پاکستان: ترهه ګرۍ ځپلې ټولنه د مرګ په سزا يوه دوه کښې حېرانه

0
1918
: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai
Views after bomb blast at Taj Road in Chaman. The bomb was planted inside vehicle caused 10 people injured. Photo Newslens/Matiullah Achakzai. : Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

لاهور (دردانه نجم) د مرګ د سزا په سمېدو يا نۀ سمېدو باندې روان فکرى بحث پاکستان کښې يو ستونزمن لورى ته مخه کړې ده ځکه چې اولس په هېواد کښې د روانې ترهه ګرۍ د رامنځته شوى بحران په حقله قسما قسم نظرونه لري ـ د ځينو د پاره ترهه ګرى د پاکستان د حکومت له خوا د عسکريت خوښو ډلو د سرپرستۍ نتيجه ده نو د ځينو د پاره د قانونو د عملدارۍ نۀ شتون د دې يوه اهمه وجه ده او د ډېرو د پاره ګناهګارو ته د سزا ورکولو په لړ کښې د حکومت د حېرانۍ له کبله دا صورتحال پېدا شوے دے ـ

د بره ذکر شوى رنګارنګ نقطه نظر له کبله د مرګ د سزا ټولنه باندې د اثراتو په اړه درې بيلا بيلې فکرى دائرې رامنځته شوې دي ـ

يوه فکرى ډله دا باور لرى چې د مرګ د سزا په سؤب ټولنه کښې د جرمونو شرح کميږى ـ

مذهبى ډله د دې فکر خورؤنه کوى ـ يوه بله فکرى ډله دا مني چې د مرګ په سزا بنديز ختمېدو سره د جرمونو په تناسب کښې هېڅ کمے رانۀ غلو او رياست سره دا نۀ ښائي چې هغه په هر کوم صورت کښې هر کوم انسان د هغۀ د ژوند څخه بې برخې کړي ـ يوه بله فکرى ډله، چې دا وخت پاکستان کښې اکثريت کښې ده، ملک کښې د وده موندوونکې ترهه ګرۍ لامل د مرګ په سزا د عمل درآمد په حقله د حکومت د فعاليت نيشتوالے د دې ټول صورتحال ذمه وار ګرځوى ـ وړومبيو يادو شوو دواړو فکرى ډلو سره د خپلو خپلو دعوؤ ثابتولو د پاره شمير شميره شته ولې اخرى ياده شوې ډله داسې څۀ مواد نۀ لري چې ورسره ئې د دليل تصديق وشي او نۀ ئې د خپلې وېنا صحيح ثابتولو د پاره څۀ اخلاقى بنياد شته ـ

نيوز لينز پاکستان چې کله باچا خان ټرسټ ايجوکيشن فاؤنډېشن سره اړونده امنيتى تجزيه کار ډاکټر خادم حسين سره عسکريت خوښو ته د مرګ د سزا ورکولو او د ترهه ګرۍ پېښو کښې د اوسنى کمى په حقله خبره وکړه نو هغۀ د دې خبرې منلو نه مخ واړولو چې دا دواړه خپلو کښې څۀ تعلق لري ـ هغۀ دا دليل وړاندې کړو چې رياست انتها خوښى د خارجه پاليسۍ د يوې حربې په توګه کاروي او د ماشومانو او زلمو په ذهنونو کښې د نصاب او ميډيا له لارې دې سوچ ته وده ورکولے شى ـ هغۀ زياته کړه چې سوات کښې د فوځى عملياتو نه وروستو د وسله والو مرسته په بيلا بيلو طريقو کيده خو ولې کله چې هغوئ له د راتلونکى فنډنګ د لارو نيولو نه علاوه د ترهه ګرو د بهرتى کيدو نيټ ورک بند کړے شو نو د امن و امان حالات ښۀ شوي وو ـ هغۀ زياته کړه چې فاټا کښې هم په دغه کړنلاره عمل کولے شى ـ ډاکټر خادم حسين نور وضاحت کولو سره ووئيل چې فوځى عدالتونو کښې هم يوازې د لاندې درجې ترهه ګرو ته د مرګ سزا ورکولے شى، د عسکريت خوښو قيادت تر اوسه فعال دے او په هغوئ کښې يوازې هم پينځۀ سلنه ته د مرګ سزا اورولے شوې ده ـ

