اسلام آباد: د پاکستان قبائلى سيمې سره د تعلق لرونکو سياسي مشرانو اتحاد خبردارے ورکړے دے چې کۀ پسمانده قبائلي علاقې خېبرپښتونخوا صوبه کښې ضم نۀ کړے شوې نو هغوي به د ټول هېواد په کچ احتجاج وکړي ـ

د آل فاټا پوليټيکل پارټيز الائنس عمومي سېکرټري حاجي اقبال افريدي نيوز لېنز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کۀ د ازادۍ ورځ پورې زمونږ د وفاق د انتظام لاندې قبائلي علاقې ( فاټا ) خېبرپښتونخوا صوبه کښې ضم کولو غوښتنه ونۀ منلے شوه نو مونږ به ټول ملک کښې احتجاجي لاريونونه او جلسې  کوو او خپل تحريک به تندوو ـ “

د سېفران وزارت اړوند يو سېنئر افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل چې فاټا کښې د اصلاحاتو د پاره تجويزونو مرتب کولو له ټاکلې شوې کميټۍ خپل کار سر ته رسولے دے ـ

تېر کال نومبر کښې وزيراعظم نواز شريف د عسکريت پسندۍ نه متاثره سيمې د ملک نورو ترقي يافته علاقو سره يو شان کولو په خاطر د اصلاحاتو تجويز کولو د پاره فاټا ريفارمز کميټى ټاکلې وه ـ

خو ولې په دې کميټۍ کښې د فاټا د قانون سازانو نمائندګي نشته د کوم له وجې چې قبائلي اولس فکرمندۍ سره مخ شوے دے ـ

د پاکستان تحريک انصاف فاټا سېنئر مشرې انيتا محسود ووئيل چې هغه غواړي چې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کښې ضم کړے شي ـ

هغې په دې خبره د سنجيده بڼې تحفظات ښکاره کړل چې فاټا ريفارمز کميټۍ کښې د ښځو نمائندګي نشته ـ

انيتا محسود ووئيل :” کميټۍ ته د قامي پېژندګلو د تشکيل په عمل کښې ښځو ته بنيادي کردار سپارل پکار دي ـ “

فاټا د برطانوي راج په دور کښې د ټاکلو شوو قوانينو لاندې چلولے شي چې ورته فرنټيئر کرائمز رېګولېشنز ( اېف سي آر ) وئيلے شي ـ

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن( اېچ آر سي پي) د پېښور څانګې لخوا ٢٠٠٥ء کښې مرتب کړے شوے رپورټ په عنوان ” يو خراب قانون چې هيڅوک ئې تحفظ نۀ کوي ” دا نظام ” يوه ختمه کړے شوې انتظامي او قانوني ډهانچه ” ګرځوي ـ

دې رپورټ کښې وړاندې وئيلي شوي دي چې قبائلي علاقې نيم خپلواکه دي کومې چې د اېف سي آر ( ١٩٠١ء) په نوم د مشهورو ځانګړو قوانينو لاندې چلولے شي چې بنيادي مقصد ئې د تذويراتي اهميت وړ دا سيمه نېغ په نېغه توګه باندې د نوآبادياتى طاقت په حق کښې منتظم کول دي ـ

د اېچ آر سي پي د دې رپورټ ترمخه د دې حقيقت باوجود چې اېف سي آر څو لسيزې مخکښې د خپلې موجودګۍ جواز بائيللے وۀ ولې حکومت ته اوس هم دا کار په سر پروت دې چې د اېف سي آر او فاټا په حقله ځان منطقى نتيجې ته اورسوي ـ  

دې رپورټ کښې وئيلي شوي دي :” د اېف سي آر شقونه د انساني حقونو نړيوالې اعلاميې او د پاکستان دستور سره متصادم دي ـ “

د رپورټ ترمخه عامو قبائلو کښې د دې قانون ختمولو سخت خواهش لېدلے شي ـ ” خو ولې، د ځينو عناصرو موجوده نظام سره ګټې وټې تړلې دي او هغوي د روايت او د خلقو د ثقافت په نوم دا نظام قائم ساتل غواړي ـ “

حاجى اقبال افريدي انکشاف وکړو چې اتحاد په ٣١ اګست کېدونکې غونډه کښې د ډېرو اهمو فېصلو کولو منصوبه بندى کوي ـ

هغۀ ووئيل :” حکومت ته د فاټا په خېبرپښتونخوا کښې د ضم کولو زمونږ جائز غوښتنه منل پکار دي ګني نو په بل صورت کښې به مونږ سړکونو باندې احتجاج کوو ـ “

د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر د پى اېچ ډى سکالر عطاء الله ٢٠١٣ء کښې مرتب کړے شوې خپله څېړنه کښې ليکي چې د اېف سي آر د ټول نه اندېښمن اړخ د ” اجتماعي ذمه وارۍ” نظام دے ـ

هغه وائي چې د موجوده اندازو ترمخه د فاټا ابادي خواؤشا ٣٥ لکه ده ـ

هغۀ د حېرانۍ په څرګندولو ووئيل :” د دې نظام لاندې کۀ په قبائلى علاقو کښې چرته هم څۀ جرم کېږى نو د کومې  کورنۍ يا قبيلې په علاقه کښې دا جرم شوے وى، هغه ذمه وارې ګرځولے شي ـ “

عطاء الله ووئيل چې د قانون د دې شق له کبله يو بې ګناه تن هم د بل چا د جرم ذمه وار ګرځولے شي ـ دا شان ” د اجتماعى ذمه وارۍ ” د چترۍ لاندې ټولې کورنۍ، قبيلې، ذيلى قبيلې او کلي والو ته  بيلابلې سزاګانې ورکړے کېدے شي ـ

قبائلى علاقو سره تعلق لرونکے ريټائرډ اسسټنټ انسپکټر جنرل پوليس رحمت خان وائي چې هغه په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د قبائلي سيمو د ضم کولو پلوى دے ـ هغۀ ووئيل :” فاټا په خېبرپښتونخوا کښې ضم کول د زمانې د بدنام اېف سي آر څخه د ځان خلاصولو د پاره يو غوره موجود اپشن دے ـ “

رحمت خان زياته کړه چې کۀ فاټا ته د صوبې درجه ترلاسه شي نو په قدرتي وسيلو معموره د دې خطې تبه شوے انفراسټرکچر بحالولے شي ـ

سېفران وزارت سره تعلق لرونکى سينئر افسر ووئيل چې فاټا ريفارمز کميټۍ مختلف اصلاحات تجويز کړي دي چې پکښې فاټا په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د ضم کولو تجويز هم شامل دے ـ

خو يو قبائلى مشر على وزير وائي چې کيټۍ ته د فاټا د حېثيت د تعين د پاره سرکاري واکمنو سره د غونډې کولو په ځائے پکار دي چې په دې معامله تعليم يافته قبائلو سره خبرې اترې وکړي ـ

هغۀ زياته کړه :” وفاقى حکومت ته د فاټا په بابله د هرې کومې فېصلې کولو نه وړاندې قبائلى علاقو کښې د امن و امان قائمولو ضرورت دے ـ “

حاجى اقبال افريدى نه چې کله دا پوښتنه وکړے شوه چې آيا حکومت فاټاخېبرپښتونخوا کښې د ضم کولو په ځائے د اصلاحاتو اعلان کولے شى نو هغۀ ووئيل :” فاټا څۀ لېبارټرى نۀ ده چرته چې تاسو د دې د پاره  تجربې کوئ چې کوم اصلاحات مؤثره دي او کوم نۀ دي ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here