لاهور ( دردانه نجم ) د روان کال په ٢٠ جنورۍ زرګونو کسانو باندې مشتمل پارېدلې ګڼې ګوڼې د يو سکيورټى اهلکار له خوا د قرآن حکيم په شکمن سپکاوى جهلم کښې په پاکستان چپ بورډ فېکټرۍ چپاؤ وکړو او هغې نه ئې د ايرو ډهېرے جوړ کړو ـ دا په پاکستان کښې د مذهب د سپکوالى په جواز جوړولو د زور زياتى وړومبۍ پېښه نۀ ده ـ
د امن او انصاف د قومى کمېشن د شمېر شمېرې ترمخه د ١٩٨٧ء نه تر اوسه د مذهب د سپکاوى د قوانينو د بيلابيلو دفعو لاندې ٦٣٣ مسلمانان، ٤٩٤ احمديان،١٨٧ مسيحى او ٢١ هندوان د مذهب د سپکاوى لاندې مختلفو مقدمو سره مخامخ شوي دي ـ
د پاکستان په تاريخ کښې د فرقه بازۍ تشدد کومه نوې خبره نۀ ده ـ د هېواد شيعه، احمدى، مسيحى او هندو ابادى اکثر او زياتره د خپلو مذهبى عقيدو له کبله د ډېر سخت زور زياتي نخښه ګرځيدلي دي ـ
د ايف سى يونيورسټۍ، لاهور د سنټر فار پبلک پاليسى اينډ ګورننس (سى پى پى جى) ډائريکټر پروفيسر ډاکټر سعيد شفقت دا باور لرى چې د انتهاخوښو مليانو له لورى په خپل اړخيزه توګه د اقليتونو جائيدادونه نيول، د عبادت په ځايونو ئې چپاوونه کول او د هغوئ وينې تويؤل صحيح ګڼلي شوي دي ـ
هغۀ ووئيل چې په ډېرو موقعو مذهبى جذبې له قصده د مذهبى اقليتونو په ضد راوپارولې شوې ـ
د ډاکټر سعيد شفقت وړاندې وېنا وه :” د ضياء الحق په دور کښې د مذهب د سپکاوى قانون رامنځته کړے شو په کوم کښې چې وروستو بيا د نواز شريف د حکومت په دور کښې بدلونونو کولو سره ټول عمرى قېد او د مرګ سزا هم ترتيب باندې شامله کړے شوه او اوس دا قانون په ذاتى دښمنو کښې د يوې حربې په توګه کارؤلے شى ـ”
احمدى ورورولى دا باور لرى چې د جهلم پېښه په اصل کښې د هغوئ خلاف کرکې ته د ودې ورکولو يو منظم سازش وۀ ـ د احمديه ټائمز چيف ايډيټر عمران جټاله د دې حملې نه وروستو خپل ټوئيټ کښې د دې ذمه وارى د پاکستان علما کونسل د مشر مولانا طاهر اشرفى او د هغۀ د خطيب ورور حسن معاويه په کرکژنو تقريرونو ورواچوله څوک چې د احمديانو په ضد د مذهب د سپکاوى خلاف د تشدد په هره پېښه کښې ککړ وي ـ هغۀ په ٢٣ نومبر خپل ټوئېټ کښې وليکل :” د جهلم پېښه د مولانا طاهر اشرفى له کرکې د ډکو هغو بيانونو له کبله مخې ته راغله کوم چې هغه د ډير پخوا راسې د احمدى ورورولۍ په ضد ورکوي ـ “
مولانا طاهر اشرفى نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې په احمديانو تور پورې کړو چې هغوئ هم داسې ستونزو سره مخ دي ـ هغۀ ووئيل چې داسې څۀ کوټلې وجه نشته چې احمدى ځان ته مسلمان ووائي ولې چې په آئينى توګه د هغوي د مذهب ټاکنه شوې ده ـ هغۀ ووئيل چې احمدى ورورولۍ د مسلمانانو په ضد کرکژن مواد وېشلي دي ـ
عمران جټاله وائى :” دا په نظر کښې ساتل ډېر زيات اهم دي چې نوموړو سکالرانو او دانشوارنو لکه سيد احمد شهيد بريلوى، علامه اقبال، مولانا مودودى وغيره چرته احمديان د خدائے پاک د پېغمبرانو سپکاوے کوونکي ګڼلے نۀ وو ـ دا د اوسنيو کلونو عالمان دي لکه مولانا طاهر محمود اشرفى د کرکې ډک هغه ټکي ګوري کوم چې رښتياؤ سره هېڅ اړوند نۀ لرى ـ “
جهلم کښې چې د زور زياتى کوم تاريخ جوړ کړے شو،هغۀ به هم د فېکټرۍ په سوزولو ختم نۀ شى ـ رښتيا خو دا دي چې سيمه کښې د احمدى ورورولۍ د عبادت په دوو ځايونو سنى مليانو قبضه کړې ده کوم چې جوماتونه هم ګرځولے شوي دي ـ د يو جومات نوے نوم ” الله والى ” اېښودے شوے دے د کوم نه بهر کښې د ختم نبوت زنده باد نعره هم ليکلې شوې ده ـ
