د سماجى او بشرى حقونو د کارمندانو په مجوزه اليکټرانک کرائمز بل تحفظات

0
1857

: Photo By News Lens Pakistan /

پېښور ( عبدالمالک اچکزئى ) اليکټرانک کرائمز بل آف پاکستان، چې په ممکنه توګه به ډېر زر د منظورۍ د پاره پارليمان ته وړاندې کړے شى ، د سياسى او انسانى حقونو د ډېرو کارمندانو د پاره د منلو وړ نۀ دے کوم چې دا د رائې د څرګندونې په ازادۍ قدغن ګرځوي ـ

ياد بل د سېنېټ د انفارمېشن ټېکنالوجۍ قائمه کميټۍ د وړاندې راسې منظور کړے دے ـ د دې بل به د ژوند د بيلابيلو شعبو په رڼا کښې جائزه اخستے شى او بيا به د ممکنه ترميمونو نه وروستو دا د پاکستان وړومبے قانون جوړ شى د کوم لاندې چې به د اليکټرانک کرائمز مخه نيولے شي ـ

په ډيجيټل رائټس کار کوونکى د يو سماجى تنظيم بليو وائنز پاکستان صدر قمر نسيم ووئيل چې څو هفتې وړاندې د پېښور چېمبر آف کامرس هال کښې يوه ناسته وشوه چې وجه ئې په اليکټرانک کرائمز بل د مشورې اجازت ورکول وو لکه څنګه چې د ټيکنالوجى وزارت په ويب سائټ ليکلے شوي دي چې د ټول ملک څخه د ياد بل به سول سوسائټى، مېډيا او بشرى حقونو استازي، سياسى کارمندان او زلمي جائزه اخلي ـ

د قمر نسيم وېنا وه :” د دې خاورې د وګړى کېدو له کبله مونږ د ټيکنالوجى په دې نړۍ کښې دوه طبقو کښې وېشلے شوي يو ، مونږ آن لائن يو يا بيا آف لائن ـ داسې په وړمبى ځل شوي دي چې د پاکستان حکومت د قومى ايکشن پلان نه وروستو اوس د دې بل د تشکيل منصوبه جوړه کړې ده ـ”

قمر نسيم نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د بل ” مبهم ژبه ” راتلونکى وخت کښې د يوې لوې او سنجيده ستونزې په توګه رامنځته کيدے شى لکه څنګه چې د دې بل نکات متنازعه دي او د سياسى، سماجى، انسانى حقونو د کارمندانو او صحافيانو په ضد استعماليدے شي او کۀ چرې داسې وشى نو دا به په ميډيا او د رائې د څرګندونې په خپلواکۍ ښکاره او ډاګيزه حمله وى ـ

پېښور پوهنتون کښې د انټرنېټ يو ماهر د نوم نۀ ښودلو په شرط نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ خو د تحريک طالبان پاکستان د عسکريت خوښه اکاؤنټ بندولو جوګه نۀ يو لکه څنګه چې د الاحرار جماعت وياند احسان الله احسان د خپل ټوئټر د لارې د هره ورځ په اساس ټوئيټ کوي ـ ” کله چې د دې ويب سائټونو مالکان په يو ساده شان درخواست دغه مخونه نۀ ختموي نو دې صورت کښې يوازې يوه لاره پاتې کيږى چې د پاکستان ټيلى کميونيکشين اتهارټى په ذريعه هم ذکر شوي ډومين بلاک کړے شي ـ

پېښور سره اړونده د بشرى حقونو کارمندې او د ٢٨ کالو بلاګرې ثناء اعجاز نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” کله چې پاکستان کښې سماجى ميډيا نۀ وه او په اخبارونو بندېزونه لګولے شوي نۀ وو نو هغه وخت به سوشلسټ شاعر حبيب جالب او فېض احمد فېض د خپلې شاعرۍ په ذريعه د خلقو جذبات راپارؤل او خبرتيا به ئې رامنځته کوله ـ هغوئ د امرانه قوانينو له کبله د تور تمبو شاته هم پاتې شوي دي ـ “

هغې زياته کړه چې اوس سوشل مېډيا، ټوئټر، فېس بک او ساؤنډ بائټس، وېډيوز پلے وغېره د بې برخې طبقو د پاره هم د دغه بڼې کردار ترسره کوي ، دوئ سره هم دغسې کولے شي او مختلف بلاګرز او مصنفين به په ذکر شوو سماجى فورمونو د خپلې ازادې رائې لرلو په “جرم” کښې د جېلونو سختۍ زغمي ـ

