اسلام آباد ( رحمت محسود ) واکمنو وئيلي دي چې د حکومت له خوا د ټېکسونو په بابله د ترسره شوى ډډون څخه دا معلومه شوې ده چې ٣٩ ټېکسټائل او سپننګ ملز په غلط کاروبارى ټرانزيکشنز کښې ککړ دي د کوم له کبله چې قامى خزانې ته خواؤشا يو ارب روپۍ زيان رسېدلے دے ـ

فيډرل بورډ آف ريونيو ( ايف بى آر ) او انکم ټېکس محکمې سره اړوند دوو افسرانو د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط نيوز لينز پاکستان ته د دې ټګۍ ټورۍ تفصيل په ګوته کړو ـ

يو افسر ووئيل :” د هغې کمپنيو تعلق ټيکسټائل او سپننګ سېکټر سره دے کومو چې په ټګۍ ټورۍ مشتمل کاروبارى ټرانزېکشن کښې مرسته وکړه ـ ” هغۀ د دې کمپنيو نومونه ونۀ ښودل ځکه چې دې سره به د تفتيش په عمل اثرات وغورځېږى ـ

د انکم ټېکس دفتر انټيلى جنس افسر ووئيل چې محکمې د دې کمپنيو، ملونو خلاف د کارروائۍ د پاره ايف بى آر ته د هغوئ نومونه، د سيلز ټيکس رجسټريشن نمبرې او نور کوائف ورکړي دي ـ

ذکر شوى افسر په ډاګه کړه:” داسې په وړومبى ځل شوي دي چې هر کومه انټيلى جنس ايجنسى د فعال کمپنيو له خوا د ټګۍ ټورۍ په درک لګولو کښې بريالۍ شوې ده کومو چې قامى خزانې ته د ٩٤٣،٥٩٣،٣٦٠ روپو زيان ورسولو ـ “

ايف بى آر سره چې کله رابطه وکړے شوه نو يو افسر يوازې دا وېنا پوره وګڼله :” مونږ د تفتيش لاندې معاملاتو باندې تبصره نۀ کوو ـ “

د معاشى چارو ماهر او انټرنېشنل اسلامک يونيورسټۍ سره تړلى ايسوسى ايټ پروفيسر ډاکټر عبدالرشيد ووئيل چې د ټېکس نۀ ورکولو د ثقافت له کبله په هيواد کښې د ټيکس غلا عام شوې ده ـ

هغۀ زياته کړه :” د لويو کمپنيو له خوا کېدونکې د ټېکس غلا د واکمنو د مرستې نه بغير ممکن نۀ ده ـ ” هغۀ ووئيل چې کۀ کومه انډسټرى يا کمپنى خپله ګټه وټه نۀ ښکاره کوى يا غلط زيانونه رجسټر کوى نو د هغې د مخنيوى د پاره سختې پاليسۍ جوړولو ضرورت دے ـ

پروفيسر ډاکټر عبدالرشيد ووئيل چې کۀ کوم تن يا کمپنى انکم ټېکس ريټرنز نۀ فائل کوى نو هغوئ ته دې د قوانينو ترمخه سزا ورکړے شى ـ هغو کمپنيو ته دې انعام ورکړے شى چې ريټرن جمع کوى ځکه چې د دې بڼې ګامونو سره به د کاروبارى ادارو د ټېکس ورکولو په حقله ډاډګيرنه وشي ـ

هغۀ ووئيل چې هغه کمپنۍ يا کسان، چې زيان څرګندوي، د هغوي د آډټ د پاره دې د ښۀ عزتداره آډټ فرم خدمات ترلاسه کړے شى ـ

د اسلام آباد د يو ګروسرى شاپ مالک شاه نواز ووئيل چې عام خلق نېغ په نېغه يا د چا په ذريعه ټېکس ورکوي ـ هغۀ شکايت وکړو :” د اړونده محکمو افسرانو ته پته ده چې څوک د ټيکس غلا کوى خو ولې هغوئ څۀ کارروائى نۀ کوي ـ “

شاه نواز ووئيل چې کۀ لوئې کمپنۍ باقاعدګۍ سره ټېکس ورکول پېل کړي او ټېکس ريټرنز جمع کړى نو حکومت ته به د بالواسطه ټېکس لګولو ضرورت نۀ پېښيږي کوم چې په ګاهکانو اثر پرېباسى ـ

دا معامله هغه وخت په ډاګه شوه کله چې تېره هفته د راتلونکى مالى کال د پاره د بجټ اعلان وکړے شو ـ دې نه وړاندې نيوز لينز پاکستان رپورټ وړاندې کړے وۀ چې حکومت نېغ په نيغه ټېکس يا منى بجټ لګولے دے ځکه چې شتمنه طبقه، کاروبارى اشرافيه او صنعت کار ټېکس نۀ ورکوى ـ

ډاکټر عبدالرشيد ووئيل چې د ټېکس ورکولو د کمزورى نظام له کبله ځائى او غير ملکى کاروبار باندې بد اثرات پرېوځي ـ

د اسلام آباد د مېوې او سبزى منډۍ نوموړے تاجر رضا شاه وائي چې د ټولنې کمزورې طبقه ټيکس ورکوى او شتمنه طبقه د ټېکس غلا کوى ـ

هغۀ ووئيل :” عام تاثر دا دے چې حکومت انتهائى کمزورے دے د کوم په سؤب چې د کاروبارى نيازبينو ټيکس نېټ کښې د راوستلو قابل نۀ دے ـ ” رضا شاه زياته کړه چې واړۀ تاجران او عام خلق دا شکايت کوي چې ګاهکانو ته د ټېکسونو دا بوجهـ زغمل وى ـ

