اسلام آباد (رحمت محسود) د ماحولونو د ماهرانو له خوا د پاکستان تحريک انصاف د ډېر زيات مشهور کړے شوى بلين ټرى سونامى مهم نۀ يوازې غندنه شوې ده بلکې د دې تحفظاتو څرګندونه ئې هم کړې ده چې دا مهم تباهى خوروونکے دے ځکه چې د بوټو کرلو د پاره د ونو د غلطو قسمونو انتخاب شوے دے ـ

د ماحولياتو ماهر او د پېښور يونيورسټۍ د نباتاتو د علم د څانګې اړوند اسسټنټ پروفېسر ډاکټر لال بادشاه نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” دې کښې د شک شبې هېڅ ګنجائش نشته چې د ونو بوټو کرلو دا مهم غوره دے ولې زمونږ د فکرمندۍ لويه وجه دا ده چې په اقتدار کښې راغلى د پاکستان تحريک انصاف حکومت د غلطو ځايونو د پاره د بوټو د بې ځايه قسمونو انتخاب کړے دے ـ “

هغۀ زياته کړه چې د مثال په توګه د خېبرپښتونخوا دارالحکومت پېښور په خواؤشا کښې کنوکارپوس نالولے شى ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې دا ونه د دې سيمې د پاره ډېره زياته ماحول دوسته نۀ ده ـ

ډاکټر لال بادشاه ووئيل چې سنتها هم کرلے شى چې د ملک د دولت تباه کولو برابر خبره ده ځکه چې دا هم د سيمې د پاره مناسب نۀ ده ـ هغۀ ووئيل :” د بېرې ونې کرل پکار وو چې نسبتاَ زر زر غټېږي او ماحول دوسته دي ـ “

د پى ټى آئى مشر عمران خان د خېبرپښتونخوا هرى پور ضلع کښې د ونو بوټو د مهم پرانستې کولو سره د ونو د جامع مهم پيل کولو د پاره پوره پوره کار کولو باندې زور راوړے وۀ چې دا شان د ماحولياتى نظام او کلى وال طرز ژوند خوندى کړے شى ـ

هغه هيلې څرګندولو سره وئيلي وو :” د ونو کرلو دا مهم به د زمکې خوئيدو او قدرتى وسيلو خوندى کولو کښې لاس مرسته وکړے شى ـ ” د هغۀ دا وېنا هم وه چې د هغوئ حکومت د دې مهم کاميابولو په خاطر ځائى ابادۍ ته د فعال کردار ترسره کولو بلنه ورکړې ده ـ

ډاکټر لال بادشاه رايادولو سره ووئيل چې کراچۍ کښې هم کنوکارپوس کرلي شوي وو چې له کبله ئې د پولن الرجى ناروغى پېدا شوه او په ماحول ئې لويه پيمانه باندې منفى اثرات وغورځېدل ـ هغۀ ووئيل چې د دغې ونو په نور بوټو بدې اغېزې شوې وې او مارغانو به هم په دغه ونو کښې خپلې ځالې نۀ جوړولې ـ

خو ولې د ماحولونو يو بل پوهاند ډاکټر فرخ حسين ووئيل چې د پى ټى آئى د ونو بوټو د کر مهم به ” ماحول باندې په لويه پېمانه مثبت اثرات” پرېباسى ـ

هغۀ ووئيل چې د پېښور ښار په بيلابيلو سيمو کښې سنتها کرلے شى کومه چې يوه لويه تېروتنه ده ـ د هغۀ وړاندې وېنا وه چې هم د بېرې ونه د ماحول د پاره غوره ده ـ

ډاکټر لال بادشاه ووئيل چې د دې بوټو کر د ځنګلى شهتوت د ونو په رنګ دے چې وفاقى دارالحکومت اسلام آباد کښې د ٦٠ء په لسيزه کښې کرلي شوي وو ولې اوس دا د پولن الرجى خورېدو يوه ډېره لويه وجه ده ـ

پاکستان ډويلپمنټ اتهارټى سره تعلق لروونکى يو سينئر افسر، چا چې د نوم نۀ ښکاره کولو په شرط ځکه چې هغه مېډيا سره د خبرو کولو اجازت نۀ لرى، ووئيل چې د هغوئ محکمه د پولن الرجى په حقله د اولسى تحفظاتو له کبله د اسلام آباد د بيلابيلو برخو نه د دې ضررى ونو په ويستلو يو لوے رقم لګوى ـ

