:Photo by News Lens Pakistan/
:Photo by News Lens Pakistan/

پېښور ( شيراز اکبر ) روان کال کښې د پوخ عمر د کسانو د پاره د ژمى موسم تېرول د ستونزو سؤب ګرځېدے شى ـ د ٧٠ کالو د حبيب الله د پاره د روان کال د ژمى موسم زيات ستونزمن دے د دې وجه سخته يخنى ده او نۀ هم د ګېس پرله پسې بندېدل د کوم له کبله چې په کورونو کښې خوراک څښاک پخول او هيټر لګول ګران شوي دي چې يوه داسې عياشى ده د کومې نه چې د ګټې پورته کولو وس د ابادۍ هم يوه محدوده طبقه لرى بلکې د حيب الله د پاره د ژمى روان موسم ځکه سخت ثابت شوے دے چې هغه د يخنۍ نه د بچ کېدو په هڅه کولو کښې اخر هسپتال ته رسېدلے دے ـ

د تېرو څو ورځو راسې حبيب الله د خېبر ټيچنګ هسپتال ( کے ټى ايچ ) پېښور په برن وارډ کښې داخل دے او د هغۀ په پښه پټۍ تړلې شوې ده، د هغۀ زوئې نصيرالله هغۀ سره په بېډ ناست دے ـ د حبيب الله پښه په اور لګېدو ډېره سوزېدلې وه د کومې له کبله چې ئې هسپتال ته راوړل په برخه شول ـ

نصيرالله نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” زما د پلار نظر کمزورے دے ـ هغه هاغه وخت کوټه کښې په ګېس لګېدوونکى هيټر سره نزدې يوازې ناست وۀ کله چې د هغۀ په جامو اور ولګېدو ـ مونږ په سمدستى توګه د هغۀ د مرستې د پاره ورورسېدو او د اور لمبې مو مړې کړې ولې د هغۀ پښه سخته وسوزېده ـ “

هر کال د ژمى په موسم کښې په سوونو رنځوران په اور د سوزېدو له کبله خېبر ټيچنګ هسپتال کښې داخليږي، د اکثرو او زياترو ناروغانو زخمونه دومره سخت وي چې هغه د رغېدو نۀ وى ـ د خېبر ټيچنګ هسپتال د تعلقات عامه افسر فرهاد ووئيل چې په اور د سوزېدوونکو رنځورانو شمېر زيات شوے دے او هر کال د اور لګېدو پېښې د تېر کال په نسبت زياتيږي ـ

هغۀ زياته کړه :” ٢٠١٤ء کښې خېبر ټينچنګ هسپتال ته په اور سورېدلي ١٣٢٨ ناروغان رؤړے شول او ٢٠١٥ء کښې دا شمېر زياتېدو سره ١٧٩١ شو چې مطلب ئې دا دے چې د يو کال په دوران د رنځورانو په شمېر کښې ١٤ سلنه زياتوالے شوے دے ـ د خېبر ټيچنګ هسپتال په برن يونټ کښې کۀ د ٢٠١٤ء په دوران د داخلو شوو رنځورانو شمېر ٣٩٣ وۀ نو ٢٠١٥ء کښې زياتېدو سره ٤٥٤ شو، دغه شان يو کال کښې اووۀ سلنه زياتوالے راغلے دے ـ

د عام صحت د پاره کار کوونکي کارمندان د ژمى موسم کښې د اور لګېدو د ناروغانو په شمېر کښې د زياتوالى وجه ” د يخنۍ څخه د ژغورنې په خاطر د کوټو تاؤدولو د پاره په ګېس د چلېدوونکو هېټرو بې درېغه استعمال ” ګرځوى ـ

هغوئ وائي چې کۀ د ګېس هېټرې په احتياط ونۀ کارؤلے شي نو دا نۀ يوازې د سختو سوزېدو بلکې د ګېس د وتلو له کبله مرګونو سؤب هم جوړېدے شى ـ