د هغۀ وېنا وه چې د انکم ټېکس محکمه بايد د هغو شتمنو کسانو او خلقو نومونه قام ته ورښکاره کړى څوک چې د ټېکس غلا کښې ککړ دي ـ

پاکستان انسټى ټيوټ آف ليجسليټيو ډويلپمنټ اينډ ټرانسپرنسى ( پلډاټ ) تېر کال خپل يو شائع شوى رپورټ په عنوان ” پاکستان کښې ټيکس اصلاحات ” کښې وائي چې پاکستان کښې د ټېکسونو په جى ډى پى کښې تناسب ټوله ايشياء کښې تر ټولو کم دے او ملک په لويه پېمانه د نيغ په نېغه ټېکس لګولو باوجود د سنجيده بڼې د بجټ خسارې سره مخامخ کيږى، دا نېغ په نېغه ټېکس د رجعى نوعيت دے او په لږې ګټې وټې کوونکې طبقه د ډېر زيات بوجهـ سؤب ګرځى ـ

وړاندې له دې د ايف بى آر يو افسر نيوز لينز پاکستان سره، د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط، خبرو اترو کښې وئيلي وو چې د پاکستان د ابادۍ يوازې هم ٠ اعشاريه ٣ سلنه برخه ټيکس ريټرن جمع کوى يا انکم ټيکس ورکوى او هغۀ وئيلي وو چې دا شرح ټوله نړۍ کښې تر ټولو کمه ده ـ

هغۀ دا هم وئيلي وو چې پاکستان کښې ٧٠ لکه کسان د ټېکس ورکولو جوګه دي ـ

د پلډاټ په رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې پاکستان کښې د ټېکسونو د وصولتيا ميکانزم سم نۀ دے د کوم له کبله چې اشرافيه د ټېکس ورکولو نه بچ کيږي ، او وګړيو کښې ورسره د سماجى او معاشى توازن نيشتوالے زياتيږى ـ په دې کښې دا هم وئيلي شوي دي چې د ټېکس د نادهندګانو دې سرختۍ سره سکروټنى وکړے شى ـ

حکومت بايد د هغوي د بينک اکاؤنټونو پورې هم محدود پاتې نۀ شى بلکې د هغوئ ټولو سرګرميو د مثال په توګه د هغوئ جائيدادونو، کاروبارى هلو ځلو، رجسټرډ او غير رجسټرډ بنک اکاؤنټس وغېره ته د پاملرنې کولو ضرورت دے ـ

رپورټ کښې وړاندې وئيلي شوي دي:” د ټيکسونو د وصولتيا بنيادى قانون دې ټولو صنعتونو ته وروغزولے شى چې ورسره به مناسب سيلز ټېکس ريونيو ترلاسه شى ـ “

د سرکارى شمېرو څخه دا په ډاګه کىږى چې تېر کال حکومت د مالى کال ١٦-٢٠١٥ء بجټ پېش کړو نو په هغې کښې ټول لګښتونه د ٤٢ کهرب نه زيات وو ـ

د انکم ټېکس محکمې اړوند يو افسر ووئيل چې تېر وخت کښې د کاغذى ټرانزيکشن په معاملاتو کښې زياتره بليک لسټ کېدونکي يا بند يونټونه ککړ وو ـ

هغۀ ومنله چې د ټګۍ ټورۍ داسې لوے معاملات هم رامنځته شوي دي چې پکښې بليک لسټ کېدونکو يونټونو کاغذى ټرانزيکشن وکړو او د هغوي نه د غلا کړے شوى رقم واپسى ناممکنه ده ـ “

د تفصيلاتو نه دا هم په ډاګه شوه چې انټيلى جنس ډائريکټوريټ د سيلز ټيکس ورکوونکو له خوا د غلط ټرانزيکسن په کوټلو معلوماتو بيلابيلو معاملاتو باندې تفتيش پېل کړو ـ

هغۀ زياته کړه :” د انکوائرۍ نه دا په ډاګه شوې وه چې رجسټرډ کسان کاغذى يا غلط ټرانزيکشنز کښې ککړ وو ـ هغوئ په ټګۍ ټورۍ اډاڼه ټرانزيکشنز کښې مرسته وکړه ـ “

ذکر شوى افسر ووئيل چې رجسټرډ کسانو په انوائس غلط نرخ درج کړو او د سيلز ټيکس اطلاق په انوائس ليکلى شوى قيمت باندې کيږى ـ

د هغۀ وېنا وه چې تفصيلى رپورټونه ريجنل ټيکس افسرانو ته ليږلي شوي دي چې دا شان دې ټګۍ ټورۍ کښې د ککړو کمپنيو او کسانو څخه د ټيکس د غلا د رقم نه علاوه جرمانه واخستے شى او سزا ورکړے شى ـ
معاشى تجزيه کار او اسسټنټ پروفېسر ډاکټر شجاع الملک ووئيل چې ټيکس فراډ يا غلا په قامى خزانه بيخى زيات د منفى بڼې اثرات غورځوي ـ هغۀ ووئيل :” د ټېکس غلا په حکومتى ګټه وټه کښې د کمى سؤب ګرځى ـ ” ډاکټر شجاع الملک ووئيل چې حکومت ته د خسارې او يا بيا د لګښتونو پوره کولو د پاره قرضه اخستل وى او يا د يو نوى منى بجټ راوړلو ضرورت پېښيږى ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه :” کله چې خلق ټيکس پټوي نو ګټه وټه کمېږي خو په خرڅونو څۀ فرق نۀ پريوځى ـ په دې حالاتو کښې حکومت ته په قرضو انحصار کول وى چې ورسره په قامى خزانه بد اثرات پرېوځي ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here