د يو نوى امتحان او نوى ازمېښت تيارى، ٤٥ کلنه عابده پروين ليډى هيلتهـ ورکره ده چې د ١٩٩٨ راسې د پوليو د مخنيوى په هر مهم کښې ئې ګډون کړے دے، روانه مياشت کښې دا مهم د ١٥ فرورۍ نه ټاکلے دے ـ دې مهم کښې د برخې اخستو د پاره د اندېښنو باوجود د عابدې تيارۍ پوره دي ـ

د پاکستان د ټولو نه لوے ښار کراچۍ کښې د صحت د محکمې ترمخه ٦ زره ليډى هيلتهـ ورکرې د پوليو د مخنيوى مهم کښې ګډون کوي او د يوې ورځې معاوضه پينځۀ سوه روپۍ ټاکلې شوې ده ـ

د عابده پروين ترمخه د مهم نه هم ٢٠ ورځې مخکښې د هغې تيارۍ پيل کيږي د کوم د پاره چې د صحت مرکزونو کښې غونډې او تربيتى ناستې کولے شي، چې پکښې هغوئ ته د څاڅکو ورکولو نه علاوه خلقو سره د ملګرتيا د خبرو اترو تربيت ورکولے شي ـ

عابده پروين لانډهى کښې په ډيوټۍ ده، د هغې ترمخه د مهم په ورځ هغه سحر د صحت مرکز ته رسى د چرته نه چې ډلې د بيلابيلو سيمو لورى ته ځي او دا پرېکړه هم د وړومبۍ نقشې ترمخه کيږى چې چا ته کومه سيمه ورکول دي ـ

د عابدې ترمخه هرې ډلې سره دوه پوليس اهلکار په ډيوټۍ وي، کومې سيمې چې زياتې حساسې وي هلته زياته نفرى ورکولے شى ـ

دا پوليس اهلکار د کورونو دننه نۀ وي کۀ ښځينه پوليس کارمندانې هم ورکړے شي نو ښۀ خبره ده ـ ځکه چې د سړو پوليس واله ؤ دا هڅه وي چې وخت ونۀ لګى ولې زياتره داسې کيږي چې کۀ څوک څاڅکو ورکولو ته پرې ښودې نۀ شي نو کور ته دننه هم ورتلل وى ـ،

د عابده پروين ترمخه پوليو کارمندانې زياتې د پښتنو په سيمو کښې پريشانۍ سره مخامخ کيږي او هغوئ هلته د کلمې په وئيلو او سر په تلى کښې اېښودو سره ځي ـ

د عابدې ووئيل چې، د چا دا وېنا وي چې دا د امريکې مهم دے، دا د خاندانى منصوبه بندۍ د پاره دي او څوک پکښې مذهبى مسلې رامنځته کوي ځينې خو دا وائي چې زمونږ خپل بچي دي چې مونږ ورته څاڅکي نۀ ورکوو نو تاسو څله دا خبره کويئ ـ،

عابده زياتوي چې، د مهم په دوران ستغې سپورې خبرې هم اوروو او دې سره سره ملنډې هم راپسې کيږي څو ځله خو مونږ په کاڼو هم ويشتې شوې يوو ـ،

،يو ځل مونږ لانډهى شيرپاؤ کالونۍ ته لاړوو نو يو هلک په مونږ تماچه راواړوله ـ هغه ورځ مونږ سره کوم سکيورټى واله هم نۀ وۀ ـ بيا مونږ سمدستى شکايت وکړو نو پوليس رينجرز ټول راغلي وو ـ ،

د بى بى سى د يو رپورټ ترمخه، د کال دوه زره يوولسم پورې پاکستان په هغو ملکونو کښې شامل وۀ چرته چې تر اوسه د پوليو کيسونه مخې ته راځي ـ او کال ٢٠١٢ء کښې پاکستان د نړۍ په هغو دريو هېوادونو کښې يو وۀ چرته چې د پوليو وائرس اوس هم موجوديت لرى ـ په نورو هيوادونو کښې افغانستان او نائجيريا شامل دي ـ،

عابدې ووئيل کوم خلق چې د پوليو د څاڅکو ورکولو نه خلق منع کوي د هغوئ رضا کول ډېر ګران وي ـ کۀ هغوئ په دې ونۀ منى نو بيا ميډيکل افسر ځان سره بوتلل وى که د هغۀ هم ونۀ منى نو بيا ډبليو ايچ او واله ځان سره بوځووـ

