لاهور: د اوبو د ذاتى مد د فلټريشن پلانټس کاروبار، د وګړو صحت اغېزمن شو

0
3065

لاهور ( قاسم على ) د پاکو اوبو د کمى ښکار پاکستان کښې په وړه پېمانه د فلټريشن پلانټس کاروبار تندۍ سره خوريږى چې وجه ئې د خوراک محکمه کښې د کره کتنې کمے دے ـ
” دا د حکومت اساسى ذمه وارى ده چې د پاکستان وګړو ته د څښلو د پاکو اوبو، تعليم او صحت اسانۍ ورکړي ، ولې د ټولو هڅو باوجود تر اوسه د ابادۍ لويه برخه د ژوند د دې بنيادى ضرورتونو څخه بې برخې ده ـ ” د ټاؤن شپ لاهور اوسېدونکى شاهد بلال ووئيل ـ
شاهد د تېرو ٦ مياشتو راسې د صحت سختو ستونزو سره مخ دے ـ هغه د دستونو ښکار دے چې هغۀ ته د خېټې په لګېدونکو رنځونو کښې سرفهرست دے او اوس طبى پوهان د هغۀ نګهداشت کوي ـ نيوز لينز پاکستان سره مرکه کښې هغۀ ووئيل چې د علاج معالجې په دوران پته ولګېده چې هغۀ ته دا ناروغۍ د هغو خيچنو اوبو د څښلو له کبله لګيدلې دي کومې چې هغه کور کښې استعمالوى ـ د هغۀ وېنا وه چې نورو ټولو خلقو په شان زما کورنۍ هم د کورنى استعمال د پاره د واسا ( واټر اينډ سينى ټيشن ايجنسى لاهور ) ورکړے کيدونکې اوبه استعمالولې ، ولې د اوږدې مودې پورې په ناورغيو د اخته کيدو له کبله مونږ د دې اوبو د کارولو نه ډډه کوو ـ هغۀ زياته کړه چې اوس مونږ بيخى د نزدې نجى فلټريشن پلانټ څخه د څښلو د پاره اوبۀ په بيعه اخلو ـ
يوازې هم شاهد د حکومت د بې غورۍ او بد انتظامۍ ښکار نۀ دے ـ ټول هېواد کښې هره ورځ داسې بلها پېښې مخې ته راځي چې پکښې وګړي خيچنو اوبو کښې د پالنه موندوونکو رنځونو ښکار کيږي او بيا تش د نوم د پاکو اوبو په اخستو مجبوره کيږي ـ دې حالاتو کښې لاهور کښې د پرائيويټ فلټريشن پلانټس رجحان چټکتيا سره وده مومى او هم لنډه موده کښې دا پلانټونه په ټول ښار کښې خوارۀ شوي دي او د هغې د ګاهکانو په شمېر کښې ورځ په ورځ زياتوالے راځى ـ د دې پلانټونو د مالکانو وېنا ده چې هغوئ د ملټى نيشنل کمپنيو په نسبت خالص او پاکې اوبه په ډېرو لږو نرخونو ورکوي ـ
دا پلانټونه د اوبو د ١٩ لټرو بوتل د ٦٠ نه ٩٠ روپو پورې اخلي او اکثر د فرى هوم ډيلورى اسانى هم ورکوى ، او د ملټى نيشنل کمپنيو د ١٩ لټرو د بوتل نرخ ١٩٠ روپۍ دے ـ کۀ مونږ مشاهده وکړو نو په وړه پېمانه کار کوونکې دا کمپنۍ ډېر ښۀ کاروبار کوى لکه څنګه چې د دهرم پوره سيمه کښې موجود د يو فلټر پلانټ مينجر عمير ووئيل چې هغوئ ټول ورځ کښې ٥ زره لټره اوبه خرڅوي ـ
عمير نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې د هغوئ عمله د لاهور په خواؤشا کښې جلو سره نزدې د نل څخه اوبۀ اخلى او بيا هغه د فلټر په ذريعه پاکوى چې دا شان ګاهکانو ته د صحت د حفاظت د اصولو ترمخه اوبۀ ورکړے شى ـ هغۀ دعوه وکړه چې د هغوئ فلټر پلانټ د معيار سره سم دے او هغوي په باقاعده ډول د اړونده ليبارټرو نه د کليئرنس رپورټ ترلاسه کوى ـ
هر څو کۀ عمير ټولې قانونى غوښتنې پوره کوي ولې ډېر نور مالکان دي چې د پاکو اوبو په نوم د اولس صحت سره لوبې کوي ـ دا مالکان د خرڅونو بچ کولو د پاره په باقاعده توګه فلټر نۀ بدلوى يا د مياشتې په بنياد د ليبارټرۍ د ټيسټ شرط نۀ پوره کوى ـ پنجاب فوډ اتهارټى ( پى ايف اے ) د داسې پلانټونو خلاف کارروائى کوى خو يوازې هغه وخت کله چې هغوئ ته څۀ شکايت تر لاسه شى ـ