د ډاکټر خادم حسين وېنا وه :” زۀ دا باور لرم چې د مرګ سزا سره به هغه خلق د انتها خوښۍ د رجحان لورى ته مخه کوي څوک چې دا ګڼي چې مخالفه نقطه نظر لروونکے د مرګ د سزا حقدار دے ـ دې د پاره کۀ تاسو څوک پهانسى کويئ نو ممکن ده چې ملک کښې د روانې ترهه ګرۍ په پېښو کښې په عارضى ډول کمے راشى ـ”

مذهبى عسکريت خوښو کښې دا رجحان په نظر راځى چې هغوئ د مرګ سزا د عزت او بخښنې يوه لاره ګڼي لکه څنګه چې په ١٧ جنورى ٢٠١٥ء د کراچۍ سنټرل جيل کښې د کالعدم تنظيم سپاه صحابه پاکستان وسله والو د پهانسۍ نه پس د هغوئ تابوتونو باندې د هغوئ پلويانو د ګلاب پاڼې وشيندلې ـ

روښان خياله ډلې د پهانسۍ د سزا مخالفت له دې کبله کوي ځکه چې پاکستان کښې غير مؤثره او ناقصه فوجدارى عدالتى نظام شتون لرى، د ملزمانو د قانونى دفاع د مناسب انتظام نيشتوالے او د مقدمې د سپېځلتيا نۀ شتون د دې په بنيادى لاملونو کښې شامل دي ـ

د جنورى ٢٠١٥ء نه تر اوسه پاکستان کښې ٢٦٠ مجرمان پهانسى کړے شوي دي ـ د ٢٠٠٩ء نه ٢٠١٤ء پورې ملک کښې د پهانسۍ په سزا د غېر رسمى بندېز له کبله د يو مجرم د مرګ په سزا هم عملدرآمد ونۀ شو او د دې مودې په دوران عدالتونو ٢،١٩٦ مجرمانو ته د مرګ سزا واؤروله ـ

پاکستان چې کله په وجود کښې راغے نو هغه وخت به يوازې په دوؤ جرمونو د مرګ سزا ورکولې شوه کوم چې اوس ٢٧ ته رسيدلي دي ـ ٩٩ هېوادونو خپل قانون څخه د پهانسۍ سزا ختمه کړې ده ـ چين، شمالى کوريا او اوس پاکستان په هغو ملکونو کښې شامل دي چرته چې ټوله نړۍ کښې د ټولو نه زياته د پهانسۍ سزا ورکولے شي ـ

د پاکستان د بشرى حقونو د کمېشن عمومى سيکتر آئى اے رحمان نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې د پهانسۍ سزا د ټولنې څخه د کرپشن او جرمونو ختمولو د پاره هېڅ حل نۀ دے ـ

هغۀ زياته کړه :” د پاکستان په قانونى نظام کښې د موجودو تېروتنو له کبله يو مجرم ١٠٠ فى صده دا باور لرى چې هغه له دې ګټې پورته کولو سره اخر خلاصے ترلاسه کولے شى ـ د مرګ په سزا د اډاڼه لرلو له کبله د اصل مسلو لکه سمه څارنه نۀ کيدل، د جرمونو مخنيوى او د ملزمانو د حقونو نه پام اوړي ـ”

د آئى اے رحمان وېنا وه چې د جرمونو شرح په هغو هېوادونوکښې تل زياته پاتې شوې ده چرته چې خلق د بنيادى ضرورتونو لکه د تعليم، صحت او روزګار د موقعو څخه بې برخې دي، هغۀ زياته کړه چې تر هغه وخته په جرمونو قابو نۀ شى موندلے تر کومه چې اولس ته د هغوئ اساسى حقونه ورکړے شوي نۀ وي ـ د آئى اے رحمان وېنا وه چې د مرګ د سزا ورکولو په ځائے دې د سماجى پرمختګ له لارې د جرمونو مخنيوے ممکن کړے شى ـ

پنجاب يونيورسټۍ کښې د اسلامک سټډيز پروفېسر ډاکټر محمد حماد لکهوى د مرګ د سزا د ضرورت حمايت کولو سره په حکومت نيوکه وکړه چا چې دې قانون پورې خندا کړې ده ـ هغۀ زياته کړه چې د ملک د انتظام کولو د پاره په ظاهره قانون موجود نۀ دےـ ډاکټر حماد لکهوى ووئيل چې رښتيا خو دا دي چې قانونى نظام کښې د خاميو له کبله ټګى ټورى کول نور اسان شوي دي ـ هغۀ د قانون په وړاندې د ټولو انسانانو په يو برابر کيدو زور راؤړو د کوم ضمانت چې د آئين آرټيکل څلورم ورکوى ـ

