لاهور ( دردانه نجم ) د لاهور د نزدې سيمو او کچه ابادۍ اوسېدوونکي د رياست له خوا په ورکړے کېدوونکو وېڼو سره په ګډو شوو خيچنو اوبو څښلو مجبور کړے شوي دي ـ

بهار کالونۍ سره د بهېدوونکې نالې هم پېوست لاهور کښې انفارمېشن ټېکنالوجى د پرمختګ علامت ارفع ټېکنالوجى پارک شتون لرى ـ

د بهار کالونۍ اوسېدوونکي اکثر او زياتره دې سوچ کولو باندې مجبورېږي چې هغوئ کوم ځائے سره تعلق لري ؟ پوش ابادۍ لکه د ماډل ټاؤن ابادى او يا د هغې بدبو ځپلې او نظرانداز کړے شوې سيمې بهار کالونۍ سره پېوست دي چرته چې هغوئ د خيچنو اوبو په څښلو مجبور کړے شوي دي ـ

د لاهور واټر اينډ سينى ټيشن ايجنسى ( واسا ) له خوا د پاکو اوبو په بابله د ٢٠١٤ء د کاليز رپورټ ترمخه لاهور کښې خواؤشا ١٠ لکه کسان خيچنې اوبۀ څښي ـ د واسا له خوا چې ٢٠١٥ء کښې لاهور ته د سپلائى کېدونکو اوبو تجزيه وکړے شوه نو په دې کښې زهر ژن څيزونه او بکټيريا شامل وو ـ

واسا د ٥١٧ ټيوب ويلونو په ذريعه د لاهور ښار ٦٠ لکه ابادۍ ته اوبۀ ورکوي، دا ټيوب ويلونه د ١٥٠ نه ٢٠٠ ميټر ژورتيا څخه اوبۀ راکاږي ـ

پاکستان تحريک انصاف سره تعلق لروونکے د صوبائى اسمبلۍ غړے ډاکټر مراد راس وائي چې بهار کالونى داسې يوازينۍ سيمه نۀ ده چرته چې خيچنو اوبو د غريبو پاکستانيانو د ژوند د پاره خطرې راولاړې کړې دي ـ مکه کالونى، اتحاد کالونى، اے ون کالونى او قربان لائنز او اچهره، مغل پوره او د تاج پوره څۀ علاقې ، بادامى باغ، او وسن پوره په دې اوږد فهرست کښې شاملې دي ـ

هغۀ زياته کړه :” د ذکر شوو سيمو اوسېدوونکي د ٤٠ نه ٥٠ کاله مخکښې خورو کړے شوو پائپونو او اوبو باندې په انحصار کولو مجبور دي ـ د وېڼو دې پائپونو به يوازې هم د څو زرو کورنيو ضرورت پوره کولے شو ـ د ابادۍ زياتېدو له کبله په دې انحصار غير معمولى توګه باندې زيات شوے دے چې له کبله ئې د وېڼو پائپونو د سوري کېدو په سؤب د څښلو په اوبو کښې د وېڼو اوبۀ شاملېږي ځکه چې د اوبو او وېڼو پائپونه نزدې نزدې دي ـ “

ډاکټر مراد راس ووئيل چې په دې سيمو کښې د خيچنو اوبو څښلو له کبله خلقو کښې د هيپاټائټس سى او ګيسټرو ناروغۍ عامې دي ـ

هغۀ د حکومت د پاملرنې په بابله خبرو اترو کولو سره ٢٠١٣ء کښې د صوبائى اسمبلۍ د غړى منتخب کېدو نه پس د واسا ايم ډى سره د ليدلو کتلو حال احوال بيان کړو، ډاکټر مراد راس ووئيل :” ما ته ووئيلے شول چې زما په پى پى ١٥٢ حلقه کښې به د وېڼو د نوو پائپونو خورولو د پاره خواؤشا څلور اربه روپۍ پکار وي ـ ” د هغۀ وړاندې وېنا وه چې موجوده حکومت په جيل روډ سګنل فرى کاريډور منصوبه باندې خو د اتو نه تر ١٠ اربو روپۍ ولګولې ولې د خيچنو اوبو څښلو له کبله د ستونزو ښکار اولس ته اسانيو ورکولو د پاره ورسره هيڅ فنډز نشته ـ

