تهر: د توان له وسيلو معموره سيمې اوسېدونکي تيارۀ کښې په ژوند کولو مجبور

0
1857

: Photo By News Lens Pakistan / Matiullah Achakzai

عمر کوټ ( الله بخش آريسر ) تهر پارکر ضلعې سره تعلق لروونکے ٦٠ کلن خوارى کښ دوست محمد د هغې ورځ په انتظار دے کلهچې هغه د شپې په وخت هم خپل کلى کښې هوا خورى وکړے شى ولې د برېښنا د اسانۍ د نيشتوالى له کبله هغه په تيارۀ کښې د خپل دې خواهش پوره کولو څخه بې برخې دے ـ هغه کور کښې د لالټېن يا موم باتيو په رڼا کښې شپې تېروي ـ

د تهرکول بلاک ١١ د تهاريو باليپوتو کلى اوسېدونکى دوست محمد نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” مونږ د ماشومتوب نه بيلابيلو ستونزو سره مخ يو ـ د شپې په تيارۀ کښې کار روزګار خو پرېږده هواخورى هم نۀ شو کولے ـ دا زمونږ د پاره ډېره ګرانه ده چې مونږ د درې سوه فټه ژور کوهى نه اوبۀ راوباسوو ـ دا حالات راته پخوانے دور رايادوي ـ”

هغۀ ووئيل چې د هغوئ د دې کړکېچن حالت ذمه وار حکومت دے ـ ٢٣٥٠ کليو کښې ( د ١٩٩٨ء د سر شمېرنې ترمخه ) يوازې څلورو ته برېښنا ورکړے شوې ده او دا شمېر ډېر زيات لږ دے ـ برېښنا يو بنيادى ضرورت دے او د دې د نيشتوالى له کبله د ځائى خلقو روزګار، تعليمى ادارې، هسپتال ( د طبى آلاتو چلولو د پاره برېښنا پکار وى ) او د امروزه ژوند متاثره کيږى ـ دا ټولې ستونزې د برېښنا نيشتوالى سره تعلق لري د کوم له کبله چې ځائى ابادۍ کښې د مايوسۍ جذبات خورېږي د کوم په سؤب چې هغوئ ځانونه بې وسه محسوسوي ـ

د يو بل کلى اوسېدونکى استاد وسايو نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل :” په وړومبى ځل د ١٩٨٠ء په لسيزه کښې مټهى ښار کښې بلب روښانه شوے وۀ ـ “

هغۀ زياته کړه چې د هوا غولۍ په بيابان هر وخت الوځي او د زمکې په شلېدو کښې هم زياتوالے راغلے دے نور دا چې د سختې ګرمۍ له کبله ځائى خلق د بيلابيلو رنځونو لکه د جل وهلو او د اوبو د کمى ښکار کيږي ـ

ځائى ابادى د بې وزلۍ له کبله د قدرتى وسيلو نه د توان پېدا کولو څخه بې برخې ده ـ د تهرکول په حقله وئيلے شى چې دا منصوبه به ئې د فضا خيچنولو او ځائى خلق به کډو کولو ته مجبور کړي ـ

د تهرپارکر ضلعې د يو کلى چهاچهړو اوسېدونکې مېرمن هيلتهـ ورکر فاطمه ساند ووئيل :” تيارۀ کښې ژوند تېرؤل انتهائى ګران دي ـ د ماښام نه پس ځيى کليوال لالټېنونه استعمالوي چې ورسره د هغوئ د کورونو فضا خيچنېږى ـ د ژوند ژغوروونکي دارو درملو په يخ ځائے کښې اېښودل، موبائل فونونه او د ابلاغ د نورو آلاتو چارجنګ، د کورونو نه په ميلونو لرې کوهيانو او د اوبو پمپونو نه اوبه راويستل او سکولونو کښې د کمپيوټر تعليم ورکول تهر کښې د اوسېدونکو خلقو د اکثريت د پاره تر اوسه يو خوب دے ځکه چې د دې ترسره کولو د پاره د برېښنا ضرورت دے د کومې چې دې سيمو ته ورکړه د حکومت په پاملرنه کښې شامل نۀ دي ـ “

هغې زياته کړه :” د خپلواکۍ د ٦٨ کالو تېرېدو نه پس هم د ځائى خلقو د پاره دا تصور کول ګران دے چې د هغوئ کلي دې ځائى ګرډ سره وتړلے شي او د برېښنا د ورکړے له کبله د هغوئ د پاره ژوند تېرؤل اسان شي ـ “

د پيپلز پارټۍ اړوند سېنېټر تاج حيدر، چې د ډويلپمنټ ماهر هم دے، ترمخه دې سيمو ته د برېښنا ورکولو د پاره د لګېدلو ګرډ سټېشنونو نېټ ورک د لنډې بڼې دے ـ لرې پرتو سيمو ته رسد ګران دے نو ابادى هم د وړو وړو کليو په شکل کښې خوره ده ـ دا سيمه په غرونو او بيابانونو مشتمل ده د کومې له کبله چې هغوئ حکومت ته څو ځله دا مشوره ورکړې ده چې په کوم يو ځائے کښې دې مثالى کلي جوړ کړي د کوم نه وروستو چې به بنيادى ضرورتونه ورکول اسان شى ـ

