پېښور: پوليس واکمن وائي چې د خېبرپښتونخوا پوليس سټېشنو کښې د ښځو د پاره د دوستانه ماحول د خصوصي يونټو جوړولو په منصوبه کار شروع کړے شوے دے ، دا يوه داسې صوبه ده چرته چې د ثقافتي خنډانو له وجې د ښځو د پاره د جرمونو خلاف شکايتونو درج کول ممکنه نۀ وي ـ

پوليس محکمه پېښور کښې شټېشن هاؤس افسره (اېس اېچ او ) رضوانه طفېل وائي :” د ښځو د پاره د دوستانه ماحول د پوليس سټېشنو جوړولو مقصد زمونږ په رجعت پسنده، د سړو د برترۍ ښکار معاشره کښې په اسانه او محفوظ طريقه د شکايتونو درج کولو په ذريعه د هغو ښځو مرسته کول دي کومې چې د مشکلاتو ښکار وي ـ مونږ د صوبې په ټولو پوليس سټېشنو کښې د ښځو د پاره د دوستانه ماحول يونټې قائموؤ او هغه په ماډل پوليس سټېشنو کښې بدلوو ـ”

هغې زياته کړه چې ماډل پوليس سټېشنو کښې به د شکايت کوونکو ښځو د پاره خصوصى ډېسک قائمولے شي ـ رضوانه طفېل زياته کړه :” دا به صوبه کښې د تهاڼې کلچر بدلولو (د زنانه ؤ په حق کښې ) په حقله داسې وړومبے ګام وى ـ “

ټوله صوبه کښې ٢٥٦ پوليس سټېشنې دي چې پکښې ٣٠ د خېبرپښتونخوا په صوبائى دارالحکومت پېښور کښې دي ـ پوليس محکمې په ابتداء کښې ٢٠١٣ء کښې د پېښور په څلورو پوليس سټېشنو کښې د ښځو د شکايتونو درج کولو د پاره ډېسکونه قائم کړي وو چې پکښې ګلبهار، فقيرآباد، کېنټ او يونيورسټى ټاؤن شامل دي ـ رضوانه طفېل وائي چې ماډل پوليس سټېشنو کښې د ښځو د پاره د دوستانه ماحول يونټو قائمولو نه پس پوليس محکمه راتلونکو درېو کالو کښې د ټولې صوبې پوليس سټېشنو کښې د دغسې يونټو قائمولو په منصوبه کار کوي ـ

د ښځو د پاره د خصوصي ډېسکونو د قيام نه علاوه ځانله تفتيشى يونټې به هم جوړولے شي چې ښځو ته به سازګار ماحول کښې قانوني مرسته ورکوي ـ د ښځو د پاره مخصوس يونټ کښې به دوه کانسټېبلانې او يو د نفسياتو ماهره شامله وي چې روزانه به سحر د اتو نه ماښام شپږو بجو پورې د ذهني رنځ د ښکار زنانه ؤ لاس مرسته کوي ـ

ګلبهار پوليس سټېشن کښې د ښځو د ډېسک نګرانه بسمين زمان وائي چې دا يونټ به د ښځو د مرستې په بابله اهم کردار ترسره کوى کومې چې د سړو د انتظام لاندې پوليس سټېشنو ته د تللو په حواله ويرېږي ـ

هغې زياته کړه چې پوليس محکمه کښې اوسني اصلاحات د کوم له کبله چې د ښځو يونټې جوړې شوي دي، د هغو ښځو د پاره د اميد رڼا ده چې دې نه وړاندې ئې پوليس سټېشن ته تلل نۀ غوښتل ـ بسمين زمان زياته کړه :” د ښځو د پاره د دوستانه ماحول پوليس يونټو جوړېدو سره ماډل پوليس سټېشنو کښې د زنانه ؤ شکايت کوونکو شمېر ښکاره زيات شوے دے ـ “

د ګلبهار پوليس سټېشن لخوا د ورکړے شوې شمېر شمېرې نه دا په ډاګه کيږى چې ٢٠٠٤ء کښې ښځو صرف ٧٢ مقدمې درج کړې ـ