ياده دې وى چې اوس نړۍ کښې يوازې دوه ملکونه پاکستان او افغانستان پاتې دي چرته چې د پوليو وائرس موجوديت لري د کومې د خورېدو د مخنيوى د پاره چې د ملګرو ملتونو د صحت ذيلى ادارې ډبليو ايچ او په پاکستان د تګ راتګ بندېزونه هم لګولي دي ـ

عابده وائي سختې کۀ هر څومره راغلې کله مو هم د پوليو د مخنيوى مهم کښې د برخې اخستو نه مخ وانۀ ړولو د هغې ترمخه، د نيک کار د پاره ووځو ځکه نو کۀ مروو هم نو ويرېږو نه ولې مونږ د ماشومانو د پاره راووتي يوو زۀ غواړم چې د پاکستان نه دا مرګونے رنځ ختم شى ځکه چې زما خپل زوئي په دې رنځ ساه ورکړې ده او زۀ غواړم چې د پاکستان څخه دا خطرناکه ناروغى ختمه شى ـ

پاکستان کښې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې نه وروستو پوليو ډلو باندې حملې زياتې شوې ، د ځينو رپورټونو ترمخه د پوليو ويکسين په بهانه د اسامه کمپاؤنډ ته رسد ترلاسه کړے شو،

کراچۍ کښې د دې حملو په نتيجه کښې اووۀ رضاکار وژلي شوي دي ـ هم يوه داسې حمله کښې د پوليو رضاکاره سلمى جعفر ژوبل شوې وه ـ

د سلمى جعفر وېنا ده چې د قيوم آباد سيمه کښې تر شلمې فرورۍ ٢٠١٤ هر څۀ سم وو ولې په سبا ايله هغوئ مهم شروع کړے وۀ چې ناڅاپه په بائيک دوه کسان راغلل او ډزې ئې وکړې ـ کومو سره چې هغه په سينه او لاس دوه دوه ډزه ولګېده ـ حمله کوونکو د هغې يوه ښځينه ملګرې انيتا يو ډز وويشته چې هغه پرې په مخ ولګيده او يو هلک هم ولګېدو چې دواړه مړۀ شول ـ

ياده دې وى چې کال ٢٠١٢ء نه تقريباَ هر کال کراچۍ کښې پوليو ورکرانو باندې حملې رپورټ شوې دي او څو ځله د مناسبې سکيورټى نۀ ترلاسه کېدو له کبله د پوليو د مخنيوى مهم ځنډولے شوے هم دے ـ او د دغې حملو نه پس کراچۍ کښې د صحت د نړيوالې ادارې دفتر هم بند کړے شوے وۀ ـ

د سلمى جعفر ترمخه کله چې حمله وشوه په هغه ورځ هغې سره هيڅ سکيورټى نۀ وه ـ د تاڼې نه هغې ته فون راغے چې هره څۀ مسله هم وى نو وائۍ ولې هغې ته سکيورټى ورنۀ کړے شوه ـ تر دې چې د حملې نه وروستو هغې پخپله د خپل موبائل فون نه چهيپا ايمبولنس سروس ته کال کړے وۀ خو ډېر وخت پس ايمبولنس راغلے دے او حمله کوونکو بيا راتللو سره ډزې وکړې او هغه ئې شايد چې مړه وګڼله او پرې ئې ښوده ـ

د دې حملې نه پس هغه ناروغه وى او ډاکټر هغې ته د سرجرۍ مشوره ورکړې ده ـ د سلمى ترمخه ، دې نه وړاندې په علاج کولو پينځۀ لکه روپۍ لګښت راغے او زۀ قرضدارې شوې يم ـ اوس نوکرى هم نۀ شم کولے ځکه چې ناروغه يم زما درې لوڼه او يو زوئې دے ـ زما خاوند شپږ کاله مخکښې په حق ورسېدو په دې وجه پريشانه يم بل څوک مې د ګټې وټې نيشته ـ ،

سلمى جعفر ووئيل چې وزيراعظم ميا نواز شريف هغه راغوښتې وه او هغې ټکټونه هم کړي وو خو بيا هغوئ چرته لاړل او هغه منع کړے شوه د کوم نه وروستو چې د هغوئ لخوا هيڅ رابطه ونۀ کړے شوه ـ

” يو لک روپۍ د ايدهى فاؤنډيشن او دوه لکه روپۍ د سندهـ د وزيراعلى له خوا ورکړے شوې وې خو وزيراعظم چې دريو لکو روپو مرستې ورکولو کوم اعلان کړے وۀ هغه تراوسه مونږ ته په لاس رانغلې ـ “

