نصابى کتابونه په ټولنه کښې د انتهاخوښۍ او کرکې د ودې سؤب وګرځېدو

0
2942

لاهور ( دردانه نجم ) د نيشنل ايکشن پلان ( اين اے پى ) د ټاکنې نه وروستو سول سوسائټى په ټولو صوبائى حکومتونو دا زور راوړے دے چې هغوي دې نصابى کتابونه د نوى سره ترتيب کړي ځکه چې هغه دا باور لرى چې دې نصابى کتابونو کښې په د اقليتونو، ښځو او مذهبى بنيادونو باندې د تعصب مواد شامل دي ـ
د پاکستان په تعليمى پاليسۍ د يوې داسې قامى بيانيې د ودې تور لګولے شى کوم سره چې د يوې ځانګړې مذهبى نظريې د فراختيا ډاډګيرنه کيږى ـ
ګورنمنټ کالج يونيورسټى لاهور سره اړوند د تاريخ پروفيسر طاهر کامران نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې دا قومى نظريه په ډاګه کړه ـ هغۀ ووئيل :” اردو، اسلام او هندو” د دې بيانيې درې اساسى لاملونه دي ـ هغۀ ووئيل چې رياست د لوئېديز او هندو ضد جذبات لتاړولو د پاره د اسلام يوه ځانله تشريح کړې ده ـ طاهر کامران زياته کړه :” پاليسۍ جوړوونکو يو داسې فکر د نصاب برخه جوړه کړه د کوم له کبله چې مونږ خپلو بچو ته د مسخ شوو حقائقو ښودل پيل کړل ـ “
د هغۀ وېنا وه :” نصابى کتابونو کښې غلط معلومات شامل کړے شوي دي لکه چې د جماعت اسلامى بانى مولانا مودودى، د قائداعظم ښې لاس وۀ ـ رښتيا خو دا دي چې د جماعت اسلامى پشمول ټولو مذهبى ګوندونو د پاکستان د جوړېدو مخالفت کړے وۀ ـ “
د تېرو څو کالو په دوران پاکستان کښې د اقليتونو په ضد د زور زياتى نه ډکې رويه کښې څو چنده زياتوالے راغلے دے ـ د هر کومې اقليتى ډلې د غړيو خلاف يوازې د مذهب د سپکاوى تور لګولو سره په دې بابله د جومات د پيش امام له خوا اعلان هم ګڼه ګوڼه په بلوه بدلولے شى ـ
د ماهرانو ترمخه تعليمى نظام کښې د منطقى فکر، چې پکښې د رائې د اخلاف حوصله ماتول او د پوښتنې کولو غندنه کولے شى، د نيشتوالى او د مذهبى لارښودانو په احکاماتو پټو سترګو باندې د عمل درآمد کولو له کبله دا صورتحال پېدا شوے دے ـ
طاهر کامران ووئيل :” مونږ طالبعلمانو ته د تېر وخت پېښې خو په اوچت انداز کښې وړاندې کوو ولې د زوال د لاملونو په اړه مو د هر ډول خبرو اترو مزاحمت کړے دے ـ د دې عمل په دوران مونږ د ماشومانو د ذات د تجزيې او په هغوئ کښې د تنقيدى فکر پېدا کولو د حق سرغړؤنه کړې ده ـ “
د هغۀ وړاندې وېنا وه :” کله چې مونږ د ذات د تجزيې نه مخ اړوو نو سازشى نظرياتو کښې پناه لټوو د کوم له کبله چې پاکستان کښې د کېدوونکو منفى هلو ځلو ذمه وارى يا خو په هندوانو وراچوو او يا يهوديان ئې په ضد کښې راځي ـ “
د تعليم د ماهرانو دا خيال دے چې د سماجى علومو، انګريزۍ، اردو او سوکس اول جماعت او ايف اے پورې نصاب د ماشوم د اقدارو او پېژندګلو په ټاکنه کښې اهم کردار ترسره کوى ـ
ايکشن ايډ پاکستان او جاګ ( دواړه هم غيرسرکارى تنظيمونه دي) سره اړوند څېړنکار سکالر عامر رياض له خوا د شوې څېړنې ترمخه د پنجاب تعليمى ادارو کښې ښودلے کېدوونکو نصابى کتابونو کښې داسې مواد شامل دي په کومو کښې چې لاندې ورکړے کېدونکو چارو ته زياته پاملرنه شوې ده :
١ – مسلمان يوازينے مذهب دے چې په حقانيت اډاڼه دے ـ
٢ – غير مسلمه، په مسلمانانو منفى توګه باندې اثر غورځوى ـ
٣ – د اسلام ځينې ډلې د سمې لارې نه بې لارې شوې دي ـ
٤ – د جنګ او طاقت کارؤل سم دي ـ
٥ – زميدار او ميرمنې د دوېمې درجې وګړي دي ـ
عامر رياض نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې ټول پاکستان کښې نصابى کتابونو ژبني، ډله ايز او د وګړتوب تعصباتو ته وده ورکړې ده ـ
هغۀ ووئيل چې د کليوال طرز د ژوند د وضاحت د پاره خپل کړے شوى انداز او مثالونو د وړو قصبو خلاف د حېرانۍ رويه او عصبيت پېدا کړے دے چې دا شان ځائى خلق ښارونو ته په مخه کولو مجبور وى ـ
د سسټين ايبل ډويلپمنټ پاليسى انسټى ټيوټ له خوا د شوې يوې بلې څېړنې ترمخه د اسلاميات ( اسلامى علمونه ) د لازمى مضمون په توګه د ښودنې نه علاوه د نورو مضمونونو لکه سماجى علوم او نګرېزى هم د اسلامى موضوعاتو نه ډک دي ـ

