د فاټا په برخه کې  د افراطيت دليوالتيا سره مخ کولو لپاره د کارکوونکو کمښت

0
1346

پښور: د ښوويځي زده کونکي،والدين او ښوونکي واي په پاکستان کې تر ډير لږ پر مختللي قبائلي سيمه کي ، د انجنيرانو  او ډاکټرانو په توګه د بيوزلو ځوانانو خوبونه مخه د ښونځيو د ښوونکو  د مړينې او د اساسي  تاسيات نيشتوالۍ نيسي

۷ کلن عابد خان چې په سوئيلي  وزيرستان کي  په حکومتي مکتب کې سبق وائي،نيوز لينز پاکستان ته وويل چې” د زما خواهش دۍ چې زه يو طبۍ پريکټيشنر  جوړ شم چې د خپلو خلکو د لګښت څخه پاک خدمت وکړم “

هغه وائي چې اکثره زه سکول ته ناوخته رسيږم ولي چې د کور نه تر مکتبه د ټرانسپورټ  نيشتوالۍ ده

هغه زياتوي چې”د ماته درد راکوي کله چې زه خپل ښوونځۍ د ولسواليو لري سيمو ته پر تله کوم “

جهانزيب چې د فاټا په لومړني ښوونځي کې ښوونکۍ دې،وائۍ،د هغه ښونځۍ د وړښوونکو، د څښک پاکو اوبو،تشنابو،د لوبو ډګر او سمبال ټرانسپورټ ته اړتيا لري

 د فاټا تعليمي چارواکي او قومي مشران وايي د ماليې وزارت له ځنډ سره سم په بې ثباته قبايلي سيمو کې د ۲۳۶۲ ښوونکو د  پوسټونو تاييد کول به په سيمه  کې د ياغيانو  د تاوانونو د وهلو په  د موخه د هڅو په اړه يو ځنډ وي

قامي مشر ملک نور نواز  يادوي په تيره لسيزه کي زياتره دسيمي  ناخوانده  ځوانان د ترها ګري په لور لاړل

نور نواز  نيوز لينز ته وويل چې” دلته د  ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره ګامونه  آخيستل په کار دي “

د فاټا د زده کونکو   ټولو ټولنو مشر  خان مالک وائي،د ۲۰۰۷ کال راهسي په قبايلي سيمو کې د تعليمي موسسو لپاره  يو شمير  دولتي ودانۍ جوړ شوي دي.د فاټا تعليمي محکمي د نوي عمارتونو  آبادولو لپاره  د ورزده کونکو بهرتي کولو هڅي کړي دي

مالک وائي”ښوونه او روزنه زموږ د ټولو ستونزو حل دي. که تاسو واقعيت غواړئ چې افراطيت لاړ شي،چې سيمه پراختياومومي، نو تاسو بايد د سواد کچه لوړه کړي “

ښوونکي نسيمه بي بي،چي د سوئيلۍ وزيرستان د ښوونې او روزنې يو افسر دي وائي، د فاټا په کچه د پوهنې سيکټر له ننګونو سره مخ دي.

هغي وائي”د ښوونې او روزنې ډيرۍ موسسې د ښوونکو  لپاره د استوګنې آسانتياوې نه لري،د وړ ښوونکو د کارکونکو نيشتوالۍ،او دوۍ د څښاک  اوبه پرته دي دلته ځينې ستونزې شتون لري چې بيړنۍ حل ته اړتيا لري “

د ټولنې رزونې او هڅونې پروګرام (سي اے ايم پي) يو غير دولتي سازمان چې د سولې او پر مختګ لپاره هڅه کوۍ،په وړاندي د ۱۹۹۸ کال د سر شميرنې راپور سره سم،د فاټا ټول آبادي شمير 3.17 ملين دي.د سيمې خلک اټکل کوي چې نفوس  ۷ مليونه دي. داخلي بيځايه کيدنه په ۲۰۰۹ کال کي په لوړه کچه وه کله چې ۳ مليونه خلک بيځا يه شول، او په دۍ کي ګڼ شمير د خيبر پختون خواه او فاټا په پوځي عملياتو کې وتښتېدل.

 د ۲۰۱۶ کال په پاۍ کې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د قبايلۍ سيمي ډيرۍ برخې د ياغيانو له مينځه وړل دي.دي وويل چې د داخلي بۍ ځايه شوي کسان(آئي ډي پي ايز) به د ۲۰۱۶ تر پايه پوري خپل کورونو ته وليږدول شي

د وفاق انتظام لاندي قبايلي سيمه (فاټا) په پراخه توګه د قبائيلي بيلټپه نوم پيژندل کيږي- د اوو کلونو په ترڅ کې د امنيتې ځواکونو او طالبانو  ترمينځ د تاوتريخوالۍ جګړو وروسته ويرې او تباهي وليدله

علي شاه چې د وانه  په يو سرکاري مکتب کي د لسم جماعت زده کونکي دي د خلپې ټولنې او هيواد خدمت کولو لپاره انجنير جوړيدولو عزم لري

“زه غواړم خپل جنګ ځپلي کور ښار ودان کړم “هغه نيوز لينز پاکستان ته د ټيلي فون د لاري وائي”مګر زه ويره کوم چې زه به په دې حالت کې لوړو زدکړي تر لاسه نه کړم “

 د هغو معلوماتو په اساس چې د خبر د نيوز لينز لخوا بيا کتنا شوي،د فاټا د پوهنې رياست د لوړو،منځنيو او لومړنيو ښوويځيو لپاره د ۲۰۸۲ تدريس کيډرز آسامي تاييد او د سيمې نوي جوړ شوي کيډټ کالجو لپاره ۲۸۰ پوسټونه استولي دي

مالک زور ورکوي” د تعليمي موسسو لپاره د ودانيو جوړولو لپاره په بيلينو کلداري مصرف شوي دي. مګر د اسانتياوې اوس يو ښايسته ليد وړاندې کوي او د مينځلو له مينځه وړل کيږي “

د ټولنيزو مسوليتونو د شميرې(پي ايس آر) ماهرينو په وينا، لږ تر  لږه ۸۰۰۰۰ پاکستانيان(امنيتي ځواکونه،ملکيان او ياغيان) په تيره لسيزه کې د پاکستان په تاوتريخوالي کې ووژل شول.

