانوني کيدو کتنه وکړي

جے اي سي خپل د تحقيقاتو راپور د اته اونۍ وروستو جاري کړو،کوم چي په ډاګه کوي چي د فلټر او درملنې نيشتوالي په سنده کي فعالي دي. شاو خوا ۷۵ فيصده خلک د ناپاکو اوبو څښا ک او د انساني مصرف او د صنعتي ضايعاتو غير فضله د څښلو لپاره استمالا وي کوم چي سمندر،د سنده درياب او د هغي واليت ته ځي
راپور څرګندوي چي د څښاک اوبو او ناسمه روغتيا ساتني خدماتو ناپاکو اوبو له کبله، په ولايت کي د اوبو پيدا شوي ناروغي په لويه کچه وده کوي

د پاکستان طبۍ تحقيقاتو شورا ۲۰۰۷-۲۰۰۸ مطالعه چي په ۲۰۱۵ کي په ايشيا پيسفيک ژورنال آف ټراپيکل بائيو ميډيسن کي خپور شو،وائي چي ايچ بي وي او ايچ سي وي په برياليتوب سره په ترتيب 2.5 فيصده او 5 فيصده زياتوالي موندلي دي.په داسي حال کي د ولايت په ټوټل ۳۵ ملينو آبادي کي 0.2فيصده نفوس د ايچ بي وي او ايچ سي وي نه په اثر دي

عمومي ډاکټر اجيت کمار وائي چي، ايچ اے وي او ايچ اي وي د اوبو زيږيدونکي ناروغي دي، چي په عمده توګه د ککړو اوبو او ناخوندي خوراکو له امله رامنځته کيږي

هغه وويل چي وضعيت بدترين دي ځکه چي د نفوس لويه برخه د ککړ اوبو څخه د هيپټائټس سره مخ دي
کمار وائي چي ، د اوبو رسولو او حفظ الصحدي خدمتونه غريب دي او روغتياي خدمتونه په ولايتۍ روغتو نونو کي هم نا امنه دي لکه چې جے اي سي په خپل راپور کي د ناروغي الارم راپور کړي دي

هغه زياتوي چي،که چيري وضعيت خراب شي، په مختلفو برخو کي د د ايچ اي وي،کولرا،نس ناستۍ،ټايفائيډ او نورو موزي مرضونوشتون ممکن دي

د ايچ سي پي مشر ډاکټر ولي محمد لغاري حقيقت تعقبونکي ته وويل چي،د سنده حکومت د ۲۰۰۹ نه د هيپاټائټس کنټرول پروګرام چلوي چي د ايچ بي وي او ايچ سي وي درملنه وکړي.هغه وائي چه” د ۲۰۰۹ کال نه تر ۲۰۱۷ پوري شا وخوا8.6ميلينه وګړي د ايچ سي پي الندي ويکسين ورکړي شوي دي “

د عامي روغتيا رئيس ډاکټر فوزيه وقار وائي چي” د يو خطر ناک حالت دي ځکه چي ناپاکه اوبه د ولايت په لويه کچه کارول کيږي “

هغي وويل چي ايچ اے وي او ايچ اي وي د اوبو زيږيدلي ناروغي دي،ځکه چي ناروغان د ساده درملنې او پاملرني سره بيرته راځي” هغه زياتوي چي که خلک د څښلو اوبه او ناخبره خواړه استمالا ولو ته دوام ورکړي،د دواړه د اوږدې مودې ايچ اي وي او ايچ اے وي ناروغي سره مخامخ کيږي “

هغي وويل چي حکومت د دي موضوع ته پام وکړي او پاک وړ اوبو ته يي ورسوې تر څو کالرا،نس ناستې ،سينه وينې او د اوبو د پيدا کولو نورو ناروغيو مخنيوي وشي .هغي وويل د مخه،د ناروغي د اوبو د مسلۍ له امله په تهر سيمه کي شتون لري

د سنده د صحت وزير سکندر علي ميندهرو د طبي ماهرانو په نظر سره موافق نه دي او وائي چې ايچ اے وي او ايچ اي وي د مرض ناروغي نه دي او د ناروغي هيثح خطر شتون نه لري

ميندهرو زياته وي چي”د سنده دولت د جے اي سي په هداياتو عمل کوي ،او په راتلونکي وخت کي به د څښلو صفا اوبو ورکول به په نږدي راتلونکي کي ډاډ تر لاسا شي “

هغه وويل چي ۲۰۰۹ کال د ايچ بي وي او ايچ سي وي ناروغانو درملنه په اغيز ناکه ډول پر مخ ځي او هڅه کوي چې د څښاک پاکو اوبو ته د رسولو لپاره هڅي روانې دي چې د ايچ اے وي او ايچ اي وي ناروغانو کمولو کي هم هڅې کوي

که څه هم دي ،قانوني سلاکار شهاب اوستو چي هغوي سپريم کورټ آف پاکستان ته غوښتنليک ثبت کړي دي وائي چي” د اوبو رسولو او حفظ الصحدې پروژو لپاره فنډونو کي لوۍ اختطافات او خراب حکومت داري په ګوته کې په سنده کي د ناپاکو اوبو وړ ،اوبو رسولو اساسي لاملونه دي “

د جے اي سي راپور وائي چې ولايتۍ چارواکو په تيرو پنځو کلنو کي د اوبو ورکولو او نکاس په ۱۳۳۷ سکيمونو ۲۹ بيلنه کلداري مصرف کړي دي او په دي ۱۳۳۷ سکيمونو کي د اوبو او نکاس ۵۸۲ سکيمونه فعال نه دي

جے اي سي نور روښانه کوي چي د انسان او صنعتي ضايعاتو د ميځلو لپاره څه طريقه کار نشته.د خړو اوبو او صنعتي کثافات په سمندر کي شاميليږي. د سنده درياب او د هغوي شاملات د اوبو رسولو او د فاضلا موادو د ضائع کولو لپاره يو اصلي سر چينه هم دي

د سنده چاپيريال اداري رئيس بقا ﷲ حقيقت تعقبونکي ته وويل چې صرف ۱۰۰۰۰ثبت شوي صنعتونه د کراچي په ښار کي دي د فضله موادو د درملنې لپاره مناسب طر يقه کار شتون نه لري او هره ورځ نږدې ۵۰۰ ميلنه ګيلن صنعتي ضايعا ت او بشري مصرف سمندر ته راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here