نيوز لينز پاکستان چې کله د جهلم ډسټرکټ پوليس افسر مجاهد اکبر سره رابطه وکړه نو هغۀ دا دعوې رد کړې چې ګنى د سنى مليانو له خوا په کوم جومات قبضه شوې ده ـ هغۀ زياته کړه چې د مذهب سپکاوے ولې چې يوه حساسه معامله ده ځکه نو پوليس په وخت د مجسټرېټ خدمات ترلاسه کړل او ملزم قمر احمد طاهر ئې ولقه کښې واخستو څوک چې د فېکټرۍ سکيورټى ګارډ دے ـ
هغۀ يو ځل بيا د دې الزام منلو څخه مخ واړولو چې دا د پوليس بې غورى وه د کوم له کبله چې دا صورت حال مخې ته راغے ـ هغۀ ووئيل چې کله دا پېښه رامنځته شوه نو عمله ناپوره وه ـ
مجاهد اکبر زياته کړه :” زما د پوليس فورس يوه لويه برخه چکوال کښې د انتخابونو په سکيورټى چمتو وه او ځانګړي خدمات ئې ترسره کول ـ “
احمديه کميونټى سره اړونده کاروبارى ورورولى يو بل نقطه نظر وړاندې کوى ـ يو لوے کاروبارى شخصيت، چې کراچۍ او لاهور کښې د يوې لوئې پلاسټک کمپنۍ مالک دے، ټيپو( د امنتيتى لاملونو له کبله اصل نوم ښکاره کولے نۀ شى) وېرېږى چې د هغوئ راتلونکے وخت خوندى نۀ دے او هغه هم په نخښه کيدے شى ـ هغۀ ووئيل چې د جهلم د چپ بورډ فېکټرۍ مالک ته تر ټولو د لوے ريئل سټېټ ټائيکون له خوا د فېکټرۍ او ورسره د پېوست زمکې د خرڅولو د پاره دړکې ورکولے شوې چې دا شان په دغه ځائے هاؤسنګ سوسائټى جوړه کړے شى ـ
هغۀ زياته کړه :” دا څۀ رنګ ممکن ده چې هم څو لحظو کښې دې د خلقو يو لوے شمېر راغونډ شى او فېکټرى دې وسوزوي ؟ دا هر څۀ د منصوبه بندۍ لاندې وکړے شول چې پکښې تش د نوم مذهبى سکالرانو، ځائى حکومت او رئيل سټېټ ټائيکون يو بل سره مرسته کوله ـ “
د پاکستان د بشرى حقونو کمېشن سره تړلے وکيل سروپ اعجاز وائي چې په وړومبى ځل داسې ونۀ شوه چې د مذهب د سپکاوى له کبله د اقليتونو جائيداد يا ژوند خطرو سره مخامخ شوي دي او نۀ هم داسې په وړومبى ځل شوي دي چې کوم خطيب د مذهب په نوم د خلقو جذبې راپارولې دي ـ
هغۀ زياته کړه کله چې د رياست له لورى يو غوره ماحول ورکړے شوے دے چې څوک هم د ودانيو يا فېکټريو سوزولو د پاره جذبات راپارولے شي نو د کرکې وده نسبتاَ اسانه شى ـ سروپ اعجاز وړاندې وائي چې رياست او قوانينو کښې ئې خامۍ موجودې دي ـ تعزيرات پاکستان د اقليتونو او په ځانګړى توګه د احمديانو په ضد تعصب باندې اډاڼه لرى ـ
هغۀ زياته کړه :” نوې نړۍ کښې داسې ډېر لږ مثالونه په لټون ترلاسه کيږى چې رياست د خلقو د کومې ډلې خلاف فريق جوړ شوے وى ـ “
د سروپ اعجاز وېنا وه :” دا په طاقت سره تړلي دي ـ مذهبى تنظيمونو سره اړوند کارمندان ډېر په اسانه راپارؤنې باندې اډاڼه لرلے شى ځکه چې هغوئ ته د رياست لاس مرسته ترلاسه وى د کوم له کبله چې د اقليتونو په ضد د مذهب د سپکاوى د تورونو شمېر زياتيږي ـ رياست طاقتورو مذهبى تنظيمونو ته د کرکې خسمانې د پاره غوره ماحول ورکوى ـ “
هغه وړاندې وائي چې کۀ د اهل سنت مکتبه فکر اړونده خطيب له خوا په احمديانو د کرکژنو موادو چاپولو لګولے شوي تورونه دي نو په دې صورت کښې د عدالت په مخکښې د ثبوتونو وړاندې کولو ضرورت دے، په ځانګړى توګه کله چې د قومى ايکشن پلان لاندې ډېرو خلقو ته د کرکژنو توکو په خورولو سزاګانې ورکولے شي ـ ټولنه کښې د مذهب په نوم جنګ پيل کولو سره به يوازې هم د روادارۍ نيشتوالے فراختيا مومى سپريم کورټ اُ ف پاکستان رياست ته دا حکم جارى کړے وۀ :” هغه دې د دې بڼې په جرم کښې د بې ګناه خلقو د غلطو تورونو يا ټګۍ ټورۍ لاندې د تفتيش يا مقدمو سره د نۀ مخ کېدو عمل يقينى کړى ـ”
سروپ اعجاز زياته کړه چې رياست ته د عدالت د دې حکم نه وروستو دا موقع ترلاسه ده چې هغه د مذهب د سپکاوى په قانون کښې د سنجيده بڼې بدلونونه وکړى ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here