شاهراه ريشم ٢.٠ د سيلګرۍ د ودې د پاره پى ټى ډى سى د څۀ کولو څخه پاتې

0
2302
: Photo by News Lens Pakistan
: Photo by News Lens Pakistan

ګلګت ( سمير حسيب ) وزيرشاه د خپل کور په بلۍ ولاړه باندې د پاکستان او چين ترمنځه په جوړېدونکې نوې لاره د ټريفک تند تګ راتګ ته کتل ـ

د قراقرم لاره د افسانوى او پخوانۍ لارې شاهراه ريشم برخه ده کومې چې د ختيز او لوېديز يعنى د منځنۍ اېشيائى، انډيا، ايران او چين د بحيره روم پورې رسد ممکن کړو، دا د سړکونو يو ډېر لوے نېټ ورک وۀ د کوم له کبله چې په لويه پيمانه تجارت او ثقافتى روايات خپلو کښې واغږلے شول ـ د ماځيګرې د نمر په شغاګانو کښې هر څوک د پخوانۍ زمانې د دې افسانوى سړک په مخکښې تسليمېدے شى په کوم چې به هر وخت د تاجرانو او سوداګرو قافلو ريښم، مصالحې او مذهبى فلسفې د حېرانوونکى ښار ژناډو څخه وړلے راوړلے ـ

د تجارت او سيلګرۍ دا تناظر، د کوم نه چې ترلاسه کيدونکى خوش حالى، يو ځل بيا د ٤٦ ارب ډالرو د پاک چين کاريډور ( سى پى اى سى ) په شکل کښې څرګنده شوې ده ـ شاهراه ريشم، به د پاک چين اقتصادى راهدارۍ او دې سره د پيوستو سړکونو، ريلوے او پائپ لائنونو د نيټ ورک د ورژن ٠.٢ نۀ يوازې د تجارت د ودې د پاره اهمه وى بلکې دې سره به سيلګري هم د زړۀ راښکونکو نظارو د سيلګرۍ د پاره ګلګت ، بلتستان ته مخه کوي ـ يا لکه څنګه چې وزيرشاه هيله لرى ـ ولې آيا هغه او د هغۀ هوټل، چرته چې هغه ملازمت کوى، د ٢١ مې پېړۍ د ريښمو د لارې د بحالۍ نه وروستو د غوښتنو ترمخه چوکاټ کښې راغلي دي؟ آيا زبير شاه او ګلګت کښې د پاکستان ټورازم ډويلپمنټ اتهارټى ملازمين، د هيواد د يو روښانه وژن او د صنعتى او برسر اقتدار اشرافيه د هرکلى د پاره راتلونکو ورځو کښې د زړۀ نه کار کولو ته تيار دي؟

د زبير شاه خيال د دې نه بدل دے ـ هغۀ ووئيل :” دا اداره د حکمرانانو رحم و کرم ته پاتې ده چا چې دا غلطه وکارؤله او د هغوئ په دې عادت کښې به بدلون رانۀ شي ـ ” هغۀ د امنيتى لاملونو له کبله خپل اصل نوم ښکاره نۀ کړو ـ

زبير شاه د ګلګت اوسيدونکے دے او د تېرو ١٥ کالو راسې پاکستان ټورازم ډويلپمنټ اتهارټى سره اړوند لرى د کومې لاندې چې دا وخت ټول پاکستان کښې د ٣٥ هوټلونو او موټلونو او څلورو ريستورانټونو انتظام کولے شى چې پکښې زياتره دا ټيک ده چې لرې پرتو سيمو کښې قائم دي ولې دا ځايونه د سيلګرۍ په لحاظ غوره دي ـ يوازې په ګلګت بلتستان کښې ١٠ موټل منتظم کولے شى چې ورسره ٦٠ پاخۀ ملازمان تړلي دي ـ