نيوز لينز پاکستان د دې صورتحال په حقله ژورتيا سره د معلوماتو ترلاسه کولو د پاره د بهار کالونۍ څو اوسېدوونکو سره خبرې اترې وکړې ـ

د معذورانو د بحا

a mixture of sewer and potable water, being supplied by the state
a mixture of sewer and potable water, being supplied by the state: Photo by News Lens Pakistan/

لۍ د پاره پاکستان سوسائټۍ سره اړونده سټاف نرس فرزانه عادل ووئيل چې په عمومى ډول د نلکو نه زړې يا توربخنې اوبه څاڅي ـ هغې زياته کړه :” ماذيګر څلور بجې يا د شپې ١١ بجې نسبتاَ پاکې اوبۀ راځي او د نلکو نه ټوله ورځ سخا او بدبودارې اوبۀ څڅېږي ـ “

نيوز لينز پاکستان لاهور ليډز يونيورسټى کښې سبق ويوونکى طالب علم دانش جيمز يو ځائى فلټريشن پلانټ سره وليدلو چرته چې هغه د ٢٠ ليټرو فلټر شوو اوبو په ٤٠ روپۍ اخستو له راغلے وۀ ـ

هغۀ ووئيل :” کورونو کښې چې کومې اوبۀ راځي، د څښلو يا خوراک څښاک پخولو د پاره مضره دي ـ اکثر او زياتره دومره لږې اوبۀ راځي چې په ډېره ګرانه لمبلے شو ـ زمونږه کورنۍ په پينځو کسانو مشتمله ده او مونږ روزانه ٤٠ لېټره اوبۀ استعمالوو ـ هاغه اوبۀ کومې چې زۀ د ځائى فلټريشن پلانټ نه په بېعه اخلم، د ډوډۍ يا چائې پخولو د پاره استعماليږي ـ مونږ د څښلو د پاره د ځائى بيکرۍ نه برانډډ اوبۀ اخلوو ـ “

په ډېرو کورونو کښې ميزائل واټر پمپونه لګولې شوي دي ( دا ميزائل پمپ ځکه بللے شى چې د دې شکل د ميزائل په شان وى ) ـ د مسز جوئز ترمخه د زمکې دننه د اوبو د سطح کمېدو له کبله دا د دوه سوه فټه ژورتيا نه اوبۀ راکاږي ـ په يو پمپ لګولو ٦٠ زره روپۍ لګښت راځي ـ

مسز جوئز وائي :” مونږ چې د کله راسې ميزائل پمپ لګولے دے ، کور کښې د اوبو کمى سره مخ شوي نۀ يو ـ “

يو غير سرکارى تنظيم طاليثا قوم ويلفيئر سوسائټى سره اړونده کارمنده ساره قادر بخش نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې اکثر او زياتره اوبۀ هډو راځى نه ـ هغې ووئيل :” د مثال په توګه د ٢٥ مارچ نه ١٧ اپريل پورې زما په کور کښې يو څاڅکے اوبۀ رانغلې ـ وروستو بيا د واسا واکمنو ما ته د نوى کنکشن لګولو وېنا وکړه د کوم د پاره چې ما ١٨ زره روپۍ ورکړې ـ “