٢٠١٥ء کښې چې کله د ښځو د پاره د دوستانه ماحول يونټونه په وړومبى ځل متعارف کړے شول نو د شکايتونو شمېر زياتېدو سره ١٣٠ شو ـ ٢٠١٦ء کښې د مئى نه وروسته ٩٠ مقدمې درج شوې دي چ پکښې ٣١ صرف يوه مياشت يعنى ستمبر کښې درج شوې ـ

د دې مقدمو اکثريت د زنانه ؤ خلاف د کورني تشدد، تنګولو د پېښو او د جائېداد د چارو متعلق وۀ ـ

ګلبهار پوليس سټېشن کښې د ښځو د پاره مخصوص يونټ سره تړلے د نفسياتو ماهره انعم سيټهى وائي :” کله چې کومه زنانه د شکايت درج کولو د پاره پوليس سټېشن ته راځى، نو هغه اکثر د ذهنى دباؤ ښکار وى او مشکلاتو سره مخ وى ـ زۀ هغې سره د هغې د حالاتو په حقله خبرې اترې کؤم او د هغې مرسته کؤم کومه چې زما ذمه وارى ده ـ د ځينو وختونو کښې ښځې د ذهني رنځ او پرېشانۍ له وجې د خپلو مسلو په بابله خبرې نۀ شي کولې نو هغه وخت مونږ ته د ابلاغ متبادلې ذريعې استعمالول وي ـ نور دا چې مونږ دا خبره يقينى کوؤ چې کله مونږ تفتيشى عمل ترسره کوؤ نو هغوئ دې پوليس سټېشن کښې محفوظې وي ـ “

هغې زياته کړه چې ښځو ته د سړو لاندې منظم کيدونکو پوليس سټېشنو کښې ساده شان شکايت درج کول هم ګران محسوسيږي چې وجه ئې ” د پوليس د کارروائۍ کولو روايتى انداز او مائنډ سېټ ” دے د کوم له کبله چې د شکايت کوونکو حوصله ماتيږي او مقدمو درج کولو کښې ځنډ راځى ـ

د دننه ښار اوسېدونکې شهناز پشورى د يو تن د دړکو نه پس د شکايت درج کولو د پاره کله په وړومبى ځل ګلبهار پوليس سټېشن ته لاړه نو ډېره زياته وېرې اخستې وه ـ

هغه وائي :” ما چې پوليس سټېشن کښې داسې ماحول وليدو نو حېرانه شوم ـ کانسټېبلې زما درخواست ډېرې نرمۍ سره واخستو ـ ما ته هډو دا محسوس نۀ شوه چې ګنى زه د پوليس په مينځ کښې يو پوليس سټېشن کښې ولاړه ېم ـ “

شاهده نائب حسېن پېښور کښې بيوټيشن ده، هغه وائي چې هغې تېره مياشت يو موټر واخستو خو ولې د وړومبى رقم ورکولو نه وروسته خرڅوونکى هغې ته په يو ځائے د رقم ورکولو د پاره دړکې شروع کړې ـ

هغې په يو ځائے د رقم ورکولو وس نۀ لرلو، ځکه نو هغې پوليس سټېشن کښې درخواست جمع کړو ـ شاهده نائب حسېن وائي چې د هغې مسله په يوه هفته کښې حل شوه ـ

هغې زياته کړه :” کله چې زۀ پوليس سټېشن کښې ؤم نو ما يو ځل هم داسې محسوس نۀ کړه چې  زۀ د پوليس په مينځ کښې ولاړه ېم بلکې ما داسې محسوس کړه چې ګنى زۀ په خپله کورنۍ کښې ېم ـ “

د شاهده نائب حسېن وېنا وه :” ما د ښځو د پاره مخصوص يونټو کښې دوه ځله شکايت جمع کړو، پوليس اهل کار راسره مهذبه رويه خپله کړه او هغوئ مې ډېره زياته مرسته وکړه ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here