يو وخت وۀ چې پى ټى ډى سى د ملک د سيلګرۍ د پروګرام پيژندګلو وه، دا څۀ قدرے زاړۀ ارومرو وو ولې د سکون د استوګنې د پاره مناسب وو، رښتيا خو څۀ داسې دي چې د تېرو څو کالو راسې د ګڼو لاملونو په اساس د دې د ښۀ کيدو او خونديتوب د پاره هيڅ ګامونه وانۀ خستلے شول ـ وزير شاه ووئيل ولې په دې کښې چې کوم لوئې هوټلونه وو نو د هغې د منتظم کولو او چلولو په حقله سياسى زورواکۍ کښې زياتوالے راغلو او د تېرو ١٥ کالو راسې روان فساد هم اثرات غورځولي دي ـ

هغۀ زياته کړه :” د پاکستان پيپلز پارټۍ د تېر دور حکومت ډېر خراب وۀ ـ د ادارې عزت او ډهانچې ته زيان رسولو کښې ئې هيڅ کسر پرې نۀ ښود ـ د پاکستان پيپلز پارټۍ د اقتدار په وخت کښې زياتره هوټلونه بند پاتې شول ځکه چې عملې ته تنخاګانې نۀ وې ورکړے شوې ـ د پخوانى منيجنګ ډائريکټر شاهجهان کيتهران په دور کښې د خپلو خلقو خوشحالولو د پاره ډېرې زياتې بهرتۍ وکړے شوې ـ د امن و امان حالات هم د پى ټى ډى سى د زوال يوه اهمه وجه ثابت شوه ـ “

صابر شاه ووئيل چې د عملېد زياتى بهرتۍ له کبله د کارپوريشن معاشى وسيلې محدود شوې چې څو مياشتو پورې د تنخاګانو په ورکړه کښې ناکامۍ سره مخ شوې ـ ميرټ نظرانداز کولو سره په سياسى بنيادونو د بهرتى کړے شوې عملې په سؤب هم د پى ټى ډى سى ريزارټ ورځ په ښکته شو کوم چې به يو وخت کښې د ټول ملک نه د راتلونکو سيلګرو وړمبے انتخاب ګرځيدلو ـ

ميډيا کښې د راتلونکو خبرونو ترمخه اپريل ٢٠١٥ء کښې پخوانے ايم ډى شاهجهان کهيتران د اوو سوو ملازمينو په غير قانونى توګه بهرتى کولو او د واک اختيار غلط استعمال باندې ونيولے شو ـ

د ادارې د ناوړه کارکردګۍ او زياتيدونکو قرضو له کبله د واکمنو پام د کارپوريشن د نجکارۍ لورى ته رااوړيدلے دے ـ خو ولې تېرو وختونو کښې د پى ټى ډى سى د موټلز د نجکارۍ د تجربې په رڼا کښې د دې امکان زيات نۀ دے ـ ١٩٩٨ء کښې د دريو لويو هوټلونو د لاهور ” فليټيز ” ، د پېښور ” ډينز ” او د مرى د ” سيسل ” نجکارى وکړے شوه ـ د پى ټى ډى سى دې ټولو هوټلونو کښې شيئرز وو ـ

صابر شاه، څوک چې کارپوريشن سره د اوږد مهاله تړون له کبله د لوړ کچ مينجمنټ سره ژور تعلقات لري، ووئيل :” معاملې ګرانې دي ولې زۀ خبر يم چې د پى ټى ډى سى د پرائيوټ کولو باب د تل د پاره ختم شوے دے ـ “

صابر شاه او نور ملازمان چا ته چې باقاعده تنخواګانې ورکړے کيږي، وائي چې هر څو کۀ د ريکارډ خوندى کولو څۀ باقاعده انتظام نشته ولې ګلګت بلتستان کښې د قائمو موټلونو کارکردګى غوره ده او روان کال کښې دا د سيلګرو نه بيخى ډک وۀ د کوم له کبله چې د تنخواګانو د ورکړے په معامله هوارولو کښې لاس مرسته وشوه ـ