د پاکستان تحريک انصاف په ځانګړو چوکيو بريالۍ شوې د پنجاب اسمبلۍ غړې شنيلا رتهـ نيوز لينز پاکستان په پنجاب اسمبلۍ کښې د هغې په اين ايم ٣٧١ حلقه کښې د ناخيچنو اوبو په بابله د کېدوونکى بحث څخه خبر کړو چې پکښې د بهار کالونۍ سيمه هم شامله ده ـ هغې په دې خبره د افسوس څرګندونه وکړه چې په دې حقله تر اوسه هېڅ څۀ خاص ګامونه پورته نۀ کړے شول ـ

د يو رپورټ په عنوان ” د پاکستان د استوګنې په سيمو کښې د څښلو د پاکو اوبو تجزيه ” تر مخه د خيچو اوبو په لاملونو کښې د اوبو پخوانى او وراستۀ پائپونه، د اوبو د پائپونو سيوريج لائن سره جوختېدل، د هغې ماتېدل او يا د وېڼو په لائن دباؤ راتلل شامل دي ـ

پنجاب حکومت کلى والو سيمو کښې څښلو له د محفوظ اوبو ورکولو د پاره د ” صاف پانى ” په نوم منصوبه شروع کړې ده ـ د غير سرکارى شمېر شمېرې ترمخه د لاهور په ٢٨٠ يونين کونسلو کښې تر اوسه ٢٠٠ فلټرې لګولې شوې دي ـ

د پنجاب د مالى کال ١٧-٢٠١٦ء په بجټ کښې د دې منصوبې د پاره ٣٠ ارب روپۍ ځانګړې کړے شوې ـ حکومت دا ټول بجټ روان مالى کال کښې لګول غواړى او په بل صورت کښې ١١ اربه روپۍ به روان کال کښې او پاتې به دوو مرحلو کښې لګولې شي ـ

مالى کال ١٦-٢٠١٥ء کښې ” د پاکو اوبو منصوبې ” د پاره ١١ اربه روپۍ بيئلې کړے شوې وې ـ د ډآکټر مراد راس ترمخه په دې منصوبه يوازې هم څلور اربه روپۍ خرڅ شوې او پاتې په ميټرو بس منصوبه ولګولې شوې ـ

ډاکټر مراد راس د پاکو اوبو منصوبې په بابله يوې بلې اهمې مسلې ته پام راګرځوي کومه چې د فلټريشن پلانټس مرمت سره تعلق لرى ځکه په دې کښې زياتره پلانټس په سم ډول کار نۀ کوي ـ واسا په مستقل بنيادونو د اوبو د معيار معلومولو د پاره هېڅ مانيټرنګ پروګرام پيل نۀ کړو ـ

د واسا منيجنګ ډائريکټر چودهرى نصير احمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې بهار کالونۍ او نورو سيمو کښې صورت حال اندېښمن دے ـ هغۀ ووئيل چې حکومت د لاهور په يوازې يوه حلقه کښې د وېڼو د پائپونو بدلولو د پاره ٥٠ کروړه روپۍ مختص کړې وې ـ

هغۀ زياته کړه :” تاسو د سخا اوبو په حقله خبره کويئ، خلقو ته د سره هډو اوبه ترلاسه کيږي نه ـ د ټولو نه اهمه خبره خو دا ده چې خلقو واټر پمپونه لګولې دي کوم چې د چرته نه هم، تر دې چې د سيوريج پائپونو نه هم اوبۀ راکاږي ـ “

د واسا د ايم ډى ترمخه لاهور کښې دا وخت ٥١٧ ټيوب ويلونه دي او په دې کښې زياتره په سمه توګه کار نۀ کوي ـ ډاکټر نصير احمد ووئيل چې د منصوبې ترمخه د جاپان انټرنيشنل کواپريشن اينجنسۍ په فنډنګ به ١٠٥ او د پنجاب حکومت په فنډنګ به ٤٥ ټيوب ويلونه بدلولے شي ـ

هغۀ خبرتيا ورکړه چې حکومت په مختلفو سيمو کښې تر اوسه ٤٣ نوى ټيوب ويلونه لګولې دي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here