د پېښور د صحافيانو ستونزې، ازاله به څوک کوى؟

0
2080
: Photo By News Lens Pakistan /
journalists in Peshawar : Photo By News Lens Pakistan

پېښور (انعام الله) د خېبرپښتونخوا صوبې صحافيان د پرمختګ د موقعو د نۀ شتون، د لږو تنخاګانو او د ملازمت او ژوند د خونديتوب د نيشتوالى له کبله د خپلې پېشې نه وېزاره شوي دي ـ

د ملازمت تحفظ يوازې دا نه چې ستاسو ملازمت خوندى دے بلکې دې د پاره ضرورى ده چې تنخاګانې دې په پوخ ډول زياتېږي چې يو صحافى دا محسوس کړى چې هغه په يوه داسې اداره کښې کار ترسره کوي چرته چې د پرمختګ موقعې موجودې دي ـ پاکستان کښې د مېډيا ډېرو ادارو صحافيانو ته په وخت مناسب تنخواګانې نۀ ورکول خپل دستور جوړ کړے دے د کوم له کبله چې د رپورټنګ او اخبارونو ادارتى معيار متاثره شوے دے ـ خو ولې دې سره په مالکانو څۀ خاص فرق نۀ غورځيږي چې د حکومت په مناسبه نګرانۍ يا خپرېدونکو ادارتى موادو په حقله د مناسب ميکانزم څخه پرته خپلې ادارې چلوي ـ رښتيا خو دا دي چې کۀ په عمومى تناظر کښې وکتلے شي نو پاکستان کښې الېکټرانک او پرنټ مېډيا کښې صحافتى اقدار بېخى نظر انداز کولے شي ـ د پېښور په شان ښارونو کښې دا حقيقت زيات ډاګيزے او ستونزمن دے ـ

د پېښور نه هره ورځ ٢٥ ورځپاڼې چاپ کيږي چې ورسره خواؤشا ٢٠٠ صحافيان تړلي دي ـ پېښور سره د اړونده يو صحافى وسيم خټک ترمخه د ناپوره تنخوا او د پرمختګ د موقعو د نۀ شتون له کبله د پېښور صحافيان د پېشې په توګه د تسلۍ سره کار نۀ کوي ـ هغه وائى چې خلق اوس د صحافت پېشه پرېږدي او سماجى مدونو سره ځانونه انډولوي ـ هغۀ زياته کړه چې يوه داسې پېشه چې د رياست څلورمه ستن بللے شى، د واچ ډاګ کردار ترسره کوي، معلوماتو ته د اولس رسد ممکن کوي ولې د دې باوجود دا په مناسبه توګه کار نۀ شى کولے ځکه چې دې سره تړلي صحافيان او کارمندان د مالکانو د غېر پېشه ورې رويې او کرپشن ښکار کيږي ـ

دې حالاتو کښې د صحافيانو د مرستې د پاره يوازې هم حکومت پاتې کيږى ـ تر کومه چې حکومت دا باور ورکړے نۀ وى چې صحافيانو سره به هم د نورو شعبو د ملازمينو په څير سلوک روا ساتلے شى نو حالات به نور خرابيږي ـ

اليکټرانک مېډيا او دې سره د تړلى ګليمر له کبله صحافيان د شوبزنس په صف کښې شاملولے شي ـ يو ځائى انګريزى اخبار سره اړوند صحافى رحمت خان دا د نظر دهوکې سره تعبيروى ـ صورتحال خو دا دے چې صحافيانو ته د حکومت له خوا ټاکلے شوے کم نه کم اجرت ١٢ زره روپۍ مياشت هم نۀ ورکولے کيږي ـ

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره د خېرانۍ په څرګندولو ووئيل:” زۀ د خپلې تنخوا په حقله ښودنې سره شرمېدنه محسوسؤم ـ د خوراک څښاک د بلونو، د کور کرايه او نورو خرڅونو ورکولو د پاره ما ته سخته خوارى کول وي ـ “

وسيم خټک ووئيل چې يوازې هم څو اخبارونه ملازمانو ته په باقاعده ډول مناسب تنخواګانې ورکوي ـ د نړيوالو ورځپاڼو يا خبرى ادارو ريکارډ په دې اړه ډېر غوره دے ـ هغۀ ووئيل چې د ميډيا نورې ټولې ادارې خپل ملازمين بېخى نظر انداز کوي ـ

