د مدرسو د نوم ليکنې او اصلاحاتو عمل تر اوسه د ځنډ ښکار

0
1757
: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai
The Al-Jamia Islamia school in Allama town, Chaman, Pakistan, says it does not accept foreign funding. : Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

لاهور ( سميرا على ) د ترهه ګرۍ او شدت خوښۍ په ضد د قومى اېکشن پلان لاندې حکومت ټول ملک کښې د پاملرنې په اساس د ټولو مذهبى مدرسو د نوم ليکنې او د هغې په نصاب کښې د اصلاحاتو کولو اعلان کړے وۀ ولې د صورتحال د نۀ په ډاګه کېدو او د قومى اېکشن پلان ځنډ سره د نافذېدو له کبله دا يوه ګرانه ذمه وارى ګرځېدلې ده ـ

د پاکستان په مذهبى مدرسو د ډېر مودې راسې هېواد کښې د ترهه ګرو د سرپرستۍ او د هغوئ د مرستې کولو تور لګولے شي ـ د پاکستان دننه په اقتدار کښې راتلوونکو بيلابيلو حکومتونو ته د مدرسو د شدت خوښۍ په وده کښې د کردار په اړه د خفيه ادارو له لورى ثبوتونه ورکړے شوي دي ـ د مدرسو د فرقه بازۍ په وده کښې کردار هم د چا نه پټ نۀ دے ـ

د پنجاب حکومت ته ترلاسه شوى يو راپور کښې دا انکشاف شوے دے چې د وفاق د انتظام لاندې د قبائلى سيمو (فاټا) د دريو زرو نه زيات طالبعلمان د پنجاب په ٢٠٩ مدرسو کښې تعليم ترسره کوي ـ

د قامى اېکشن پلان لاندې د مدرسو رجسټرېشن هېواد څخه د ترهه ګرو او شدت خوښو په شا تمبولو په خاطر د ترهه ګرۍ د مخنيوى د پاره د جوړې کړے شوې کړنلارې په دريو کښې يوه مرحله ده ـ اوس اوس شهيد شوى د پنجاب داخله وزير شجاع خانزاده په ١٤ فرورى ٢٠١٥ء يو پرېس کانفرنس کولو کښې انکشاف کړے وۀ چې پنجاب کښې قائم خواؤشا ١٢ زرو کښې نيم په نيمه مدرسې رجسټرډ نۀ دي ـ

د داخله چارو وفاقى وزير چودهرى نثار على خان د ستمبر په اوومه نېټه د وفاق المدارس استازو سره د ليدلو کتلو نه وروستو مېډيا سره په خبرو اترو کښې وئيلي وو :” ټول عالمان د مدرسو په رجسټرېشن او اصلاحاتو متفق دي ـ خو هغوئ د نوم ليکنې عمل ساده ساتل غواړي د کوم د پاره چې حکومت يوه کميټى جوړه کړې ده کومه چې به د دې عمل د څارنې کولو نه علاوه د نوم ليکنې عمل اسانوى ـ

ولې کۀ يو خوا د مختلف مکاتب فکر عالمان حکومت سره په ګڼو چارو متفق دي نو هم دې سره هغوئ په ځينو اهم نکاتو بيلا بيل نقطه نظر لرى ـ د هغوئ په خيال حکومت د اصل عواملو څخه په ډډه کولو د ريښتونولۍ او منطقى رويې څرګندونه نۀ کوي ـ

د پاکستان علما کونسل مشر مولانا طاهر اشرفى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې پاکستان کښې په عمومى ډول ٢٤ زره مدرسې دي چې پکښې ١٣،٦٠٠ پاکستان علما کونسل سره تړلې دي ـ

هغۀ زياته کړه چې د مدرسو د رجسټرېشن، آډټ او فنډنګ په حقله معلومات داخله وزارت ته ورکړے شوي دي ـ

په دې مدرسو کښې اکثرو او زياتره باندې د شدت خوښه اسلام د فراختيا تور لګولے شي

مولانا طاهر اشرفى وائي چې په دې اړه د خلقو د فکر د رنګ بدلولو ضرورت دے ـ هغۀ زياته کړه :” مونږ خپلو مدرسو کښې د اوو سوو نه د زياتو خطيبانو د روزنې بندوبست کړے دے چې دا شان د زده کوونکو په نقطه نظر کښې لچک پېدا کړے شي او هغوئ د بنياد خوښۍ او شدت خوښۍ لورى ته زور نۀ کوي ـ”

