پېښور ( شيراز اکبر ) صوفيه جاويد د خېبرپښتونخوا وړومبۍ مېرمن باکسره ده او هغه په هغو دريو پاکستانيو مېرمنو باکسرانو کښې شامله وه چا چې د روان کال فرورۍ کښې ترسره شوو سويلى ايشيائى لوبو کښې د پاکستان نمائندګى وکړه ـ هغې ته د قومى باکسنګ ټيم د پاره کواليفائى کول، کوم چې په نړيوال چيمپئن شپ کښې برخه واخسته، يو ګران کار وۀ ـ

هغې ووئيل :” د اسانيو د نيشتوالى باوجود زۀ کواليفائى کولو او يو نړيوال ټورنامنټ کښې د پاکستان د استازيتوب کولو جوګه پاتې شوم ـ ” هغې يوې بلې ښځينه باکسرې رخسانه پروين سره په شريکه د بهارت ښارونو ګواهاټى او شيلونګ کښې ترسره شوو لوبو کښې د پيتلو تمغه ترلاسه کړه ـ

Sofia Javaid (Boxer): Photo by News Lens Pakistan/
Sofia Javaid (Boxer): Photo by News Lens Pakistan/

د ٢١ کالو د صوفيه جاويد تعلق پېښور سره دے ـ هر څو کۀ هغه ځان په داسې مېرمنو کښې شمارى چې روايتونو ئې چيلنج کړل ولې هغې په خپل منتخب کړى مېدان کښې برياليتوب ترلاسه کولو سره يو مثال جوړ کړے دے کوم چې د هغې د پاره اسانه خبره نۀ وه ـ صوفيه جاويد ووئيل چې په پېل کښې مې مور پلار مخالفت کړے وۀ او ما ته ئې دې سخته لوبه کښې د برخې اخستو اجازت نۀ راکولو خو زۀ د هغوئ په قائله کولو کښې بريالۍ شوم ـ

د خېبرپښتونخوا باکسنګ ايسوسى ايشن عمومى سيکتر سيد کمال خان نيوز لينز پاکستان سره په خبرو اترو کښې ووئيل :” د خېبرپښتونخوا مېرمنې په بيلابيلو لوبو کښې خپل صلاحيتونه په خلقو منى ولې باکسنګ يوه سخته لوبه د او ښځې په عمومى ډول د دې لوبې انتخاب نۀ کوي ـ خو ولې اوس رجحان بدلون مومى ـ دا وخت د ايسوسى ايشن په فهرست کښې د ٢٤ نه زياتې ښځينه باکسرې شاملې دي ـ ”

هر څو کۀ صوفيه جاويد په دې لوبه کښې نوې ده ولې هغې د روان کال په پيل کښې ترسره شوو سويلى ايشيائى لوبو کښې د پيتلو تمغه وګټله ـ

هغه وائي چې مېرمنو باکسرانو ته سرکارى سرپرستى ترلاسه ده او نۀ هم هغوئ سره مرسته کولے شى ـ

صوفيه جاويد وائي :” قيوم سپورټس سټيډيم پېښور کښې يوازې يو باکسنګ رنګ دے کوم چې ” د سړو د پاره ځانګړے” دے ـ تربيت خو يو خوا ته مېرمنې رنګ ته د ورتللو اجازت هم نۀ لري ـ هغوئ د سټيډيم په جمنيزيم هال کښې تربيت اخلي چرته چې د باکسرانو د پاره تر بنيادى اسانيو شتون نۀ لري ـ “

د صوفيه جاويد د دې فکرمندۍ څرګندونه د خېبرپښتونخوا د لوبو د محکمې ډائرېکټر جنرل راشده غزنوى هم کوى ـ هغه وائي چې ښځو ته د سړو په باکسنګ رنګ کښې د ورداخلېدو اجازت نشته چې دا شان څۀ ” ناوړه پېښه” رامنځته نۀ شى ـ