قبايلۍ مشر چې د هغوي دوه زامن  د وانه په يو دولتي مکتب کۍ سبق وائي.دوي شکايت کړۍ چې د دوۍ ښوونځي د سائينس ليبارټري نه لري او ښوونکۍ کافي نه دي.

مشر ينوز لينز ته وويل چې” موږ نه کارخاني لرو نه بل کاروبار چيرته چې زموږ ماشومان  د بديل په توګه کار کولاۍ شي ،که چيرې هغوۍ بې کاره پاتې شي “

“حکومت بايد د ښوونکو شميره کې د کموالۍ جدي انديښنه ولري.بلکه د ښوونځيو نشتوالۍ د ټولنيزو ضد عناصرو لاسونه پياوړي کوي “د فاټا تعليمي رياست مشر هاشم خان آفريدي وويل چې،د هغه رياست هڅه کوي د ښوونکو د نشتوالۍ له امله نوي تعليمي موسسې فعال کړي.

هغي نيوزلينز ته وويل چې”موږ کولۍ شو په فاټا کې ۷۰۰ ښوونځي فعال کړو که چيرې موږ د اړتياوو تشخيص تصويب کړو “

د فاټا سيکرټريټ او بيورو آف شماريات لخوا تر سره کړۍ سروي په وړاندي په فاټا کې د سواد کچه33.3 فيصده ده،چې په ۲۰۱۳ کې په اټکل سره ۵۸ فيصده ښکته ده

په ورته توګه،په فاټا کې د بالغانو سواد کچه28.4 فيصده ده،په داسې حال کې چې ملي منځنۍ کچه ۵۷ فيصده ده. په سواد زده کړه کې د جندر تشه شتون لري. په فاټا کې د  ناريناو د سواد کچه 45 فيصده ده.په فاټا کي په زناناو کې د سواد کچه د حيرانتيا 7.8 فيصده ده

آفريدي وائي چې،په جنوبي وزيرستان کې د جينکو لومړنۍ کالج پراخه ده، خو د ښوونکي نه لري.آفريدي وويل”د ځاي خلکو ترمينځ د زده کړې زياتوالۍ به په اوږد مهال کې د ترهاګري دوسيه کمزورۍ کړي “

د ماليې وزارت سلاکار مظفر برکي وائي،د ۲۰۱۴-۲۰۱۵ کال،د ماليې   و زارت مالي چارو څانګه  ۳۸۶ د خالي  اړتياو   ۳۳۵ زده کړې تاييدونه تصويب کړي

د ورزده کونکو ټولني مشر مالک زياتوي،چې مرکزي حکومت د پوهنې رياست غوښتنې ته غير ضروري اعتراضونه ليږدول شوي

 د پوهنو ماهر  او مدني فعال ابراهيم پاشا وائي،فاټا د ترهاګري له امله په ناوړه توګه اغيز من  شوي

پاشا وويل،د بدبخته نه ده چې”د فاټا په ټولو موخو کي د زرګونو پرمختيا يي اهدافو(ايم ډۍ جۍ) يه زده کړي موخې نشي ترلاسه کيدۍ “

هغه زياتوي چې د خصوصي زده کړو سيکټر په داسي حال کې فاټا ته نه شي را تللۍ،کله چې حکومت  نشي کولۍ د تعليمي موسسو فعا ليت وکړي

آفريدي وويل چې د هغۍ محکمه د هلکانو او انجونو تر منځ د حتۍ د زده کړې نسبت ته وده ورکولو لپاره په زړه پورې کار کوي

هغه زياتوي چې”موږ لاد مخه د نوم ليکنې مهم پيل کړۍ تر څو  تر پنځو کلنو پوري ۲۰۰۰۰۰ ماشومان په ښوونځيو کې شامل شي،کوم چې د پام وړ برياليتوب  تر لاسه کړي “

د دي نوم ليکنې مهم اولني برخه په مئۍ مياشت کال ۲۰۱۶ کي کې سر ته رسيدلۍ، چې ۶۰ فيصده هدف ې ترلاسه کړي، د دې مهم دوئمه برخه به په کال ۲۰۱۷ ستمبر مياشتي کي پيل کيږي

دفاټا څخه بيورو کريټ احسان  ﷲ خان وائې چې هغوي په خپله د تيرو درو کلنو راهسي په قبائلي سيمه کي د تعليم پر مختګ لپاره کار کړي، وائي ښوونې او روزنې سيکټر په سيمه کې  د تاو تريخوالې په وخت کې تر ټولو بد حالت ته مخ شوي

خان وائې”په فاټا کي د پوهنې سيکټر په بشپړ ډول زيانمن شوۍ دۍ،پوځ کيډټ کالجونه او آرمۍ پبلک سکولونه(اے پي ايس) تاسيس کړۍ،مګر په تعليمۍ سيکټر کې د دولت مداخله زړه نه زړه ده “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here