پاکستانى سياست کښې سياستدانان اکثر او زياتره د سونامى ټکے کارؤى چې مقصد ئې په ښکاره اولسى پاملرنه ترلاسه کول او يا په سياسى حريفانو دباؤ اچول وى ـ

د خېبرپښتونخوا د کرکيلې وزير اکرام الله ګنډاپور نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” د پى ټى آئى حکومت د سونامى ټکى انتخاب له دې کبله کړے دے چې د ونو کرلو دا مهم په اولس کښې مقبول کړے شى ـ “

هغۀ ووئيل چې د يو ارب ونو کرلو مهم په ټوله صوبه کښې پيل کړے شوے دے چې ورځ په ورځ مقبولتيا مومي ـ

د هغۀ وړاندې وېنا وه چې د پى ټى آئى حکومت ګرين ګروتهـ مهم پيل کړے دے د کوم لاندې چې د يو ارب ونو نالولو هدف ټاکلے شوے دے ـ

اکرام الله ګنډا پور هيله ښکاره کړه چې دا مهم به د ځنګلونو د ٢٢ سلنه زياتولو سؤب ګرځى او دا شان به د پى ټى آئى خېبرپښتونخوا کښې پينځو کالو باندې مشتمل د اقتدار د دور په دوران د نيشنل پارکونو شمېر زيات شي ـ

هغۀ زياته کړه چې په بلين ټرى سونامى مهم به د درېو سوو ملين ډالرو لګښت کيږي چې صوبائى حکومت به ئې ورکوي ـ اکرام الله ګنډا پور ووئيل چې روان کال کښې تر اوسه خواؤشا ١٧ ملين بوټي لګولے شوي دي او ٢٤٨ ملين قلمونه به هم دې کال کښې لګولے شي ـ

خو ډاکټر لال بادشاه ووئيل چې حکومت داسې بوټي لګوي چې سيمه ايزه نۀ دي او ځائى ماحول سره سمن نۀ خوري ـ

PTI one billion tree campaignاسلام ابا کښې د خلقو يو لوے شمېر د ګل توت د ونو له کبله ترخې تجربې سره مخامخ شوي دي کومه چې په زرګونو وګړيو کښې د پولن الرجى خورېدو يوه لويه وجه ده ـ

ډاکټر لال بادشاه ووئيل :” پاکستان کښې خواؤشا شپږ زره فلورا پېژندلي شوي دي او د ونو ډېر قسمونه پکښې شتون لري ـ ” هغۀ تجويز وړاندې کړو چې د بهرنيو په ځائے دې ځائى ونو ته پاملرنه وکړے شي چې د بهرنيو ونو په نسبت د ماحول د پاره غوره دي ـ

هغۀ ووئيل چې د ماحولونو ماهرانو د کيکر، زيتون، پهلاهى، شيوې، ببول ، بېرې او ساګوان کرلو مشوره ورکړې ده چې ډېر زياته ماحول دوسته دي ـ

اکرام الله ګنډا پور ووئيل چې دا ځنګلونه به په پوره توګه خوندى کولے شي او څاروي به هم دې ځنګلونو کښې څرن ته پرېښودلے نۀ شي ـ هغۀ ووئيل چې د لرګى د غلا د مخنيوى د پاره د پاليسۍ په جوړولو کار روان دے د کوم له کبله چې قامى خزانې ته د اربونو روپو زيان رسيږي ـ

هغۀ زياته کړه چې صوبائى حکومت ” د راتلونکو نسلونو د پاره ښېرازه ماحوال ” د تخليق کولو منصوبه لرى ـ

ولې د پاکستان پيپلز پارټۍ اړوند قانون ساز او اپوزيشن مشر فخراعظم وزير په دې مهم دې وېنا سره نيوکې کوي :” مونږ ته د پى ټى آئى په اقتدار کښې راغلى حکومت کښې کوم رامنځته کېدونکے شين انقلاب يا تعليمى انقلاب په نظر نۀ راځي ـ “

هغۀ تور پورې کړو چې د ونو بوټو کرلو مهم د پى ټى آئى د قانون سازانو د پاره د ټګۍ ټورۍ له لارې د پېسې جوړولو يوه بله ذريعه ده ـ

خېبرپښتونخوا کښې د پى ټى آئى د ګرين ګروتهـ مهم مشر ملک امين اسلم خان د هغۀ د دريځ معلوملو د پاره د رابطې کولو ګڼې هڅې وکړے شوې کومې چې نامه شوې ـ خو ولې هغۀ په خپل يو مضمون کښې بلين ټرى سونامى مهم شاندار ګرځولو سره دا د صوبې ، هېواد او نړۍ په ګټه ګرځولے وۀ ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here