ولې هغه حکومت هم اولس کښې د وده موندوونکو شدت خوښه رويو او تګلاره يو هومره ذمه وار ګرځوى ـ هغۀ دعوه وکړه :” پاکستان کښې قائم ډېر پوهنتونونه شدت خوښه تنظيمونو سره تړلي د طالبعلمانو تنظيمونو يا خو حمايت کوى يا د هغوئ په اړه ئې نرمه رويه خپله کړې ده ـ “

د اهل حديث مکتبه فکر نامتو مشر مولانا ابتسام الهى ظهير مدرسو نخښه کولو باندې په حکومت سخت ټکونه وکړل ـ هغۀ ووئيل :” حکومت دې د مدرسو د احتساب کولو نه مخکښې د غېر سرکارى تنظيمونو د فنډنګ په نظام کښې روڼتيا پيدا کړى ـ “

هغۀ نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې اهل حديث مکتبه فکر سره د تړلو مدرسو شمېر د دوؤ زرو نه زيات دے او دا ټولې رجسټرډ نۀ دي ځکه چې دې نه وړاندې داسې څۀ بندېز نۀ وۀ ـ هغۀ ووئيل :” کۀ څو ترهه ګر په مدرسو کښې تعليم کولو د پاره پاتې شوي دي نو دا څۀ د فکرمندۍ وړ خبره نۀ ده ډېر ترهه ګر د پوهنتونونو نه هم فارغ التحصيل دي ـ”

د فرقه ايز تشدد په وده کښې د مدرسو په کردار خبرو اترو کښې د بريلوى مکتبه فکر مشر علامه راغب نعيمى ووئيل چې دا يوه مفروزه ده کومې ته چې ټول ملک کښې په پخه توګه فراختيا ورکولے شى ـ هغۀ ووئيل :” د کراچۍ د صفوره پېښه کښې، کومه کښې چې يو بس باندې ډزې شوې وې او ٥٠ کسان پکښې وژلي شوي وو، د مدرسو زده کوونکي ککړ نۀ وو بلکې دا کارروائى د کراچۍ د يوې يونيورسټۍ څخه د فارغ التحصيل طالبعلمانو له لخوا شوې وه چا چې د ځينو بهرنيو عناصرو په اشاره داسې وکړل ـ

هغۀ په دې رښتياؤ د خفګان څرګندونه وکړه چې هر څو کۀ د ترهه ګرو تعلق مدرسو سره ثابت شوے دے ولې ټولو مدرسو کښې ترهه ګر زده کړه نۀ کوي ـ هغۀ زياته کړه :داخله وزير پخپله دا انکشاف کړے دے چې ٢٥٠ مدرسې شدت خوښه کارروايو کښې ککړې دي خو حکومت اخر ولې د هغې په ضد څۀ ګام نۀ اخلى ؟ مولانا راغب نعيمى د ترهه ګرۍ د مخنيوى د پاره د حکومت په لوظ هم ګوته پورته کړه ـ

ټول هېواد کښې د بريلوى مکتبه فکر اتۀ زره مدرسې شتون لري ـ ولې د ټولو نه د بدل نظر څرګندونه علامه عباس کميلى وکړه چا چې د ټولو مکاتب فکر د مدرسو د نوم ليکنې په اړتيا زور راوړو ـ هغۀ ووئيل:” پاکستان کښې مدرسه چلؤل يو ګټندويه کاروبار جوړ شوے دے او د ترهه ګرۍ په کارروايو کښې ککړه هره کومه ډله د مدرسې په پرانستلو هغو زده کوونکو کښې د خپلو نظرياتو خورؤنه کولے شي څوک چې د رسمى تعليم ترلاسه کولو وس نۀ لري ـ

هغۀ د مدرسو په نصاب کښې د اصلاحاتو کولو سره سره د کرکژنو موادو نه د دې د پاکولو په ضرورت هم زور راوړو ـ

کۀ د کومې ترهه ګرې ډلې دې مدرسو سره تعلق ثابتېږى نو حکومت هم دې جرم کښې برابر شريک دے ځکه چې يوازې د مدرسو نوم ليکنې سره مقصدونه ترسره کولے نۀ شي ـ حکومت ته د دې نه يو قدم مخکښې اخستو سره د ګامونو پورته کولو ضرورت دے ـ هم د دې پشمول کۀ د رجسټرډ او غېر رجسټرډ مدرسو په حقله کوم پټ راپور کښې د دې مدرسو د ترهه ګرۍ په هلو ځلو کښې د ککړېدو په اړه څۀ ثبوتونه وړاندې کولے شي نو زر تر زره دې کاروائى په عمل کښې راوستلے شى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here