پېښو: د پرائمرۍ استاذانو د اهليت زياتولو د پاره د خېبرپښتونخوا حکومت په مختلفو موضوعاتو د متعلقه تدريسى طريقه کار په اړه استاذانو ته هداياتو ورکولو د پاره د اېس اېم اېس سروس استعمالولو منصوبه بندى کوى ـ

خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي د تعليم ماهران به هفته کښې درې ځله د پرائمرى سکولونو استاذانو ته مختصر پېغامونه ليږي چې په جماعت څنګه د بيلابيلو موضوعاتو تعليم ورکړے شي ـ

د ايليمنټري او سکينډرى ايجوکېشن خېبرپښتونخوا محکمې افسر ضياء الرحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې په دې منصوبه کار روان دے چې ډېر زر به شروع کړے شي ـ

د پرائمرۍ استاذانو د وړتيا زياتولو ضرورت هغه وخت محسوس کړے شو کله چې د خېبرپښتونخوا د ايليمنټرى او سيکنډرى اېجوکېشن محکمې د صوبائى حکومت لخوا اوس اوس د متعارف کړے شوې يوې بلې منصوبې يونيورسل پرائمرى ايګزيمينېشن لاندې د پينځم جماعت د طالبعلمانو د تعليمى کارکردګۍ تجزيه وکړه ـ ضياء الرحمان ووئيل چې د پينځم جماعت د طالب علمانو د نتيجو تجزيه مارچ ٢٠١٦ء کښې وکړے شوه ـ د طالب علمانو د انګرېزۍ، اردو، رياضۍ ، جنرل سائنس او اسلاميات کښې د کارکردګۍ په بيناد د پرائمرى سکولونو د استاذانو د تدريسى صلاحيتونو ښۀ کولو د پاره د تعليم د ماهرانو خدمات ترلاسه کړے شوي دي ـ

ضياء الرحمان ووئيل :” اېس اېم اېس پېغامات به د تعليم ماهران تخليق کوي او د تعليم محکمه  به هغه محکمې سره کار کوونکو استاذانو ته لېږي ـ مونږ سره د وړاندې راسې د خپلو استاذانو د فون نمبرو کوائف موجود دي په کومو چې به دا پېغامات ليږلے شي ـ “

هغۀ زياته کړه چې د موبائل فون نمبرو کوائف راغونډولو کښې درې مياشتې ولګېدې ـ د ټولو سړو او ښځو استاذانو رابطه نمبرې د ضلعى تعليمى افسرانو په ذريعه ترلاسه کړے شوې او هغه اجتماعى پېغام لېږلو د پاره نظام کښې اچولے شوي دي ـ

ضياء الرحمان ووئيل چې تېر وخت کښې د پاکستان تحريک انصاف په قيادت کښې د خېبرپښتونخوا حکومت ډېرې منصوبې شروع کړې دي چې پکښې انډېپنډنټ مانيټرنګ يونټ ( آئى اېم يو ) هم شامل دے د کوم چې مقصد د استاذانو کارکردګى او سکولونو کښې د سهولتونو د فقدان نګرانى کول دي ـ هغۀ ووئيل چې تعليمى واکمنو د استاذانو د حاضرۍ نګرانۍ کولو د پاره سکولونو کښې بائيومېټرک نظام لګولے دے ـ د تاؤتريخوالي د افتونو ځپلو علاقو ک ښ کېنټينر سکولونه قائم کړے شوي دي د پينځو جماعت د طالب علمانو د تعليمى کارکردګۍ جائزه اخستلو د پاره يونيورسل پرائمرى امتحان شروع کړے شوے دے او بهترين استاذانو ته نقد انعامونه ورکړے شوي  دي ـ

تعليم محکمه کښې د اېس اېم اېس منصوبې افسران د سکولونو د استاذانو د اهليت فراخه کولو د ضرورت په رڼا کښې د دې منصوبې څخه خوشحاله دي، چې پکښې ډېر لرې پرتو علاقو کښې خدمات ترسره کوي او هغوئ تربيت ته رسائي نۀ لري ـ خو ولې په دوئ کښې ځينې لرې پرتو ضلعو کښې د ټيلى کام کمپنيو لخوا د محدود کورېج او ميونيکېشن سهولتونو د نيشتوالى له وجې د اېس اېم اېس ټېکنالوجۍ په ذريعه استاذانو پورې رسائۍ کښې ستونزې په ګوته کوي ـ

نور وائي چې د اېس اېم اېس پېغامانو په ذريعه د اهليت ښۀ کولو په ځائے محدودې وسيلې پسمانده قصبو او کليو په سکولونو کښې د بنيادى اسانيو لکه د بجلۍ په ورکړه، د سکولونو په چارديوارۍ، د څښلو په پاکو اوبو او د ټټو  سهولتونو ورکولو باندې په غوره توګه خرڅ کولے شي ـ