A Poster outside Punjab Textbook Board, Lahore : Photo by News Lens Pakistan/
A Poster outside Punjab Textbook Board, Lahore : Photo by News Lens Pakistan/

پاکستان کښې د انصاب د اسلامائزيشن پيل د ٧٠ء د لسيزې په اخر کښې د فوځى حکمران جنرل ضياء الحق په دور کښې وشو څوک چې يوې لسيزې پورې د پاکستان په اقتدار پاتې شوے دے ـ
هغۀ ١٩٧٩ء کښې د قومى تعليمى پاليسۍ او په هغې د عمل درآمد اعلان وکړو د کوم ترمخه چې:
” د نصاب نظرثانى به د دې په رڼا کښې د پاملرنې په بنياد کولے شى چې ټول مواد د اسلامى فکر په تناظر کښې بيا د نوى سره ترتيب کړے شى د کوم نه پس چې به اسلامى فکر د زلمى کهول په ذهنونو نۀ يوازې اثر وغورځوى او د هغوئ د عقيدو د مضبوطېدو سؤب به وګرځى بلکې د ټولنې د اسلامى اصولو ترمخه تشکيل کښې به ترې هم لاس مرسته ترلاسه شى ـ “
آئينى ماهران دا پاليسى د پاکستان د دستور د شق ٢٢ خلاف ورزى ګرځوي په کوم کښې چې وئيلے شوي دي :
” د هر کومې تعليمى ادارې طالب علم ته د داسې مذهبى تعليم ورکولو ضرورت دے او نۀ هم هغۀ ته په داسې مذهبى دستورو يا عبادتونو کښې برخه اخستل پکار دي د کوم چې د هغوي مذهب سره څۀ تعلق نۀ لرى ـ”
نيوز لينز چې کله د پنجاب ټيکسټ بک بورډ مينجنګ ډائريکټر نوازش على سره ګلبرګ، لاهور کښې قائم د هغوي په دفتر کښې ليدل کتل وکړل نو هغۀ د نيوز لينز پاکستان د ډلې پام تر ټولو وړاندې خو د ټيکسټ بک بورډ د نوم بدلولو لورى ته راوګرځولو چې اوس پنجاب کيريکولم و ټيکسټ بک بورډ شوے دے ـ د هغۀ ترمخه د نوم دې بدلون سره دا په ډاګه کيږى چې حکومت د نصابى کتابونو د مواد او معيار ښۀ کولو په حقله په پوره توګه خپلواکه دے ـ
دې نه مخکښې به يوې ځانله محکمې کيريکولم ريسرچ و ډويلپمنټ ونګ د نصابى کتابونو د ليکلو، ايډيټنګ او پروف ريډنګ ذمه وار وۀ ـ ټيکسټ بک بورډ د موادو د معيار په ځائے ساتلو د پاره د هغې د پرنټنګ او نرخونو د ټاکنې ذمه وار دے ـ
نوازش على ومنله چې نصابى کتابونو کښې حقائق په سم ډول وړاندې نۀ کړے شول ـ هغۀ ووئيل چې ځينو کتابونو کښې د ښارى مېرمنو ذکر کولو سره سپکه ژبه کارؤلے شوې ده ـ