د وېج بورډ اېوارډ ټاکنه د نيوز پيپرز ايمپلائز اېکټ ١٩٧٣ء لاندې عمل کښې راوستلے شوې وه چې مقصد ئې صحافيانو ته په وخت او د مناسبو تنخاګانو ورکړه يقينى کول وو ـ وخت تېرېدو سره سره د هر غوره څيز پشمول وېج بورډ اېوارډ هم خپل افاديت له لاسه ورکړو ـ د وېج بورډ د لارې د مالکانو قوت يو دائره کار کښې راوستلے شوے وۀ، ولې اوس دا قوت په حقيقت کښې زيات شوے دے ځکه چې دمېډيا مالکانو د اطلاعاتو په وزارت کښې زور زيات شوے دے ـ د صحافيانو اخرى وېج بورډ ٢٠٠١ء کښې وېشلے شوے وۀ ـ د اتم وېج بورډ نافذولو اجازت هر څو کۀ ورکړے شوے وۀ خو ولې د اخبار مالکانو د دې د نافذيدو په لاره کښې د خنډانو راولاړولو هڅې وکړې ـ د سپريم کورټ د ډاګيزه احکاماتو باوجود د اطلاعاتو وزارت د وېج بورډ نافذولو د پاره څۀ ځانګړي ګامونه وانۀ خستل ـ

د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس صدر رانا عظيم ووئيل چې د حکومت او پاکستان کښې د مېډيا د لويو ادارو د مالکانو ترمنځه د سودابازۍ له کبله د وېج بورډ نافذول ځنډېږي ـ هغۀ ووئيل چې کۀ حکومت وغواړى نو ١٠ منټو کښې اتم وېج بورډ نافذولے شي ـ

هغۀ زياته کړه :” يو صحافى ولې چې دا واک نۀ لرى چې هغه دې دا پرېکړه وکړى چې کوم خبر به چاپ کيږى او دې لړ کښې ټول واک اختيار مالک سره وى د کوم له کبله چې حکومت په فطرى توګه مالکانو سره نرمى کوى ـ “

سينئر صحافى امتياز عالم ووئيل چې حکومت د مېډيا مالکانو له لورى د صحافيانو د استحصال په حقله په پوره توګه خبر دے ـ هغۀ ووئيل چې هم صحافيان دا ستونزه هوارولے شي ـ هغۀ ټول صحافيان، چا ته چې تنخاګانې نۀ شي ورکولے، کار کول دې پرېږدي او د نامعلومه مودې د پاره دې هړتال وکړي ـ تر کومه چې صحافيان استحصال زغمي نو مالکان به د هغوئ د تنخواګانو په اړه زړۀ ور کيږي ـ

د خېبر يونين اف جرنلسټس (کے اېچ يو جے) صدر نثار محمود وائي چې پرنټ مېډيا سره تړلي صحافيان اوس هم په هغه تنخوا کار کوي کومه چې هغوئ ١٥ کاله وړاندې اخسته ـ هغۀ زياته کړه چې پېښور کښې يو صحافى ته اوسطاَ اتۀ زره روپۍ مياشت تنخوا ترلاسه کيږي کومه چې د حکومت له خوا د اجرت د کم نه کم ټاکلى قانون ترمخه نۀ ده ـ لږه تنخوا اخستوونکي ځپلي صحافيان اردو صحافت سره تړلي دي ـ د انګرېزۍ ورځپاڼو سره اړونده صحافيانو ته نۀ يوازې د ملازمت تحفظ ترلاسه دے بلکې د هغوئ تنخواګانې هم نسبتاَ ښې دي ـ

خېبر يونين آف جرنلسټس دې لړ کښې نيوز پيپر ايمپلائز ټربيونل کښې مقدمو ته هم ورمخامخ کيږي ـ نثار محمود ووئيل چې د نصاف په ورکړه کښې ځنډ او د اوږد سماعت له کبله د صحافيانو ستونزې زياتې شوې دي او د اخبار مالکان خوشحاله او جوبن کښې دي چې هغوئ ته نورې څو ورځې ترلاسه شوې دي ـ

رانا عظيم او امتياز عالم په حکومت تور ولګولو چې د اخبارونو مالکان ئې بيخى بې موهاره پرېښې دي ـ هغوئ دواړه په دې خبره يوه خلۀ وو چې کۀ حکومت د سرکارى اشتهارونو واجبات او صحافيانو ته په وخت د تنخواګانو ورکړه يو بل سره وتړي نو حالات ښۀ کيدے شي ـ

د ملازمت خونديتوب د صحافت په شعبه کښې يو نااشنا تصور دے ـ مالکان کوم صحافى هم چې کله وغواړى، د ملازمت نه وېستلے شى ـ پېښور سره اړونده يو صحافى عبدالرزاق خان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې کوم صحافى هم د وېج بورډ د نفاد د پاره غږ اوچتوى، هغه د ملازمت څخه ګوښه کولے شى ـ مالکان دومره زغم هم نۀ لري چې هغوئ د ځان په حقله رښتيا ويوونکي وزغمي ـ

نثار محمود زياته کړه چې د ١٨م آئينى بدلون نه پس اوس صوبې د دې خبرې ذمه وارې دي چې د مېډيا د اړونده ادارو نګرانى وکړي د کوم له کبله چې دا د خېبر پښتونخوا د حکومت ذمه وارى ده چې هغه د صحافتى ورورولۍ د ښېګړې د پاره کار وکړي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here