پروفېسر حماد لکهوى زياته کړه :” کله چې خلق د هغوئ په جرمونو نيولے نۀ شى او سزا نۀ شى ورکولے نو هغوئ غېر ذمه وار کيږي او قانون ته هېڅ اهميت نۀ ورکوي ـ يوازې په سزا نه بلکې مستقل مزاجۍ او په سمه توګه د قانون نافذولو له لارې وګړو کښې د قانون د خيال ساتلو ويره پېدا کيږي ـ کله چې مونږه کښې هر يو تن دا خبرتيا ترلاسه کړى چې د هرې کومې سيمې، پس منظر او ژبنى ډلې سره اړونده هر کوم مجرم د قانون په منګلو کښې د راتلو نه بچ کيدے نۀ شى نو حالات سمېدل به شروع شى ـ”

هغۀ ووئيل چې ديت د مرګ د سزا متبادل نۀ دے ـ دې لړ کښې پرېکړه کؤل په پوره توګه د ځپلى فريق د کورنۍ په لاس کښې وى: هغوئ مجرم معاف کولے شى او يا بيا د مرګ سزا هم په حال ساتلے شى ـ هغۀ پاکستان کښې د ديت د قانون په طريقه کار ټکونه وکړل ځکه چې د دې له وجې کمزورې او بې وسه کورنۍ مجبوره کيږي چې د مرګ د مجرم نه رقم اخستو سره هغه معاف کړى ـ

د انسانى حقونو کارمندان او قانونى ماهرانو د حکومت نه غوښتنې کړې دي چې حکومت دې د غېرت په نوم د قتل په قانون کښې بدلون وکړى او د ډلو ترمنځه د روغې جوړې هېڅ ګنجائش دې پاتې نۀ وى ـ

د غېرت په نوم قتل د تعزيرات پاکستان د شق ٣٢٠ لاندې د روغې جوړې جوګه يو جرم دے ـ د روغې جوړې وړ جرم څۀ خاص سنجيده نۀ شى ګڼلے او ځپلې فريق او مجرم د عدالت په اجازه يا د اجازې نه بغېر هم روغه جوړه کولے شى ـ کۀ چرې خبره جوړه شى نو مجرم د جيل خوشے کيږى ـ

ډاکټر لکهوى په دې حقله خبرو اترو کښې ووئيل چې کۀ رياست په سمه توګه د جرم لټون کړے دے او ملزم قصور وار دے نو په داسې حال کښې د اسلام په رڼا کښې په هر کوم صورت کښې د مجرم او متاثره ډلې د کورنۍ ترمنځه د روغې جوړې څۀ ګنجائش نشته ـ کۀ د غېرت په نوم يا هره کومه وجه باندې قتل وکړے شى نو دواړو صورتونو کښې دا ناوړه او د ظلم يو جرم دے چې سترګې پرې پټولې نۀ شى ـ

د مرګ د سزا د ورکړے کيدونکې اوسنۍ لړۍ او له دې کبله ټول هېواد کښې د جرمونو په شرح کښې د راتلونکى کمى په اړه خبرو اترو کښې د اټک ډى پى او رانا اياز سليم ووئيل :” د تېرو څو کالو راسې د مرګ د سزا پامته داره مجرمانو د جيل څخه ګينګ چلولو ـ د پهانسۍ له کبله دې رجحان کښې کمے راغلے دے ـ د مرګ سزا يافته مذهبى او ډله باز انتهاخوښي په جيل کښې دننه هم د رښتياؤ بدماشان ګرځېدلي وو چې د ګواهانو او شکايت کوونکو د پاره د ويرې يو علامت ګڼلے شو ـ

د مرګ په سزا لګېدلى غير رسمى بندېز ختميدو سره د تېرې يوې لسيزې په دوران راولاړ شوے جمود مات شوے دے ـ”

حکومت د وژنې د پېښتو او د پهانسۍ د سزاګانو ترمنځه د تعلق لټولو د پاره بيلا بيلې شمېر شمېرې جارى کړې دي ـ ميډيا کښې د راغليو راپورونو ترمخه د جنورى ٢٠١٥ء نه د وژنې په پېښو کښې په دريو کښې يوه برخه کمے راغلے دے ـ خو ولې د دې شمېر شمېرنې د کومې واکمنې اتهارټى څخه تصديق نۀ شى کيدے ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here