د خېبر ټيچنګ هسپتال برن يونټ سره اړوند ډاکټر عبدالحسيب ووئيل :” په ګېس د چلېدووکى هيټر نه کاربن مونو اکسائيډ ګېس ووځى چې د انسان د ساه د نظام د پاره ډېر زيات خطرناک دے ، تر دې چې کۀ ډېرې مودې پورې د دې لوے مقدار ساه سره بدن ته لاړ شى نو دا د مرګ سؤب ګرځى ـ په دې وجه دا ( کاربن مونو آکسائيډ ) غلے قاتل ګرځولے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې کورونو کښې د کوټو د هواداره ساتلو سم انتظام نيشته چې له کبله ئې د ګېس هيټرې اکسجن جذب کوى د کوم مقدار کښې چې کمے راځى او داسې ماحول کښې تر اوږدې مودې اوسېدو سره د ساه نظام متاثره کېدے شى يا بيا زياتو سنجيده معاملو کښې ترې مړينه مخې ته راتلے شى ـ

ډاکټران دا هم وائي چې د ګېس هيټرو سره نزدې په کښيناستو حادثاتى توګه باندې د جامو د اور لګېدو له کبله يوازې د سوزېدو خطرې نۀ وي بلکې د څرمنې د رنځونو لګېدو امکانات ورسره هم زياتيږيـږي ـ

ډاکټر عبدالحسيب وائي چې په اور د سوزېدو تر ټولو زيات رنځوران د ژمى د موسم په دوران هسپتال ته راوړے شى د کوم لويه وجه چې د کوټو د تاؤدو ساتلو د پاره د هيټرو کارؤل وي ـ د هغۀ وېنا وه :” ولې د دې بيخى دا مطلب هم نۀ دے چې بس ګېس هيټرې هم په اور د سوزېدو يوازينے لامل دے، بلکې د نورو ډېرو لاملونو له کبله هم داسې پېښې رامنځته کيږي ـ د مېرمنو يو لوے شمېر هم په هغو ناروغانو کښې شامل دے چې د ګېس سلنډرو د چاؤدو او يا د ډوډۍ پخولو په وخت جامو باندې د اور لګېدو له کبله د سوزېدو په سؤب هسپتال کښې د علاج د پاره داخليږي ـ د دې بڼې د پېښو شمېر د لوے حد پورې ويښ اوسيدو او حفاظتى تدبيرونو خپلولو سره کمولے شي ـ “

ډاکټر عبدالحسيب ووئيل چې اولس کښې په دې بابله خبرتيا پېدا کولو سره په اور د سوزېدو پېښو باندې قابو موندلے شى ـ هغۀ ووئيل :” دا خبره باورى کول ډېر زيات اهم دي چې کوټې هوادارې وي او چې د ګېس هېټرې لګېدلې وي نو کوټه کښې د اکسيجن په چلند کښې څۀ خنډ راولاړ نۀ وى ـ په کوټو کښې د هيټر کارؤل دې کم نه کم کړے شى ـ د شپې د اودۀ کېدو نه وړاندې ګېس دې د هغې د مرکزى کنکشن څڅه بند کړے شى ـ “

هغۀ زياته کړه چې باورچى خانه کښې مېرمنې يا هر څوک چې خوراک څښاک تياروي، هغوئ دې تر ټولو مخکښې دا تسلى وکړى چې د نغرو او سلنډرو نه ګېس خو ووځى نه ـ د ډاکټر عبدالحسيب وړندې وېنا وه :” کۀ چرې ګېس خارجيږى نو دا مسله دې سمدستى توګه باندې هواره کړے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې د کور هر تن دې په اور د سوزېدو په صورت کښې بدن باندې د راغليو زخمونو د علاج د پاره د وړومبۍ طبى مرستې د ورکړے په حقله خبر وى ـ

برن يونټ سره اړوند يو ډاکټر نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې په اور د سوزېدوونکو رنځورانو د علاج د پاره کوم يو هسپتال هم نيشته ” د کوم وجه چې د بيلابيلو حکومتونو بې غورى ده ـ “

ذکر شوى ډاکټر، د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ځکه چې هغۀ ته مېډيا سره د خبرو اترو کولو اجازت نشته، زياته کړه :” حيات آباد ميډيکل کمپليکس سره نزدې د ٢٠١٣ء راسې برن سنټر جوړېږى ولې هغه د تېر او موجوده حکومتونو د بې غورۍ له کبله تر اوسه سر ته و نۀ رسېدو ـ “

هغۀ ووئيل چې کۀ دا ترسره شى نو په ١٢٠ کټونو مشتمل دا به د ملک تر ټولو لوے هسپتال وى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here