د آل پرائمرى ټيچرز ايسوسى اېشن ( اے پى ټى اے ) صدر ملک خالد خان ووئيل ايسوسى اېشن د حکومت لخوا د تعليمى او سبق ښودلو د تکنيکونو ښۀ کولو د پاره د شروع کړے شوو منصوبو ستائنه کوى ـ خو ولې هغوئ په ګوته کړه چې پسمانده ضلعو لکه چترال، بره دير، کوهستان، تور غر، لکى مروت او ډېره اسماعيل خان کښې ټيلى کميونيکېشن کورېچ ښۀ نۀ دے او په دې علاقو کښې د نېټ ورک مستقل مسلې پېښې وي ـ هغۀ ووئيل چې ځينو استاذانو سره موبائل فون نيشته يا هغوي دا استعمالولے نۀ شى د کوم له کبله چې به د دې منصوبې افاديت کميږى ـ

هغۀ زياته کړه :” حکومت ته پکار دي چې بنيادى سهولتونو ورکولو ته توجه ورکړى چې پکښې سکولونو کښې بجلى ،د څښلو صاف اوبۀ او ټټو ورکړه شامل ده ـ “

د خېبرپښتونخوا د ايليمنټرى او سيکنډرى ايجوکېشن محکمې د کليز شمارياتو رپورټ ١٤ـ٢٠١٣ء ترمخه خېبرپښتونخوا کښې ٢٨،٣١٩ سکولونه دي کومو کښې چې ٢٧،٨٩٢ کار کوي ـ په دې کښې ٢٢،٨٩٢ پرائمري دي ، ١٤،٦٧٠ د هلکانو ( ٦٥ في صده ) او ٨،٢٢٢ (٣٥ فى صده) د جينکو دي ـ په دې سکولونو کښې مجموعي توګه باندې ٤١ اعشاريه ٦ لکه طالب علمان تعليم کوي چې پکښې د ٣٠ اعشاريه ١ لک (٦٩ فى صده) د اول نه پينځم پورې پرائمري سکولونو کښې تعليم کوي ـ

سرکارى سکولونو کښې د کار کوونکو استاذانو مجموعى توګه باندې شمېر ١،١٨،٧٥٤ دے ( ٧٧،٧١٥ سړي او ٤١،٠٣٩ ښځې دي ) ، چې پکښې ٧١،٣٧٨ ( ٤٥،٣٦٦ سړي او ٢٦،٠١٢ ښځې ) د ٢٥ ضلعو پرائمرى سکولونو کښې خدمات ترسره کوي ـ

د خېبرپښتونخوا د ايليمنټرى او سيکنډرى ايجوکېشن محکمې افسر ضياء الرحمان ووئيل چې محکمې د اجتماعى پېغام ليږلو د پاره سافټ ويئر تخليق کړے دے کوم چې ټولو استاذانو ته په ځائے د اېس اېم اېس ليږلو وړتيا لرى ـ د تعليم ماهران، د چا چې خدمات د دې مقصد د پاره ترلاسه کړے شوي دي ـ مختصر پېغامونه به جوړوو چې پکښې به د استاذانو د لارښودنې د پاره مشورې وي ـ  

ضياء الرحمان ووئيل :” دا د استاذانو د هغوئ په متعلقه مهارتونو کښې د تربيت يوه نوې طريقه ده ـ د استاذانو د لوے شمېر تربيت ( دو بدو ) انتهائى ګران دے چې ډېر زيات وخت او وسائل پرې لګي ـ “

د خېبرپښتونخوا ايجوکېشن سېکتر پروګرام د انفارمېشن ټېکنالوجى، کميونيکېشنز او مېډيا مشير زنيش عباسى ووئيل چې د اېس اېم اېس منصوبه د تدريسى او تعليمى صلاحيت ښۀ کولو او د نتيجو د کره کتنې په دوران د پېژندلې شوو خاميو لرې کولو د پاره شروع کړے شوې  ده ـ

هغۀ ووئيل چې د دوېم جماعت تدريسى تجويزونه به انګرېزۍ، اردو، رياضۍ او سائنس متعلق وي ـ د پينځم جماعت د پاره به اېس اېم اېس سروس کښې به استاذانو ته د اتو مضمونونو د تدريسى طريقو په حقله صلاح مشوره ورکولے شي ـ

زنيش عباسى ووئيل :” د استاذانو تربيت يو بيخى اوږد عمل دے او دې د پاره د خاص اوږد وخت ضرورت وى ـ دا سروس به وخت بچ کوى او د استاذانو د تدريسى طريقه کار په اړه د تربيت د پاره تېز رفتاره ټېکنالوجۍ باندې انحصار او وسيلې به په موثره توګه استعمال کښې راولي ـ

هغۀ زياته کړه چې دې سره به د هغو استاذانو وخت بچ کيږى چې تربيتى غونډو کښې د ګډون کولو د پاره سکول نۀ شي پرېښودے ـ زنيش عباسى ووئيل :” د هغوئ به د اېس اېم اېس له لارې د هفته وار ليږلو شوو تجويزونو او هداياتو په ذريعه لارښودنه کولے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here