على اکبر رحيمو د ډويلپمنټ ماهر دے ـ او تهر کښې په رينيوايبل توانائۍ کار کوى، هغه وائي :” دا بس خوش بختى ده چې د سندهـ او بلوچستان په غريزو سيمو او پنجاب او سندهـ کښې د تهر او چولستان په بيابانونو کښې د نمر د توانائۍ بلها ذخيرې موجودې دي ـ تهر کښې د خاورې ګټان د جيوتهرمل توان څخه ډک دي ـ ولې د بدقسمتۍ نه حکومت د توان پېدا کولو د پاره په روايتى ذريعو لکه کوئله او تيل باندې اډاڼه لري خو د رينيوايبل توان وسيلو شمسى، سمندرى او له هوا د توانائۍ ترلاسه کولو لورى ته هېڅ پاملرنه ونۀ کړے شوه ـ “

هغۀ زياته کړه :” صوبه سندهـ کښې د هوا نه د برېښنا پېدا کولو د پاره څۀ منصوبې پيل کړے شوې دي او د نمر د توان يوه لوه منصوبه جناح سول پارک چولستان کښې قائمولے شى ـ وفاقى او صوبائى حکومتونو اوس اوس په دې اړه يو بل باندې تورونه لګولي وو او صوبائى حکومت دا دعوه کړې وه چې سندهـ سره اړونده د رينيوايبل توان په منصوبو ، د وفاقى حکومت لخوا د ستونزو پېدا کولو له کبله، کار ترسره نۀ شو ـ”

سماجى کارمند ګوتم راټهى وائى چې د رينيوايبل توان پېدا کولو د پاره مناسب قوانين، پاليسۍ او معاشى مرسته نشته ولې له دې حال څخه يو خوا ته د ځينې غېرسرکارى تنظيمونو په هڅو دې لړ کښې څۀ پرمختګ شوے دے ـ کوم چې د ځائى ابادۍ د ژوند اسانولو د پاره ګټور ثابتيږى ـ

د درې سوه فټه ژورو کوهيانو څخه د اوبو راويستلو د پاره شمسى توانائى کارولے شى، دې نه علاوه دې خوشى بيابان د کورونو روښانه کولو د پاره د سولر پېنلونو استعمال پيل دي، روايتى دايانې د ماشومانو د زېږون د خپلو ذمه واريو ترسره کولو د پاره د دې نظام کارؤلو سره سره موبائل فونونه چارج کولے شي چې دا شان اېمبولېنس سروس ورکوونکو سره رابطه ممکن شى ـ ماشومانو ته په کمپيوټر تعليم ورکولے شى او د نمر پرېوتو نه وروستو کور کښې مطالعه کول اسان ممکن شوي دي ـ د هنرمندو مېرمنو د پاره د نمر پرېوتو نه پس روايتى دستکارى کول ممکن شوي دي ـ

د ماحولياتو د ماهر بهرومل عمرانى ترمخه د پرمختيائى هېوادونو يو لوے شمېر د رينيوايبل توان د بيلابيلو وسيلو په فراختيا کار کوي ولې چې دا د ماحول د پاره ګټوره ده او له دې د پېدا کېدونکى خيچنوالى شرح هم نسبتاَ کمه وى ـ

وروستو پاتې سيمې د رينيوايبل توان پېدا کولو په حواله زرخېزه دي خو څوک دې لورى ته پام نۀ ګرځوى ـ آئى ايف آئيز او ايم اين سيز زياته دلچسپى تهرکول او نورو لويو منصوبو کښې اخلي ـ خام تيل درآمد کولے شى او په کوئله د توان چلېدونکو پلانټونو ته وده ورکولے شي ! دا منصوبې د ماحول د پاره ګټورې نۀ دي او په دې خرڅ هم زيات راځي او دا رينيوايبل هم نۀ دي … دا به اخر يوه موده پس بندې شي ـ

” د ګرډ نه بغير ” د توان د ورکړے په تصور به کار کول وي چې ورسره به د توانائۍ د ورکړے د لائنونو خرابېدو له وجې د برېښنا کېدونکى زيان کښې هم کمے راځى ـ په محدود کچ د توان د نظام لګول، د دې خيال ساتل او دا په حال ساتل به اسان وى ـ

يو طالبعلم دين محمد درس نيوز لينز پاکستان سره خبرو اترو کښې ووئيل چې يو غېرسرکارى تنظيم هغوئ ته د پکى، کمپيوټر چلولو او بلب روښانه کولو د پاره شسمى توانائى ورکړې ده ـ دا بلبونه سکول کښې د نمر د رڼآ څخه چارج کيږي چې د هغوئ په کورونو کښې رڼا کوي چرته چې هغوئ مطالعه کوي او ميرمنې د خپلې دستکارۍ کار کوي ـ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here