د پنجاب فوډ اتهارټى، ممبر آف سپيشل ټآسک فورس، فوډ سيفټى آفيسر سمر ګوندل، نيوز لينز پاکستان ته په ټيلى فونى مرکه کښې ووئيل چې دا پلانټونه د فوډ اتهارټى ايکټ ٢٠١١ لاندې کار کوي ـ د هغۀ وېنا وه چې ” د لائسنس ترلاسه کولو نه پس دا پلانټونه کار پيل کول شروع کوي ولې کله چې څۀ شکايت راځى نو بې له څۀ ځنډه کارروائى کولے شى ـ “
هغۀ ووئيل چې ” د داسې پلانټونو شمير ٢٥٠ دے ـ ځيني په لويه پيمانه کار کوي او زياتره يوازې په يو دوکان مشتمل دي ـ مونږ هر کال په دې کښې د يادونې وړ شمير زياتيدل وينوو ګوروو او ډېر خلق د بيلابيلو لاملونو له کبله دا کاروبار بندوي هم ـ مونږ د کره کتنې د پاره ناڅاپه چاپې وهوو ، جرمانې او وارننګ د معمول خبره ده ـ “
د جرمانې د زيات نه زيات حد ٥٠ لک روپۍ دے او اتهارټى پلانټونو کښې د آرسينګ فلټرو موجودګى باورى کوى ـ هغۀ زياته کړه ـ
د ډاکټر قاسم اسلم چې د معيشت ماهر دے، ترمخه پاکې اوبه هم له وړاندې راسې يو د يادونې وړ د خرڅون څيز دے ـ ” يوې ملټى نيشنل کمپنۍ ډېره موده مخکښې پاکستان کښې د اوبو بوتل جوړول پيل کړي وو او اوس دا انفراسټرکچر ډېر مضبوط شوے دے ځکه چې د پارليمان منتخب غړي او بيورو کريټس د اوبو کاروبار کوونکې کمپنۍ چلوي ـ ” هغۀ زياته کړه چې دا زمونږ په ملک کښې يو نوے رجحان دے او حکومت د دې ستونزې هواروونکو سکيمونو کښې ګټه وينى کومه چې ئې په اصل کښې بنيادى ذمه وارى ده ـ
ډاکټر اسلم دې سيکټر کښې نور زياتوالے وينى ځکه چې د حکومت له لورى ډاډګيرنه کولے شى ـ
هغۀ په دې خبره زور راوړو چې پاکه هوا او پاکې اوبۀ د هر وګړى آئينى حقونه دي او حکومت د فلټريشن د پاره د ګاهکانو څخه پېسې اخستې نۀ شي، ځکه نو خيچنتيا خوروونکو ته دا رقم ورکول پکار دي ـ د پاکستان د ماحول د خونديتوب د قانون ترمخه خيچنتيا خوروونکو ته به د دې قيمت ورکول وي او اولس به دا قيمت نۀ ورکوي، ولې پاکستان کښې صورتحال له دې بيخى الټه دے ـ اسلم زياته کړه ـ
پاکو اوبو باندې د نرخ ليکلو په معامله خبرواترو کولو کښې د هغۀ وېنا وه چې ” دا څيز په هغو ټولنو کښې ممکن کيدے شى چرته چې دې د پاره رضا شتون لرى او خلق د اخستون توان هم لرى، د هغو ټولنو د استحصال د پاره داسې نۀ شى کيدے چرته چې د اخستون توان بيخى شتون نۀ لرى ـ ” هغۀ ووئيل چې ٨٠ سلنه ابادى د بې وزلۍ د کرښې نه لاندې ژوند تېروي، دا خلق د خپلې ګټې وټې ٨٠ سلنه برخه په خوراک او پاتې ٢٠سلنه برخه په دارو درملو لګوي ـ کله چې څوک په اوبو قيمت ليکى نو دا څيز يا خو د خوراک او يا د دارو درملو په بجټ کښې ايډجسټ کيږى ـ دا خلق بره ذکر شوو طريقو باندې د دې ملک د خلقو د کنګل کولو هڅې کوي ـ
د پاکستان په ښارى سيمو کښې د ميشتۀ خلقو د پاره د پاکو اوبو شتون تندۍ سره يوه اصل مسله جوړيږى ـ د پاکستان کونسل آف ريسرچ ان واټر ريسورسز د يوې اوسنۍ څېړنې څخه انکشاف وشو چې د لاهور ټولې اوبۀ خيچنې شوې دي او په دې کښې د آرسينک مقدار د صحت د نړيوالې ادارې له خوا د ټاکلى شوى مقدار يو په دوه دے ـ دا راپور د ښار د بيلابيلو برخو څخه او اوبو د څلورو نمونو د ليبارټۍ په تجزيه مشتمل دے ـ د اوبو په نمونو کښې د آرسينک مقدار د ٢٠ پوائنټونه نه هم زيات دے او د صحت د نړيوالې ادارې (ډبليو ايچ او) معيار د ١٠ پوائنټس نه کم دے ـ د اوبو د دوو نمونو د تجزيې نه معلومه شوه چې دې کښې موجود د انسانى ډېران شرح هم تر خطرناک حده ده ـ