هغۀ زياته کړه :” د قامى ايکشن پلان لاندې د ورکړے شوو هداياتو ترمخه مونږ د اول جماعت نه شپږم پورې نوے نصاب تياروو ـ مونږ د ټولو ډلو لکه د ښځو، اقليتونو، ماشومانو، استاذانو او ميډيا نه د نوو نصابى کتابونو د تشکيل په اړه تجويزونه غوښتي دي ـ ” هغۀ زياته کړه چې هم د دې اجتماعى زيار له کبله به د منلو وړ يو نصاب جوړولو کښې لاس مرسته ترلاسه شى چې پکښې به د ټولنې د هرې ډلې د حقونو ، مقام او مرتبې خيال ساتلے شى ـ
نوازش على زياته کړه :” د عارضى بندوبست په توګه ، تر کومه چې نوے نصاب تيار شوے نۀ وى، مونږ د مډل نه هائر سيکنډرى جماعتونو پورې د مطالعې د پاره ضمنى مواد رامنځته کړي دي کوم چې د صوبو ترمنځه او د مذهبونو ترمنځه د هم غږۍ د فراختيا د مقصد په خاطر تشکيل کړے شوي دي ـ “
سول سوسائټى د مطالعې د پاره د ضمنى موادو ټاکنه د سم لورى خوا ته يو ګام ګرځوى ـ د ترهه ګرۍ په حقله موضوعات د نصابى کتابونو په يوه لويه برخه مشتمل دي ـ
خو ولې د بحث لاندې دغه مواد غير معيارى او موضوعاتو کښې ئې تحقيق نشته ـ
نوموړے مصنف، د بشرى حقونو کارمند او کالم نګار وجاهت مسعود نصابى کتابونو کښې د ترهه ګرۍ د موضوعاتو د زيات مقدار په حقله حکومتى پاليسۍ کښې څۀ بدلون نۀ وينى ـ
هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې هر کله چې د پاکستان داخله وزير چودهرى نثار على خان ترهه ګر او مجرم کښې توپېر په ډاګه کولے نۀ شى کولے او کله چې هغه د لال مسجد د پيش امام مولانا عبدالعزيز په ضد د کارروائۍ کولو څخه يو خوا ته په نظر راځى څوک د رياست عملدارى چيلنج کوى نو آيا مونږ نصابى کتابونو نه د څۀ معجزې هيله لرلے شو؟
د هغۀ وړاندې وېنا وه :” زما خيال نۀ دے چې حکومت به د نصابى کتابونو نه په مذهبى تعصباتو مشتمل مواد لرې کولو ټاسک سنجيدګۍ سره ترسره کړى ـ اصلى چيلنج خو به هغه وخت مخې ته راځى کله چې موجوده قومى بانيه بدله شى او ترهه ګرو ته د هغوئ د مذهبى تړونونو څخه يو خوا ته سزاګانې ورکړے شي ـ “

Punjab Textbook Board, Lahore : Photo by News Lens Pakistan/
Punjab Textbook Board, Lahore : Photo by News Lens Pakistan/

وجاهت مسعود زياته کړه :” په قامى تګلاره په سمه توګه عملدرآمد د پاره چې څنګه سلوک ډاکټر عاصم سره وکړے شو، دغه شان مولانا عبدالعزيز سره کولو ته ضرورت دے ـ “
نوازش على د خبرو اترو په پاې کښې د پاليسۍ بيان ورکولو سره ووئيل چې پنجاب کښې به راتلوکى وخت کښې هم اسلام او نظريه پاکستان د نصابى کتابونو بنيادى جز وى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here