د صحت محکمې ترمخه د روان کال په دوران کراچۍ کښې د پوليو يو کيس د ٢٠١٦ء په اتمه جنورۍ ګډاپ ټاؤن يو سى اووم کښې مخې ته راغلے دے او تېر کال دا شمېر اووۀ وۀ ـ

د صحت محکمې ترمخه کال ٢٠١٤ء کښې ټول پاکستان کښې د پوليو ٣٠٦ کيسونه مخې ته راغلي وو او کال ٢٠١٥ء کښې ملک کښې ټول ٥٤ د پوليو کيسونه رپورټ شوي وو چې پکښې ١٢ په سندهـ کښې وو او کراچۍ کښې ٧ کيسونه وو ـ ښار کښې د يو کال په دوران کم نه کم اتۀ د پوليو د مخنيوى مهمونه ترسره کيږي ـ

محمد عثمان چاچړ د سندهـ د پوليو د مخنيوى د ايمرجنسى اپريشن سينټر کواډينيټر دے د دې عمله په شپږ زره ډلو مشتمل دے هره ډله کښې دوه غړي وي او پينځو ډلو باندې يو انچارج وى ـ دې نه علاوه د ډبليو ايچ او او يونيسف عمله هم وى چې ورسره کار کوى ـ د ليډى هيلتهـ ورکرز پروګرام خو بيئل دے خو اوس د عملې د کمى له کبله د پوليو د مخنيوى د مهم د پاره د هغوي خدمات هم ترلاسه کولے شى ـ ،

د عثمان چاچړ ترمخه” تېر کال هيڅ يوه بده پېښه مخې ته نۀ ده راغلې ولي بيا هم يو نيمه د دړکې يا کومې پېښه کيږى چې مخه ئې نيولے شى ـ دومره لوے ښار دے اندېښنه خو وى ولې سکيورټى ورکولے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې کراچۍ کښې د پوليو په ډلو د حملو پېښې د کال ٢٠١٢ء نه کال ٢٠١٤ء پورې مخې ته راغلې ـ

” د دې دواړو کلونو په دوران د کراچۍ په بيلابيلو سيمو کښې د پوليو د مخنيوى په ډلو شوو حملو کښې ټول نهه کسان مړۀ شول او اتۀ تنه ژوبل شول ـ د کوم نه پس چې تر اوسه هيڅ کومه داسې پېښه رامنځته نۀ شوه چې پکښې د پوليو څوک رضا کار مړ يا ژوبل شوے وى ـ “

د هغۀ ترمخه ميرمنو سره چېړ پېښې هم کله کله مخې ته راځي خو د هغې مخه نيولے شى ـ

“داسې کيسونه هم رپورټ شوي دي خو کومه سيمه کښې چې څۀ کيس رپورټ شى د هغې خلاف ګام اخستے شى د علاقې ذمه وارو کسان سره خبرې کولے شى ـ “

هغۀ ووئيل هره مياشت کښې يو مهم ترسره کيږى او کۀ چرته څۀ کيس رجسټر شى نو د هغې خواؤشا سيمو کښې د پوليو د مخنيوى زياتى مهم چلولے شى ـ

په ډاګه دې وى د پاکستان د صحت وزارت د پوليو د مخنيوى مهم په کال ١٩٩٤ء کښې پيل کړے وۀ ـ د کوم لاندې چې د پينځو کالو يا د دې نه د کم عمر ماشومانو ته څاڅکي ورکولے شي ـ

پوليو ورکرانو ته د اسانيو ورکولو په حقله د محمد عثمان چاچړ وېنا وه چې هغوئ ته ټرانسپورټ ورکولے شى او پوره پوره هڅه کولے شى چې کومه سيمه کښې پوليو رضا کار ميشتۀ دي هلته په هغوئ مهم کولے شى او کۀ چرته لرې تګ دے نو بيا پوره ټرانسپورټ او سکيورټى ورکولے شى ـ

هغۀ ووئيل چې ” ژوبل کيدونکو کارمندانو ته د علاج اسانى ورکولے شى او چرته څوک مړۀ شى نو حکومت ئې مرسته کوي، د هغوئ وارثانو ته د ملازمت ورکولو چې ترکومه خبره ده نو هغه کتلے شى چې څۀ نوکرى شته او د هغوئ تعليم ورسره سم دے نو ورکولے شى ـ”

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here