هغې ووئيل :” دا زمونږ د پښتنو روايتونو خلاف خبره ده چې مېرمنې او نارينه دې هم په يو ځائے پريکټس وکړي ـ مونږ هم په دې اساس ښځو ته د جمنيزيم هال استعمالولو اجازت ورکړے دے چرته چې ټولې اړونده اسانۍ ورکړے شوې دي ـ ”

صوفيه جاويد د لوبو په انتخاب کښې رنګارنګى ښکاره کړې ده ـ هغې د ٢٠١١ء راسې مارشل آرټس لکه جوډو، ووشو ، کراټو  او جيوجټسو نه علاوه د سائيکلنګ تربيت هم ترلاسه کړے دے ـ هغه وائي چې هغې په بيلابيلو لوبو کښې د نيم درځن نه زيات انعامونه اخستې دي د کوم په وجه چې د هغې باور ډېر زيات شوے دے خو ولې کۀ هغې ته په دې لوبو کښې خپله وړتيا ثابتول وى نو د پاره د معاشى مرستې ضرورت دے ـ

يوه پدرى ټولنه کښې چرته چې د ښځې د پاره تګ راتګ کول هم بيخى ګران وى، هغه ټيکسى کښې سټيډيم ته ځى ـ هغه ولې چې يوې غريبې کورنۍ سره اړوند لرى د کوم له کبله چې هغه د اتو غړيو د خپلې کورنۍ له لورى د مرستې څخه بې برخې کيږى ځکه چې هم د هغې ورور د ټولې کورنۍ يوازېنے کفيل دے ـ

Sofia Javaid (Boxer)
Sofia Javaid (Boxer): Photo by News Lens Pakistan/

هغې ووئيل :” د خرڅونو بچ کولو د پاره ما ته د خپل کور په چهت پرېکټس کول وى ـ کوچ سيد کمال زما ډېر زيات مرستيال ثابت شوے دے ، هغه په باقاعده ډول سره د باکسنګ د سازوسامنه زما کور ته راځى چې دا شان په پريکټس کولو کښې زما مرسته وکړے شى ـ “

راشده غزنوى ووئيل چې واکمن ټوله صوبه کښې د لوبو په اسانيو ښۀ کولو يو دروند رقم لګوي د کوم له کبله چې لوبغاړو ته د انعامى رقم په ورکړه کښې ځنډ راغلے دے ـ

هغې ووئيل چې هغوئ د صوبې په بيلابيلو ښارونو کښې د شپږو باکسنګ رنګونو جوړولو منصوبه جوړوي او ” دا شان به ښځو او سړو له بيئل بيئل باکسنګ رنګ ورکولو کښې مرسته ترلاسه شى ـ”

د صوفيه جاويد کوچ سيد کمال وائي چې هغه د پاکستان باکسنګ فيډريشن له خوا روانه مياشت کښې قازقستان کښې ترسره کېدونکى د مېرمنو ورلډ باکسنګ چېمپئن شپ د پاره فيورټ لوبغاړو کښې شامله ده ـ کۀ چرې هغې ته اسانۍ ورکړے شي نو هغه خلق ( په خپلو صلاحيتونو) حېرانولے شي ـ “

هغۀ ووئيل چې د خېبرپښتونخوا مېرمنې په هغو لوبو کښې خپل صلاحيتونه ښکاره کوي په کومو چې چرته يوازې د نارينه ؤ اجاره دارى وه ـ د سيد کمال وړاندې وېنا وه :” هغه له رواياتو بغاوت کوى ـ د حکومت له لورى لږې پاملرنه  هم د صوفيه جاويد په څير د ښځو د ډاډګيرنې سؤب ګرځيدے شى کومې چې د بيخى سختو کړمو باوجود په لوبو کښې د خپلو صلاحيتونو په خلقو د منلو هڅې کوي ـ ”  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here