لاهور ( دردانه نجم ) پاکستان کښې دا وخت د خارجه وزارت باضابطه نګران يا خارجه وزير هېڅوک نشته ـ د پاکستان وزيراعظم دا پورټ فوليو خپل ځان سره ساتلے دے، سياسى تجزيه کار دا د حکومت ناکامى ګرځوى ـ

دا دليل ورکولے شى چې نواز شريف دا اهم پورټ فوليو خپل ځان سره ساتل غواړى چې دا شان د بهرنيو چارو پاليسى ساز د هغۀ په نګرانۍ کښې کار ترسره کړي ـ

د پاکستان پخوانے خارجه وزير خورشيد قصورى وائي :” د پاکستان د افغانستان په بابله منطقه کښې د اهم پوزيشن او د امريکې او بهارت د غزېدونکو دوه اړخيزه تعلقاتو له لارې د چين په ولقه کښې د اخستو له کبله د پاکستان نړيواله کردار بيخى زيات اهم شوے دے، د دې په رڼا کښې سفارتى مهارت ضرورى دے ـ “

د قائداعظم يونيورسټۍ د سکول آف پاليټکس اينډ انټر نېشنل ريليشنز سره اړونده پروفېسر ډاکټر قنديل عباس وائي چې هر څو کۀ وزيراعظم د خارجه وزارت قلمدان خپل ځان سره ساتلے شى خو ولې دا غلطه پرېکړه ده ځکه چې خارجه وزير د وفاقى کابينې ډېر زيات اهم غړے وى ـ

هغۀ زياته کړه :” مونږ په ټولو نړيوالو محاذونو ناکامۍ سره مخ شوي يو ـ پاکستان چې کله د ايران او سعودى عرب ترمنځه روغه جوړه وکړه نو دا پرېکړه شوې وه چې درېواړه ملکونه به د پاکستان څخه د فوکل پرسن انتخاب کوى خو په دې بابله هېڅ پرمختګ ونۀ شو ـ “

د ډاکټر قنديل عباس وېنا وه:” هر څو کۀ وزيراعظم ډېرې دورې کړې دي او بيلابيلو هېوادونو سره د لوظنامو پيل کولو د پاره د مفاهمت په ياداښتونو لاس ليکونه کړي دي خو ولې مونږ وينو ګورو چې په دې حقله هم په ډېره ګرانه څۀ تګ و داؤ شوے دے ـ زۀ به دا ووايم چې دا د پاليسۍ ناکامى ده د کومې وجه چې دا ده چې د ملک کوم خارجه وزير نشته ـ “

وزيراعظم نواز شريف د بهرنيو چارو صلاح کار او د وزيراعظم د خارجه چارو د پاره مشير لګولے دے ـ په دې چوکيو د لګېدلو دواړو کسانو سرتاج عزيز او طارق فاطمى د پاليسۍ جوړولو په بابله کردار بيخى محدود دے ـ

بريګېډيئر ( ريټائرډ ) حميد فاروق نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د هغوي کردار يوازې په پاليسيو عملدرآمد کولو پورې راغونډ دے ـ هغۀ زياته کړه :” دا هغه بنيادى وجه ده چې له کبله ئې فوځ په ډېرو نړيوالو معاملاتو کښې شامل شوے دے ـ “

هغۀ ووئيل :” زۀ دا خبره د هېڅ کوم شک شهبې نه بغېر کؤم چيف آف آرمى سټاف جنرل راحيل شريف د هېواد ډى فيکټو خارجه وزير دے ـ “

اهمو ملکونو، لکه د ايران او سعودى عرب ، په هره تذويراتى دوره د فوځ سرلښکر راحيل شريف وزيراعظم سره تلے دے ـ

بريګېډيئر (ر) حميد فاروق ووئيل :” فوځ دا ګڼى چې نواز شريف د خارجه چارو خپلو دوو ماهرانو سره مطلوبه نتيجې ترلاسه نۀ کړے شوې او د نړيوالې سفارتکارۍ ضرورتونو باندې پوره نۀ خېژى ـ “