ثناء اعجاز وړاندې ووئيل :” مرکز کښې په اقتدار کښې د راتلونکى حکومت تعلق تل پنجاب سره پاتې شوے دے چې له امله ئې پاکستان کښې مېشتۀ ؤ نورو قوميتونو کښې د محرومۍ احساس ساه اخستې ده او د پښتنو، بلوچو يا سندهيانو له خوا کۀ د وفاق د رويې په ضد کوم ليک کولے شى نو هغې ته به په کرکه د اډاڼه موادو په توګه کتلے شي چې د رياست خلاف يو جرم به شمېرلے شى ـ “

د هغې خيال دے چې اليکټرانک کرائمز بل ” د جمهورى اقدارو د پاره زيات ورکوونکے دے ” ولې چې په بل کښې شامل يو شق خو داسې دے چې د هغې لاندې د قام پرستو تقريرونه او ليکونه ، د کالا باغ ډېم ودانى او د پاک چين اقتصادى راهدارۍ په ضد بلاګز به د رياست په ضد د ليکونو او تقريرونو په زمره کښې شمېرلے شي ـ

هغې د دې رښتياؤ لورى ته هم اشاره وکړه چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر شخصيت د ورځپاڼې جنګ يو مصنف روڼتيا سره وړاندې کړو ولې د مقتدره ډلې پام دغه لورى ته وانۀ وړېدو چا چې په کرکه د اډاڼه موادو او د ترهه ګرو د مرکزونو د نخښه کولو دعوې کړې وې ـ د ترهه ګرۍ د پلويانو او انتهاخوښو ته ودې ورکوونکو د پاره خو څۀ بد نۀ وى خو د امن او بشرى حقونو د پاره کار ترسره کوونکي کارمندان به د دې بڼې د قوانينو او قومى ايکشن پلان نخښه وګرځي ـ

نيوز لينز پاکستان سره په ټيلى فون خبرو اترو کښې ٢٨ کلنې سلمى بلوچ ووئيل چې دا قوانين د وخت ضرورت دے ـ د پاکستان حکومت او د پارليمان غړي په آئين کښې بدلون کولو سره فوځى عدالتونو جوړولو ته مجبور شول دې د پاره د انټرنېټ په اړه قانون سره هم داسې کيدے شى ـ

هغې زياته کړه :” عسکريت خوښي ترهه ګر تنظيمونه په ښکاره د رياست په ضد پروپېګنډا کولو کښې بوخت دي دې د پاره دې قانون سره د هغوئ مخنيوے دې څۀ رنګ وکړے شى د کوم جوړونه چې هم عمل کښې نۀ ده راغلې ؟ د اليکټرانک کرائمز بل نافذېدو نه پس څۀ بده به نۀ وى بلکې د جعلى ويب سائټونو او سوشل ميډيا اکاؤنټونو سره سره د غېر قانونى تنظيمونو د پاره به هم دې سره سخت صورتحال پېدا شى کوم چې د امن و امان د پاره خطرې راولاړوي ـ “

د پوهنتون طالب علم او سياسى کارمند ٢٥ کلن فواد خان پيرزاده دې اندېښنې سره مخامخ دے چې کۀ ذکر شوے بل په قانون بدل شى نو دې سره به هغه او د هغۀ ملګري د انټرنېټ په ازاد ډول د استعمالولو جوګه پاتې نۀ شي ـ هغۀ ووئيل :” پاکستان کښې دا وخت د بلوچ قام پرستو، سياسى ، سماجى او د انسانى حقونو هلو ځلو سره د اړوندو ټولو ويب سائټونو او بلاګز نه علاوه د سوشل مېډيا اکاؤنټونه هم بند دي ـ زۀ په شرطيه توګه وائم چې دا بل سترګو کښې د شګو اچولو برابر دے ـ”

د بشرى حقونو د کارمند او د عورت فاؤنډيشن اړوند محمد آصف ترمخه اليکټرانک کرائمز بل په يو وخت مثبت هم دے او منفى هم ـ هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د دې بڼې د قانون څخه پرته مونږ په انټرنېټ روانو هلو ځلو باندې قابو موندلے نۀ شو لکه څۀ رنګ چې د انتهاخوښو تنظيمونو د ويب سائټونو له لارې بهرتۍ او چندې راغونډولے شي ـ “

پوبا فاؤنډېشن سره تړلى سماجى کارمند شفيق ګګياڼى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دا قانون د پاکستان په تناظر کښې ګټور نۀ دے ـ پاکستان کښې په يوټيوب يوازې د يو ويډيو له کبله بندېز ولګولے شو چې تر اوسه په حال ده ـ په ډېرو روښان خياله صفحاتو لکه روشنى، بهينسا او جسټس فار پشتونز باندې هره ورځ سائبر حملې کيږي او کۀ دا بل قانون جوړ شى نو د اولس د پاره به د انټرنېټ نړۍ راتنګه کړى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here