پېښور: د خېبرپښتونخوا صوبې د اېمرجنسي ريسکيو واکمنانو وئيلي دي چې په ١٤ اګست د ازادۍ ورځ په مناسبت روانه مياشت کښې د ټرېفک پېښو کښې غېر معمولي زياتوالے راغے ځکه چې ځوانانو د جشن ازادۍ نمانځلو د پاره په سړکونو خطرناک کرتبونه وښودل ـ

پېښور کښې د روان کال د اګست په وړومبۍ هفته کښې ٨٢ حادثو کښې ١٢٨ نه زيات کسان ژوبل شول ـ

د اېمرجنسي رېسکيو سروس ١١٢٢ ترجمان بلال فېېضي وائي چې دې پېښو کښې زياتره د زلمو د موټر بائيک ريسنګ او ون ويلنګ له کبله مخې ته راغلې ـ

هغۀ زياته کړه :” هر کال د اګست په مياشت کښې د خلقو لوے شمېر حادثو کښې په حق رسېږي او يا ژوبل کېږي چې د چا په ذريعه يا نيغ په نېغه د موټر سائيکلو له وجې کېږي ـ “

د ازادۍ ورځ هر کال په حقيقت کښې د موټر سائيکلو په شور شعب کښې راځي ـ د تند رفتارۍ، ون ويلنګ، موټر بائيک باندې کرتب ښودلو او ريسنګ په وجه د ځوانانو وېنې په سړکونو توئېږي ـ

٢١ کلن محمد على خپلو ملګرو سره زبردست انداز کښې د ازادۍ ورځ نمانځل غوښتل ولې هغه اوس د خپلې فرېکچر پښې له کبله په کټ پروت دے ـ هغۀ او د هغۀ ملګرو د دې پېښې نه هم څو ورځې مخکښې د ازادۍ ورځ د تيارۍ په لړ کښې سړکونو باندې ون ويلنګ کولو ـ

روان کال د ون ويلنګ په وجه مخې ته راغلې يوه پېښه کښې د ژوبل شوى يو زلمى پلار شفيق خان ترمخه د ملګرو په دباؤ او د بهادر ښکارېدلو په لېونتوب کښې زلمي خطرناکه رويه خپلوي ـ

هغۀ زياته کړه :” د ځوانانو سماجي ګروپونو کښې د خطرناکې رويې اظهار د يو باقاعده رواج شکل اخستے دے ـ يوازې تفريح طبع او يا خپل سري مستي ځوانان په داسې رويه خپلولو مجبوروي ـ “

د اېمرجنسي رېسکيو سروس وياند بلال فېضى وائي چې د تېرو دوو کلونو راسې د ازادۍ ورځ او د اګست مياشت کښې په کېدوونکو پېښو کښې غېر معمولي زياتوالے راغلے دے ځکه چې ملک کښې د امن و امان د غوره حالاتو په وجه د خلقو يو لوے شمېر د جشن ازادۍ په دستورو کښې برخه اخلي ـ

هغۀ زياته کړه چې پېښور ښار کښې د اګست د وړومبۍ هفتې په دوران شوې ٦٠ فى صده حادثې د ون ويلنګ يا موټر سائيکلو باندې د کرتب ښودلو له وجې وشوې ـ

ښاري انتظاميې د تېرو څو هفتو په دوران سړکونو باندې د ون ويلنګ او ريسنګ د ويروونکي رجحان له کبله د رامنځته کېدونکو حادثو په رڼا کښې دې صورتحال باندې قابو موندلو د پاره ګامونه پورته کړي دي ـ

د ټريفک پوليس سينئر سپرنټنډنټ صادق بلوچ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” روان کال کښې به مونږ ځوانانو سره سختي کوو ځکه چې هغوئ په سړکونو نه يوازې  خپل ځان ته بلکې د خلقو د ژوند د پاره هم خطرې راولاړوي ـ

هغۀ زياته کړه چې پوليس په سړکونو د ځوانانو د خطرناکو کرتبونو ښودلو، د ټريفک قوانينو خلاف ورزۍ يا د سائلنسر ويستلو سره موټرسائيکل چلولو د مخنيوي د پاره سل ټيمونه جوړ کړي دي ـ

صادق بلوچ ووئيل چې د ټريف خلاف ورزي کوونکي به پينځو زرو روپو پورې جرمانه کولے شي ـ روان کال آټو ورکشاپس هم د قانون په دائره کښې راوستلے شوي دي کوم چې به د موټرو او موټرسائيکلو نه سائلنسرو وېستلو باندې جرمانه کولے شي ـ

د پېښور د ضلعي انتظاميې ترجمان ساجد خان ووئيل چې د اولس لخوا د ترلاسه شوو شکايتونو په رڼا کښې مقامى حکومت روان کال کښې د ټرېفک خلاف ورزۍ کوونکو په ضد کارروائي کوي ـ

هغۀ زياته کړه چې د ډپټى کمشنر رياض محسود له خوا ضلعي انتظاميې ته د ١٠ نه ١٧ اګست پورې د دفعه ١٤٤ لاندې په يوه پايه او سائلنسرو نه بغېر موټر سائيکل چلولو باندې د بندېز لګولو د پاره هدايات جاري کړے شوي دي ـ

خو ولې د سټي ډسټرکټ ګورنمنټ پېښور ( سي ډي جي پي ) وياند فېروز شاه ووئيل چې ښار کښې د دې خلاف ورزيو د مخنيوي د پاره کارروائي کول د ضلعى حکومت ذمه وارى نۀ ده ـ

هغۀ زياته کړه چې سى ډى جى پى روان کال کښې په وړومبى ځل د ازادۍ ورځې د دستورو په لړ کښې ځوانانو د پاره دوه ورځنے تقريب وکړو چې پکښې د ګاډو، کورونو او کاروبارى عمارتونو سينګارولو مقابلې شامل وې او د هرې کېټېګرى ګټندويه او رنراپ ته نغد انعام ورکړے شو ـ

دې دوران کښې يو زلمے طالب علم مسعود شاه د جشن ازادۍ تقريباتو کښې ګډون د پاره ملګرو سره د سائلنسر نه بغېر موټر سائيکل باندې په يوه پايه راغے ـ

مسعود شاه ووئيل :” د بائيک چلولو نه علاوه د دې اهمې ورځ نمانځلو او خوشحالۍ ښکاره کولو د پاره مونږ سره بله کومه طريقه نېشته ـ “

هغۀ ته چې کله ون ويلنګ سره د تړلو خطرو په حقله وېنا وکړے شوه نو هغۀ ووئيل چې حکومت ته په داسې موقعو د ځوانانو د صحت مندو هلو ځلو کښې مشغول ساتلو د پاره دستورې ترسره کول پکار دي ـ

مسعود شاه زياته کړه :” د ځوانانو په داسې مثبتو دستورو کښې مشغول ساتلو سره د هغوئ توانائي د تعميري مقصدونو د پاره استعمالولے شي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here