هغۀ زياته کړه چې کۀ د پاکستان باضابطه او فعال خارجه وزير وے نو د امريکائى کانګريس په پاکستان  د ايف ١٦ الوتکو لږ نرخ باندې د خرڅون د مخنيوى د پرېکړې او پاکستان کښې د امريکې په ډرون حمله کښې د ملا اختر منصور په وژنه د پېدا کېدونکى بحران به ئې په بيلابيل انداز مخنيوے کړے وے ـ بريګېډيئر (ر) حميد فاروق ووئيل :” د فوځ سرلښکر ډرون حمله باندې امريکې ته په ذاتى توګه احتجاج وکړو ـ ” د هغۀ وېنا وه :” امريکه کښې تعينات د پاکستان سفير جليل عباس جيلانى هم دا منى او وائي چې مونږ د وسيلو د نيشتوالى له کبله د ايف ١٦ الوتکو په حقله لوظنامه باندې د انډين لابى د زورواکۍ مخه نيولې نۀ شو ـ د هغۀ د وسيلو د نۀ شتون مطلب دا وۀ چې انډيا د ١٦ لابنګ فرمونو خدمات اخلي او پاکستان په دې محاذ په پوره ډول ناکام په نظر راځى ـ ” بريګېډيئر (ر) حميد فاروق زياته کړه :” د پاکستان پيپلز پارټۍ د اقتدار په دور کښې پاکستان د دوو لابنګ فرمونو خدمات ترلاسه کړي وو ـ “

د هغۀ وېنا وه :” په دې تناظر کښې به زۀ دا ووايم چې کۀ په ملک کښې څۀ سفارت کارى کېږى نو هغه د چيف آف آرمى سټاف په نګرانۍ کښې عسکرى سفارت کارى ده ـ “

د قومى اسمبلۍ د بهرنيو چارو د سټينډنګ کميټۍ مشر سردار اويس احمد خان لغارى نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې د خارجه پاليسۍ په بابله فوځ سره د لاندي وتلو تاثر رد کړو ـ هغۀ ووئيل چې د خارجه چارو د صلاح کارانو تعيناتى په آئينى توګه شوې ده ـ

هغۀ زياته کړه :” دا د وزيراعظم خوښې پورې ده چې هغه خارجه وزير لګوى کۀ نه ـ کۀ چرې وزيراعظم دا ګڼى چې پارټۍ کښې د هغۀ نه علاوه بل کوم تن دا نشته چې خارجه چارې په پېشه وارانه ډول ترسره کولے شى نو هغه خپل ځان خارجه وزير لګولے شى ـ “

د پاکستان پخوانى خارجه وزير خورشيد قصورى د خارجه وزير د نيشتوالى په لاملونو او مضمراتو خبرو اترو کولو سره ووئيل چې وزيراعظم د کابينې د ذاتى جاګير په توګه چلولو باندې باور لرى د کوم له کبله چې ئې خپلو نزدې کسانو ته د بهرنيو چارو د صلاح کار قلمدان سپارلے دے ـ

هغۀ زياته کړه :” وزيراعظم په نړيوال کچ تندۍ باندې بدلېدونکى صورتحال سره د هم آهنګ کېدو د پاره نۀ هم لرى او نۀ هم هغه د غوښتنې سره سمه وړتيا لرى ـ دا وخت چې د پاکستان خلاف کوم منفى تاثر راڅرګنديږى ، د هغې د مخې نيولو د پاره مناسب ګامونه پورته کولے نۀ شي د کوم په سؤب چې دا منفى تاثر توان مومى ـ “

خورشيد قصورى زياته کړه چې وزيراعظم د نېشنل سکيورټى کونسل هم خلاف دے ـ دا يو قانونى ضرورت دے چې د بهرنيو چارو په اړه د کيدونکو غونډو کارروائى دې ريکارډ کړے شى ـ وزيراعظم نۀ غواړى چې داسې دې وکړے شى ـ هغه د وزارت معاملات داسې چلوي لکه چې دا د هغۀ ذاتى جاګير وى ـ

هغۀ زياته کړه :” د انډيا په معامله د فوځ او حکومت ترمنځه د لاندې وتلو وجه هم دا ده ـ تير کال چې کله د انډيا وزيراعظم نريندر مودى پاکستان ته په دوره راغے نو زما د معلوماتو ترمخه د نېشنل سکيورټى ايډوائزر ليفټننټ جنرل (ر) ناصر خان جنجوعه او د وزيراعظم د بهرنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز په دې حقله خبر نۀ وو ـ ”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here