خو ولې د پى ټى ډى سى او د هغې د موټلز راتلونکے وخت اوس هم د بې باورۍ د صورتحال ښکار دے ـ آئين کښې د ١٨ م بدلون نه پس صوبو کښې قائمو د ټولو موټلونو انتظام صوبائى حکومتونو ته لاسو کښې اخستل وو ولې وفاق په پى ټى ډى سى خپله زورواکى برقرار ساتل غواړى د کوم له کبله چې دا معامله تر اوسه د هوارى غوښتنه کوى ـ

د پى ټى ډى سى د يو سينئر اهلکار، چې پېنډۍ کښې تعينات دے، تر مخه د وفاق صوبو او په ځانګړى توګه خيبرپښتونخوا سره سوړ جنګ روان دے چې صوبو کښې د پى ټى ډى سى د انتظام لاندې د جائيدادونو کنټرول سنبالول غواړى ـ يو افسر د نوم نۀ ښودلو په شرط ووئيل :” د پى ټى ډى سى د انتظامى چارو ترلاسه کولو د پاره د وفاق او صوبو ترمنځه سوړ جنګ روان دے او هيچا ته دا پته نشته چې دا به کله ختميږى، خو ولې مرکز د خپل دريځ څخه په شا کيدو ته تيار نۀ دے د کوم په اړه چې اړونده ادارې خبر کړے شوې دي ـ “

ګلګت کښې کارمندان دا وائي چې کۀ د پى ټى ډى سى انتظام صوبو ته وسپارلے شى نو موټلز يو ځل بيا اولس کښې مقبول کيدے شى ـ

اسسټنټ ټورازم افسر عمران الله بيګ وائى :” زۀ به دا تجويز ورکړم چې د پى ټى ډى سى د موټلز انتظام دې صوبو ته وسپارلے شى ـ ” هغه د تېرې يوې لسيزې راسې پى ټى ډى سى سره تړلے دے او بيلابيلو ريزارټس کښې ئې خدمات ترسره کړي دي ـ

عمران الله بيګ تجويز وړاندې کړو چې د ګلګت ټورازم ډويلپمنټ اتهارټى په څير دې يوه نګران اداره جوړه کړے شى چې سيلګرۍ سره اړونده د ټولو معاملو انتظام کوي ـ هغۀ ووئيل :” د حکومت په مرسته د چليدونکى ټرانسپورټ سروس نيټکو (نيټکو) انتظام هم اتهارټى ته په لاس کښې اخستل پکار دي چې دا شان سيلګرو ته ښۀ اسانۍ ورکړے شي ـ “

هغۀ زياته کړه چې د نيټکو او پى ټى ډى سى د پاره دې د ځانله ځانله تجربه کارو او پېشه ورو ډائريکټرانو خدمات ترلاسه کړے شي او وسيلې دې منتظم کړے شى چې دا شان د هر کوم قسم سخت حالات رامنځته نۀ شى ـ

عمران الله بيګ ووئيل :” دا وخت د ريکارډ خوندى کولو د پاره څۀ باقاعده نظام شتون نۀ لرى ځکه چې کله مونږ کومه کوټه په کرايه ورکوو نو د سيلګرو د ډلې يا کورنۍ د مشر تفصيلات ريکارډ کښې ليکوو ولې د نورو کسانو په حقله څۀ معلومات ترلاسه کولے نۀ شي ـ د پى ټى ډى سى عمله تربيت يافته ده او د هغوئ هوټلې په غريزه سيمو کښې د قدرتى نظارو څخه معموره ځايونو باندې شتون لري ـ پى ټى ډى سى سره دا وخت د موجودو ټولو وسيلو يو ځائے کولو ضرورت دے ـ يو ولوله خيزه ډله او سياسى عزم د کارپوريشن راتلونکے وخت بدلولے شى ـ “

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here