خلقو ته د ورپېښو صحت د ستونزو په لاملونو کښې آرسينک يو اساسى عنصر دے ـ د جناح هسپتال په ايمرجنسى وارډ کښې د ډپټى ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر وحيد عمران ترمخه د آرسيک زياتېدونکے مقدار د زهرو په شان اثر کوى او د صحت د ګڼو مسلو وجه جوړيږى ـ
هغۀ ووئيل چې ” آرسينک په مزه مزه د اثر کوونکو زهرو په څير کار کوى، پټې، هډوکي او د بدن ټشوز نخښه کوي، او دا ټول عمرى رنځونو سؤب ګرځى لکه د خېټې ناروغۍ، ميادى تبه، د ځيګر او خېټې ټول رنځونه وغيره ـ د دې ټولو ستونزو لامل خيچنې اوبۀ دي او خواؤشا ٢٠ سلنه رنځوران د صحت دې مسلو سره مخامخ دي ـ “
هغۀ د افسوس څرګندولو سره ووئيل چې وړاندې به دا ناروغۍ صنعتى سيمو يا هغو کليو بانډو وغيره کښې وې د کومو آب هوا چې د فيکټريو په ذريعه خيچنه شوے وى ، ولې د احتياط د تدبيرونو د د نيشتوالى له کبله اوس ښارى سيمې هم له دې رنځونو ځپلې شوي دي او د رنځورانو په شمېر کښې خطرناکې شرح سره زياتوالے راځى ـ
واسا د خيچنو اوبو د ستونزو کمولو د پاره ګامونه پورته کوي ـ د واسا ډپټى ډائريکټر امتياز ګوندل، نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې د واسا د اوبو د ويش نظام اپ ګريډ کولے شى ـ
هغۀ ووئيل چې ” د سپلائۍ زاړۀ لائنونه د اوبو د خيچنتيا لويه وجه ده او مونږ دا لائنونه بدلوو ـ واسا د سپلائى ﻻئنونو د نوى کولو د پاره روان کال کښې ٣٠٠ ملين روپۍ ولګولې او راتلونکى کال کښې به نورې ٨٠٠ ملين روپۍ لګولے شي ـ ” د هغۀ وېنا وه چې واسا پخوانى ټيوټ ويلونه هم بدلوي او د ښار په ٥٠٠ ټيوب ويلونو کښې به ١٠٦ ډېر زر بدل کړے شي ـ هغۀ زياته کړه چې اوبو کښې د موجودو جراثيمو ختمولو د پاره کلورينيشن هم کولے شى ـ
پنجاب فوډ ډيپارټمنټ موجوده وخت کښې ډېر فعال دے ولې اولس ته زيات ښۀ والے په نظر نۀ راځي ـ د اقبال ټاؤن لاهور اوسېدونکى احمد عثمان نيوز لينز پاکستان ته ووئيل چې ” يو ځائى فلټر پلانټ کښې ډرين ښى اړخ ته لګېدلے دے، او د ډرين د خوا څخه ترلاسه کيدونکې اوبۀ څۀ رنګ پاکې کيدے شى؟ په ځائى کچ فلټر کړے شوې اوبۀ د بوتل والا اوبو په توګه خرڅولے شى ـ زۀ به په دغه پلانټ د فلټر کړے شوو اوبو په ځائے د حکومت له لورى ورکړے کيدونکو اوبو ته زيات پام ورګرځؤم ـ “
سحر منير، چې د سکول استاذ دے، د دغه لاندې درجې د فلټريشن پلانټونو له خوا د ورکړے کيدونکو اوبو په معيار سخت تحفظات لرى ـ هغۀ ووئيل چې ډېر فلټريشن پلانټونه فلټر کړے شوو اوبو ته منرل واټر وائي او خرڅوى ئې کومه چې بيخى غلطه ده ـ هغۀ په ډاګه کړه چې فلټر شوو اوبو او منرل واټر کښې ډېر زيات فرق دے ـ فلټرډ واټر يوازې د فلټريشن د عمل نه تېريږي او منرل واټر کښې ټول ضرورى منرلز يعنى معدنيات د صحت د نړيوالې ادارې د ټاکلې شوې پيمانې سره سم موجود وي ـ
هغۀ ووئيل چې د دې اوبو د راوړلو او وړلو د پاره چې کومې بوتلې کارولے شي هغه د رى سائيکل پلاسټک څخه جوړې شوې وي کومه چې په خپله يوه ډېره لويه ستونزه ده ـ دې بوتلو کښې د کيميکلز ډېر زيات واړۀ واړۀ بڅري وي کوم چې اوبۀ خيچنوي او د صحت د ستونزو سؤب ګرځي ـ دې سره سره زياتره فلټريشن پلانټونه د تکنيکى مهارتونو څخه بې برخې دي ـ
هغۀ زياته کړه چې د څارنې سخت نظام پکار دے ځکه چې دا ډېره زياته اهمه مسله ده او ټول ملک کښې خلق له دې اغيزمن کيږي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here